Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan - Ankara

Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan - Ankara سفارت کبرای جمهوری اسلامی افغانستان انقره ترکیه Afganistan İslam Cumhuriyeti Ankara Büyükelçiliği

سفارت افغانستان در انقره یکی از قدیمی ترین نمایندگی های افغانستان است و در عین حال بنا به گزارش وزارت خارجه افغانستان از فعال ترین این نمایندگی ها است.

بنا به روابط دیرپای دو کشور افغانستان و ترکیه این سفارت نقش بزرگی در هرچه متدوام کردن این ارتباط دارد.

با توجه به وجود کثیری از افغان ها در کشور ترکیه این سفارت همه روزه پذیرای هموطنان عزیزی است که جهت امورقونسلی به این سفارت مراجعه میکنند.

06/02/2025

د ترکیې جمهوریت په انقره کې د افغانستان سفارت خبرتیا!

نېټه: پنجشنبه د ۲۰۲۵ کال د فبروري ۶مه
په ترکیې جمهوریت کې قدرمنو هېوادوالو او درنو مهاجرینو:

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست ۱۵مې له تحولاتو او د طالبانو د حاکمیت رامنځته کېدو څخه تر دې دمه، په انقره کې د افغانستان سفارت دیپلوماتانو دا ملي او وجداني مسئولیت وګڼو تر څو د کاري خلا د رامنځته کېدو د مخنیوي او همداراز په هغو سختو شرایطو کې د افغانستان خلکو ته د اړینو خدمتونو وړاندې کولو لپاره خپلو دندو ته ادامه ورکړي. سیاسي خلا او د اوسني حاکمیت د کورني او بهرني مشروعیت نشتون او همداراز په ترکیه کې د هېواد د بېلابېلو قشرونو څخه د افغان مهاجرینو د مخ په زیاتېدو شمېر ته په پام سره، دې سفارت د افغانستان اسلامي جمهوریت د پرځېدو له لومړیو ورځو څخه پرته له ځنډه د خلکو د ستونزو د حل لپاره د خدمت رسونې لړۍ ته دوام ورکړ. په دې ترڅ کې هېوادوالو ته د ترکیې په ۱۴ بېلابېلو ولایتونو او د لومړي ځل لپاره د شمالي قبرس ترکي جمهوریت کې، ګرځنده (سیار) قونسلي خدمتونه وړاندې شول.

د قونسلي خدمتونو د چټکتیا سربېره، دې سفارت په ځینو نورو برخو کې هم نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. د دې هڅو له ډلې څخه د بېلګې په توګه په افغانستان کې اړو کسانو ته د بشري مرستو جلبول، د سوداګرۍ هڅول او د خصوصي سکتور پیاوړي کول، د ښوونې او لوړو زده کړو څخه ملاتړ، د افغان محصلینو چارو ته رسېدنه (چې شمېر یې کابو ۷۰۰۰ تنو ته رسېږي)، د کلتوري پروګرامونو ترسره کول او همداراز د بشري حقوقو او مدني فعالانو، ځوانانو او د هېواد د محصلینو او په ځانګړې توګه افغان نجونو او ښځو تقدیر او هڅونه، یادولای شو. افغانستان ته د ترکیې جمهوریت په بشري مرستو کې د پام وړ زیاتوالی راغی چې د نېکۍ د رېل تر نامه لاندې د مرستو لېږل او همداراز په هېواد کې د ۷۰ څخه ډېرو مرستندویه ترکي بنسټونو فعالیتونه په دې کې شامل دي. د لوړو زده کړو په برخه کې د محصلینو چارو د لا ښه انسجام لپاره زمینه برابره شوه او د لومړي ځل لپاره به په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د TR-YÖS آزمونیه په ملي ژبو ترسره شي تر څو د هېواد مستعد ځوانان وکولای شي له دې لارې د ترکیې په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو موقع ترلاسه کړي. د دې تر څنګ، د دې سفارت تعمیر او اقامتګاه هم بیا ورغول شوه چې په دې اړه جزئیات او د سفارت د مالي شفافیت څرنګوالي اړوند د ۲۰۲۴ میلادي کال د سپتامبر په ۱۴ مه د دې سفارت د فېسبوک په پاڼه اعلامیه خپره شوې.

