06/01/2026
د پښتون ژغورنې غورځنګ د ښځینه څانګې له لوري د خړ کمر د شهيدانو د اووم تلین په مناسبت يوه درنه او باوقاره غونډه د کوټې کچلاغ په کلی تاجوال کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د غورځنګ ملالو خويندو او ميندو په پراخه کچه ګډون وکړ او خپلو ملي شهيدانو ته يې د ژور عقيدت، درناوي او وفادارۍ پېرزونې وړاندې کړې. د هغوی قربانۍ د دې خاورې د عزت، امن او حق لپاره يو نه هېريدونکی باب دی.
شهيدان زموږ وياړ دي، زموږ تاريخ دي، او زموږ راتلونکی د هغوی د قربانيو نه الهام اخلي. موږ به هېڅکله د خپلو شهيدانو وينه بې ارزښته نه پرېږدو.