د افغانستان کلتوري شتمنۍ ته پام سره دې سفارت، د کلتوري پروګرامونو د تنظیمولو او د ځوانانو په ځانګړې توګه د ښځینه محصلینو د ملاتړ له لارې د هېواد د متنوع کلتور د پیاوړتیا لپاره ډېرې هڅې کړې دي. د هېوادوالو د ستونزو د هوارولو لپاره د کابل د حاکمانو سره د قونسلي او اداري تعامل سربېره، دې سفارت هېڅکله د طالبانو حاکمیت د یوه مشروع حکومت په توګه چې د خلکو د ارادې استازیتوب وکړي، په رسمیت و نه پېژنده. د دې سفارت مشرتابه او دیپلوماتیک کدر تل کوښښ کړی تر څو په انقره کې د افغانستان سفارت له هر راز سیاسي او ډله ییزو کړنو څخه لیرې وساتي. په دې حساس وخت کې چې هېواد د مشروعیت له تشې سره مخ دی، دې ملي ديپلوماتیک بنسټ د هېواد ټولو خلکو ته په بې پرې او صادقانه خدمتونو رسولو تمرکز کړی، چې دا موضوع په واضح توګه د سفارت په ټولو کړنو او خبرتیاوو کې منعکسه شوې ده.

اوسمهال افغانستان، د خپل تاریخ یو تر ټولو سخت پړاو څخه تېرېږي. د کورني او بهرني مشروعیت څخه برخمن یو دولت نشتون د دې لامل شوی چې په بهر کې د افغانستان خلک د لازم درناوي او وقار څخه برخمن نه وي. او تر څو چې په افغانستان کې یو مشروع حاکمیت چې د عدالت او د خلکو واقعي ارادې پر بنسټ وي، رامنځته نشي، په نړیواله ټولنه کې به افغانستان خپل وړ ځای ترلاسه نه کړي. له بده مرغه اوسمهال افغانستان، په ناسم او ناسالم لور روان دی. او هره ورځ د خلکو او په ځانکړې توګه د ښځو حقونه په ظالمانه توکه تر پښو لاندې کېږي. د اوسني افغانستان تصویر د ظلم، جهل او تیارې ښکارندوی دی چې خلک د تعلیم حق غوندې د خپلو بنسټیزو انساني حقوقو څخه محروم شوي چې دا وضعیت د هر ویښ وجدان لپاره د منلو وړ نه دی.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست ۱۵مې له تحولاتو څخه وروسته، د سفارت د کنترول د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو ناکامو هڅو او د دې سفارت په دیپلوماتانو او کارکوونکو د دوامداره فشارونو او همداراز د ترکیې په حکومت باندې د دوی د فشارونو له امله، په دې وروستیو کې د ترکیې جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه کړې تر څو د دې سفارت د جمهوریت دورې سفیر او دیپلوماتانو ماموریت پای ته ورسوي. دا پرېکړه چې د ویانا کنوانسیونونو پر بنسټ د کوربه هېواد د صلاحیتونو له امله شوې، د دې سفارت د دیپلوماتانو په اړه هم د اجرا وړ ده. لدې امله، د روان میلادي کال د فبروري له ۶مې نېټې څخه د دې سفارت د جمهوریت دورې دیپلوماتانو خپل ماموریت ته د پای ټکی کېښود او همداراز د خلکو د ارادې پر بنسټ او مشروع حکومت نشتون له امله دا سفارت نن له غرمې وروسته د ترکیې جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ته تسلیم کړل شو.

د دې سفارت مشرتابه او ديپلوماتیک کدر د ترکیې جمهوریت څخه، په تېرو کلونو او په ځانګړې توګه د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست ۱۵مې له تحولاتو څخه وروسته د دې سفارت د کړنو څخه د دوامداره ملاتړ په پار مننه او قدرداني کوي. ترکیه، سربېره پر دې چې د طالبانو حاکمیت په رسمیت نه پېژني او ټول دوه اړخیز تړونونه یې تعلیق کړي، په دې سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده. دا پرېکړه د اړتیا او د افغانستان خلکو ته د خدمت رسلولو لپاره په کابل کې د ترکیې جمهوریت د سفارت او همداراز په مزار شریف او هرات ولایتونو کې د ترکیې جنرال قونسلیو فعاله ساتلو له امله ترسره شوې. هیله ده چې د ترکیې جمهوریت دا انسان پاله سیاست، تر هغه چې په افغانستان کې د خلکو د ارادې پر بنسټ یو مشروع حکومت رامنځته کېږي، ادامه پیدا کړي.
همداراز دا سفارت په ترکیه کې له ټولو ګرانو هېوادوالو، ځوانانو او د هېواد له محصلینو څخه چې په دې کلونو کې یې له سفارت سره همکاری او ملاتړ کړی، مننه او قدرداني کوي او ډاډ ورکوي چې د دې سفارت دیپلوماتان به د خپلو شخصي وړتیاوو له لارې د هېواد په خدمت کې وي او د هېواد د خلکو لپاره د پتمنې راتلونکې تر جوړولو به خپلو کوښښونو ته دوام ورکوي.

د داسې ورځې په هیله چې افغانستان خپلواکه او سرلوړی وي تر څو زمونږ خلک د کور د ننه او بهر د لازم پت او درناوي څخه برخمن وي.

06/02/2025

اعلامیه سفارت افغانستان – انقره جمهوری ترکیه

تاریخ: پنجشنیه ۶ فبروری ۲۰۲۵

هموطنان گرامی و مهاجرین محترم مقیم جمهوری ترکیه!

پس از تحولات ۱۵ اگست ۲۰۲۱ و روی کار آمدن حاکمیت طالبان تا اکنون، دیپلوماتان سفارت افغانستان در انقره به منظور جلوگیری از ایجادخلأ کاری و ادامه خدمت‌رسانی به مردم افغانستان در آن شرایط دشوار،مسئولیت ملی و وجدانی خود دانستند که به کارشان ادامه دهند. با توجه به خلأ سیاسی و نبود مشروعیت داخلی و بین‌المللی حاکمیت کنونی در افغانستان، این سفارت از نخستین روزهای سقوط دولت جمهوری اسلامی افغانستان و با افزایش تعداد مهاجرین افغان در ترکیه از اقشار مختلف کشور، روند خدمات‌رسانی خود را بدون وقفه برای حل مشکلات مردم ادامه داد. در این راستا، خدمات قونسلی سیار برای ۱۴ ولایت مختلف ترکیه وبرای اولین بار در جمهوری ترک قبرس شمالی نیز ارائه شد.

علاوه بر توسعه و تسریع خدمات قونسلی، این سفارت تلاش‌های چشمگیری در چندین عرصه دیگر انجام داد. از جمله این تلاش‌ها، جلب کمک‌های بشردوستانه برای مردم نیازمند داخل افغانستان، تشویق تجارت و توانمندسازی سکتور خصوصی، حمایت از معارف و تحصیلات عالی،رسیدگی به دانشجویان افغان (که تعداد آن‌ها به ۷ هزار نفر می‌رسد) واجرای برنامه‌های فرهنگی و تقدیر و تشویق از فعالین مدنی و حقوق بشر، جوانان و محصلین کشور مخصوصا دختران و زنان افغان بود. کمک‌های بشردوستانه جمهوری ترکیه به افغانستان به‌طور قابل‌ توجهی افزایش یافت و شامل ارسال کمک‌ها از طریق ریل نیکی و فعالیت بیش از ۷۰ نهاد خیریه ترکی در افغانستان شد. در عرصه تحصیلات عالی، زمینه انسجام بهترامور دانشجویان فراهم شد و برای نخستین بار، امکان برگزاری امتحانات ورودی TR-YÖS به زبان‌های ملی افغانستان برای سال ۲۰۲۵ ایجادگردید که فرصت تحصیل برای محصلین مستعد کشور در دانشگاه‌های ترکیه را فراهم می‌کند. در کنار این، بازسازی و نوسازی تعمیر سفارت و اقامتگاه نیز انجام شد که جزئیات آن و چگونگی شفافیت در حسابات مالی این سفارت در اعلامیه ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴ در صفحه فیسبوک این سفارت به نشر رسیده است.

این سفارت همچنین با تمرکز بر غنای فرهنگی افغانستان، در راستای تقویت فرهنگ متکثر کشور از طریق برگزاری برنامه‌های فرهنگی و حمایت ویژه از جوانان، به خصوص دختران محصل، تلاش‌های فراوانی انجام داده است. با وجود تعامل قونسلی با حاکمان کابل برای رفع نیازهای مردم، این سفارت هیچ‌گاه حاکمیت طالبان را به عنوان یک حکومت مشروع که نمایند ه گی از اراده مردم افغانستان کرده باشد، به رسمیت نشناخت. رهبری و کادر دیپلماتیک این سفارت همواره تلاش کرده‌اند که سفارت افغانستان درانقره از هرگونه فعالیت سیاسی و گروهی دور بماند. در این دوره حساس که کشور با خلأ مشروعیت مواجه است، این نهاد دیپلماتیک ملی بر ارائه خدمات صادقانه و بی‌طرفانه به تمامی اقشار جامعه کشور در ترکیه تمرکز داشته است، امری که به ‌وضوح در تمامی فعالیت‌ها و اعلامیه های سفارت منعکس شده است.

افغانستان امروز یکی از سخت ‌ترین مراحل تاریخی خود را پشت سرمی‌گذارد. نبود یک دولتی که از مشروعیت داخلی و بین‌المللی برخوردارباشد، باعث شده است که مردم افغانستان از احترام و عزتمندی لازم درخارج از کشور برخوردار نباشند. و تا زمانی که افغانستان دارای حاکمیتی مشروع و مبتنی بر عدالت واقعی و اراده مردم نگردد،کسب جایگاه شایسته در جامعه بین‌المللی برای افغانستان ممکن نخواهدبود. متأسفانه، افغانستان در حال حاضر در مسیری نادرست و ناسالم حرکت می‌کند و هر روز حقوق مردم به ‌ویژه زنان کشور، به شکلی فجیع نقض می‌شود. تصویر کنونی افغانستان بیانگر ظلم، جهل و سیاهی است که مردم از ابتدایی‌ ترین حقوق انسانی، همچون حق تعلیم، محروم گردیده اند و این وضعیت برای هر وجدان بیدارغیرقابل قبول و تحمل است.

علی‌رغم تلاش‌های ناکام طالبان و اعمال فشارهای مستمر بر دیپلمات‌ها و کارمندان این سفارت برای به دست گرفتن کنترل آن در سال‌های پس از تحولات ۱۵ اگست ۲۰۲۱، و در نتیجه ادامه فشارهای این گروه بر حکومت ترکیه، اخیراً وزارت امور خارجه جمهوری ترکیه تصمیم گرفت تا مأموریت سفیر و تعدادی از دیپلمات‌های دوره جمهوریت در این سفارت را به پایان برساند. قابل ذکر است که این تصمیم، که در چارچوب صلاحیت‌های کشور میزبان و بر اساس کنوانسیون‌های ویانا اتخاذ شده است، در مورد دیپلمات‌های این سفارت قابل اجرا می‌باشد. بر این اساس، تمامی دیپلمات‌های دوره جمهوریت در این سفارت اعتبار از تاریخ ۶ فبروری ۲۰۲۵ به مأموریت خود خاتمه داده و در نبود یک حاکمیت مشروع و مبتنی بر اراده مردم، این سفارت امروز بعد از ظهر به وزارت امور خارجه جمهوری ترکیه تسلیم داده شد.

رهبری و کادر دیپوماتیک این سفارت از جمهوری ترکیه برای حمایت مداوم از فعالیت‌های سفارت افغانستان در انقره در سال‌های گذشته،مخصوصا پس از تحولات ۱۵ اگست ۲۰۲۱، صمیمانه قدردانی می‌کنند. ترکیه، باوجود عدم به رسمیت شناختن حاکمیت طالبان و تعلیق تمامی توافقنامه‌های دوجانبه، همچنان در شرایط دشوار کنونی در کنار مردم افغانستان ایستاده است. این تصمیم حسب لزوم دید و با توجه به فعال نگه‌داشتن سفارت ترکیه در کابل و جنرال قونسلگری‌های آن کشور درشهرهای مزار شریف و هرات برای خدمت رسانی به مردم افغانستان اتخاذ گردیده است. امید واریم که این سیاست انسان‌دوستانه و مردم‌محور ترکیه تا زمانی که افغانستان به یک حکومت مشروع و مبتنی بر اراده مردم دست می یابد، همچنان ادامه داشته باشد.

این سفارت همچنین از تمامی هموطنان گرامی، جوانان و محصلین کشور مقیم ترکیه که طی این سال‌ها از نزدیک سفارت را همکاری و همراهی میکردند، قدردانی می‌کند و اطمینان می‌دهد که دیپلوماتان این سفارت درظرفیت‌های شخصی خود در خدمت به افغانستان و تلاش برای ساختن آینده‌ای باعزت برای تمامی مردم ما ادامه خواهند داد.

به امید روزی که افغانستان آزاد، مستقل و سربلند باشد و مردم ما از عزت و احترام لازم در داخل و خارج برخوردار باشند.

30/12/2024

اطلاعیه؛

سفارت افغانستان در جمهوری ترکیه به عموم هموطنان گرامی مقیم ترکیه به اطلاع میرساند که سفارت و بخش خدمات قونسلی این نمایندگی روز چهارشنبه مورخ اول جنوری ۲۰۲۵ نسبت رخصتی عمومی در جمهوری ترکیه تعطیل رسمی می باشد.

قابل یاد آوریست که سفارت و بخش قونسلی روز پنجشنبه مورخ ۲ جنوری ۲۰۲۵ آماده ارائه خدمات به هموطنان عزیز، می باشد.
———————————————————————————-

خبرتیا!
په انقره کې د افغانستان سفارت په ترکیه کې مېشتو ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې سفارت او د قونسلي خدمتونه څانګه به د چهارشنبې ورځ د ۲۰۲۵ میلادي کال د جنوري په لومړۍ نېټه، په دې هېواد کې د عمومي رخصتۍ له امله رخصت وي.
د یادونې وړ ده چې سفارت او د قونسلي خدمتونو څانګه به پنجشنبه، د ۲۰۲۵ میلادي کال د جنوري په دویمه نېټه خپلو فعالیتونو ته په عادي توګه دوام ورکوي.

29/10/2024

د ترکیې جمهوریت د بنسټ د یو سلو یومې کلیزې په مراسمو کې د افغانستان د سفیر ګډون

‏په انقره کې د افغانستان سفیر امیر محمد رامین، په هغه پروګرام کې چې د ترکیې جمهوریت د یو سلو یومې کلیزې په مناسبت د دې هېواد د ولسمشرۍ لخوا چمتو شوی وو، ګډون وکړ او د افغانستان په استازیتوب یې په دې مناسبت د مبارکۍ مراتب جلالتمآب رجب طیب اردوغان ته وړاندې کړل او ده او د ترکیې خلکو ته یې د لا زیاتو بریاوو هیله وکړه. همداراز د افغانستان سفیر د هېواد د معارف د پراختیا، اقتصادي ودې او پرمختګ په برخو کې د ترکیې جمهوریت د خلکو او په ځانګړې توګه د ولسمشر اردوغان د توجه او ملاتړ څخه مننه او قدرداني وکړه.

‏د ترکیې جمهوریت په تېرو سلو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې او ویاړونه لري چې د یو دولت – یو ملت – یو هېواد – او یو بیرق تر شعار لاندې په ملي او نړیوال سیاست ډګرونو کې په بریاليتوب سره عمل کړی. دا دوره چې د ترکیې جمهوریت د خلکو د ویاړلو مبارزاتو ښکارندویه ده، د دولت-ملتونو پر بنسټ په نوي نړیوال نظم کې د دې هېواد د باعزمته تاریخ ادامه ګڼل کېږي.

‏د افغانستان سفارت یو ځل بیا د ترکیې جمهورت د بنسټ د یو سلو یومې کلیزې په منابست د ترکیې ولس او دولت ته مبارکي وایي او د دې هېواد خلکو او دولت ته په ټولو اړخونو کې د لا بریاوو او لاسته راوړنو هیله کوي.

29/10/2024

اشتراک سفیر افغانستان در مراسم صد و یکمین سال تأسیس جمهوری ترکیه

‏امیر محمد رامین سفیر افغانستان در مراسمی که به مناسبت صد و یکمین سال تأسیس جمهوری ترکیه از جانب ریاست جمهوری ترکیه برگزار گردیده بود، حضور یافته و به نمایندگی از افغانستان مراتب تبریکی صمیمانه خود را به جلالتمآب رجب طیب اردغان ابراز و برای جناب ایشان و مردم ترکیه آرزوی موفقیت های هر چه بیشتر نمود. سفیر افغانستان همچنین از توجه و حمایت مردم و دولت ترکیه مخصوصا شخص رییس جمهور اردوغان برای کمک به معارف، توسعه اقتصادی و انکشاف در افغانستان ابراز سپاس و قدردانی نمود.
‏‌
‏جمهوری ترکیه دریک قرن گذشته دستآوردها و افتخارات بزرگی را داشته که با شعار یک دولت، یک ملت، یک وطن و یک بیرق در میادین سیاست داخلی و خارجی بطور موفقانه عمل نموده است. دوران جمهوریت که نمایانگر مبارزات پرافتخار مردم این کشور است؛ به عنوان ادامه‌ی تاریخِ با شکوه ترکیه در عصر نظم بین المللی مبتنی بر نقش دولت-ملت ها محسوب می شود.

‏سفارت افغانستان یکبار دیگر صد و یکمین سال تاسیس جمهوری ترکیه را به مردم و دولت ترکیه تبریک و تهنیت عرض نموده و آرزو می نماید تا این کشور به دستآورد های هر چه بیشتر در تمامی عرصه ها نایل آید.

27/10/2024

اطلاعیه!

به اطلاع هموطنان گرامی و مراجعین محترم رسانیده می‌شود اینکه سفارت افغانستان در انقره - ترکیه روز دوشنبه مورخ ۷ عقرب نیمه تعطیل و روز سه شنبه مورخ ۸ عقرب ۱۴۰۳ برابر با ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴ مطابق تقویم رسمی جمهوری ترکیه، به مناسبت سال‌روز جمهوریت و مسدود بودن بانک ها، تعطیل میباشد.

همچنین به توجه مراجعین محترم رسانیده می‌شود که روز چهارشنبه مورخ ۹ عقرب ۱۴۰۳ برابر با ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، بخش قونسلی سفارت برای هموطنان عزیز مقیم ترکیه باز خواهد بود.

هموطنان عزیز مطلع باشند.

20/09/2024

پایان سمینار سه‌روزه نمایندگان محصلین کشور مقیم ترکیه‏

سمینار سه‌روزه نمایندگان محصلین کشور در انقره که در حال حاضر در ولایات مختلف ترکیه در‌حال تحصیل هستند روز گذشته، ۲۹ سنبله ۱۴۰۳ (۱۹ سپتامبر ۲۰۲۴) در انقره به پایان رسید.‏در طول این سمینار، نمایندگان محصلین افغان با مسئولین سفارت افغانستان در انقره و همچنین با نهادهایی چون بنیاد دیانت، سازمان YTB، مرکز تفکر استراتژیک، مرکز تفکر اسلامی، بنیاد خیرات، کتابخانه فاتح و نهاد دانشجویان بین‌المللی ASMA KÖPRÜ دیدار و گفتگو کردند. در این جلسات، پیرامون گسترش روابط میان نمایندگان دانشجویان و سفارت افغانستان، توسعه فعالیت‌های مشترک علمی و پژوهشی، برگزاری کنگره‌های مرتبط با افغانستان، حل مشکلات مالی محصلین و فراهم‌سازی بورسیه‌های تحصیلی برای دانشجویان نیازمند، بحث و گفتگوهای مفصل انجام شد.‏این گفتگوها به‌عنوان گام‌های مهمی برای ایجاد یک چارچوب منسجم‌تر در راستای تحقق اهداف علمی و پژوهشی محصلین در ترکیه و حمایت از دانشجویان نیازمند مطرح شد.‏شایان ذکر است که این برنامه توسط سفارت افغانستان با همکاری شورای محصلین افغان در ترکیه، به منظور تبادل نظر پیرامون فرصت‌ها و چالش‌های محصلین ، تقویت همبستگی میان دانشجویان و ایجاد ارتباط با مراکز علمی و تحقیقاتی ترکیه برگزار شد. همچنین، مشکلات محصلین با نهادهای مربوطه مخصوصا YTB ترکیه به‌طور گسترده مطرح شد.‏این ابتکار به‌عنوان پلی محکم‌تر بین جامعه دانشجویی کشور و مراکز رسمی ترکیه، با هدف تقویت حمایت‌ها و بهره‌برداری موثر از فرصت‌های تحصیلی و پژوهشی انجام شد.‏سفارت افغانستان در انقره، ضمن تعهد به ادامه و گسترش برنامه‌های علمی و فرهنگی مشابه، امیدوار است که این برنامه نویدبخش آینده‌ای روشن و پربار برای محصلین کشور در ترکیه باشد.

17/09/2024

په ترکیه کې د افغانستان سفارت کې د هېواد د محصلینو د استازو د درۍ ورځني سیمینار پيل په ترکیې جمهوریت کې د افغان محصلینو درۍ ورځنی سیمینار نن د ۱۴۰۳ هجری لمریز کال د وږي په ۲۷مه چې د روان میلادي کال د سپتامبر له ۱۷مې سره سمون لري، په انقره کې د افغانستان په سفارت کې پیل شو.د دې سیمینار موخه چې د ترکیې له ۲۶ ولایتونو څخه د محصلینو استازو پکې ګډون کړی، د خبرو اترو او نظر تبادلې زمینه برابرول، د هېواد د محصلینو د ستونزو لپاره ګډې حل لارې لټول او په ترکیه کې د افغان محصلینو تر منځ د همغږۍ ګړندي کول دي.د دې سیمینار په بهیر که به د محصلینو استازي په هغه غونډو کې چې د افغانستان په سفارت او نورو بنسټونو کې ترسره کېږي، ګډون وکړي. په دې غونډو کې به د محصلینو په بېلابېلو ستونزو لکه د تحصیل اړوند مسایل، اقامت، او همداراز د ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو په لا ګړندي کولو خبرې وشي. همداراز په دې غونډو کې به د دې ستونزو د حل لارو او د محصلینو د ملاتړ اړوند د راتلونکو پروګرامونو په اړه بحث ترسره شي.د سفارت د غونډو تر څنګ، د محصلینو استازي به په انقره کې د اسلامي تفکر انستیتوت، د ستراتیژیک تفکر انستیتوت، اسما کوپروسو، د ترکیې د بورسونو د ادارې بنسټ او د ترکیې د دیني چارو ریاست، د انسان خیریه بنسټ، د آدم خیریه بنسټ په ګډون د ځينو څېړنیزو، زده کړو او کلتوري بنسټونو څخه هم لیدنه وکړي. دا لیدنې د محصلینو د استازو لپاره د دې بنسټونو له تجربو، علمي او څیړنیزو فعالیتونو او مرستې رسونې اړوند تجربو څخه د زده کړې فرصت برابروي. دا پروګرام به د دوو نورو ورځو لپاره هم دوام ولري چې د اغېزمنو طرحو او وړاندیزونو په وړاندې کولو سره به د محصلینو د وضعیت په ښه والي او د دوی د زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو کې د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې اغېزمن تمام شي.په انقره کې د افغانستان سفارت هیله لري چې دا سیمینار به وکولای شي په ترکیه کې د افغان محصلینو تر منځ اړیکې ګړندۍ او همداراز د دوی د زده کړو او کلتوري وضعیت په ښه والي او په ټوله کې د افغانستان د راتلونکې لپاره مرسته وکړي.

17/09/2024

آغاز سمینار سه‌روزه‌ی نمایندگان محصلین کشور‌ در جمهوری ترکیه سمینار سه‌روزه‌ی نمایندگان محصلین افغان مقیم جمهوری ترکیه امروز ۲۷ سنبله‌ی ۱۴۰۳ مطابق به ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۴ در سفارت افغانستان در انقره آغاز گردید. هدف از برگزاری این سمینار که نمایندگان محصلین افغان از ۲۶ شهر مختلف ترکیه حضور دارند، فراهم آوری زمینه‌ ای برای تبادل نظر، ارائه‌ی راه‌حل‌های مشترک برای مشکلات محصلین کشور و تقویت هماهنگی میان محصلین افغان در ترکیه می‌باشد. همچنین برگزاری این سیمینار به منظور تقویت ارتباطات موثر میان محصلین و سفارت در ترکیه می‌باشد.در جریان این سمینار، نمایندگان محصلین در نشست‌هایی که در سفارت افغانستان و‌سایر نهادی های مرتبط برگزار می‌شود، اشتراک خواهند کرد. در این نشست‌ها، روی چالش‌ها و مشکلاتی که محصلان کشور با آن مواجه هستند، از جمله مسائل مربوط به تحصیل، اقامت، و تقویت هر چه بیشتر فعالیت‌های فرهنگی و اجتماعی، بحث و تبادل نظر صورت خواهد گرفت. همچنین در این جلسات، در مورد راهکارهای موجود برای حل این مشکلات و برنامه‌های آینده برای حمایت از محصلین افغان نیز بحث خواهد شد. در کنار نشست‌های در سفارت، نمایندگان محصلین از چندین نهاد تحقیقاتی، آموزشی و فرهنگی در شهر انقره نیز بازدید خواهند کرد. این نهادها شامل انستیتوت تفکر اسلامی، انستیتوت تفکر استراتژیک، اسما کوپروسو، بنیاد خیریه خیرات ، بنیاد خیریه انسان، بنیاد خیریه آدم، YTB اداره بورسیه های ترکیه و ریاست امور دینی ترکیه می‌باشند. این بازدیدها فرصتی را فراهم می‌کند تا نمایندگان محصلین از تجربیات و فعالیت‌های علمی‌، تحقیقاتی و کمک‌رسانی این نهادها آگاهی حاصل نمایند و بر دانش عملی خود بیشتر بیفزایند. این برنامه برای دو روز دیگر ادامه خواهد یافت و انتظار می‌رود که با ارائه‌ی طرح‌ها و پیشنهادات کارآمد، در بهبود وضعیت محصلین و تسهیل در زمینه‌ی تحصیل و فعالیت‌های اجتماعی آنها مؤثر واقع گردد. سفارت افغانستان در انقره امیدوار است که این سمینار بتواند به تقویت روابط محصلین افغان در ترکیه و همچنین بهبود وضعیت تحصیلی و فرهنگی آنها و آینده افغانستان کمک نماید.

14/09/2024

د احمد جاوېد زیارتجایي د ناسمو اوغیر واقعي څرګندونو په اړه په انقره کې د افغانستان سفارت خبرتیا

د احمد جاوېد زیارتجایي د تېرې ورځې له ناسمو او بې بنسټه څرګندونو وروسته، د افغانستان سفارت ټولو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې په تېرو وختونو کې د افغانستان سفارت پر وړاندې د مخربو کړیو د ناوړه تبلیغاتي کمپاینونو په ادامه دا ډول تبلیغات یو ځل بیا د ګډوډۍ لپاره پراخ شوي تر څو هېوادوالو ته د دې سفارت د خدمت رسونې لړی له خنډ سره مخ کړي. دا سفارت د زیارتجایي د بې بنسټه څرګندونو په اړه د لازم وضاحت تر څنګ، په ترکیه او افغانستان کې قدرمنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان سفارت په پوره اخلاص سره د هېواد مظلوم او کړېدلي ولس ته د خدمت رسونې بهیر ته دوام ورکوي او لکه څنګه چې تر دې دمه دا سفارت د ګډ کور په توګه د ټولو هېوادوالو پرمخ پرانیستی دی، له دې وروسته به هم سفارت خپل دې لوی مسئولیت ته په پوره ډاډ سره ادامه ورکړي.

لومړی: د تنقیض شوي اتشې ښاغلي زیارتجایي په اړه
د افغانستان اسلامي جمهوریت لخوا د حکومت د لګښتونو د کمولو په موخه د ځینې نورو اتشو په ګډون د ښاغلي زیارتجایي بست د ۲۰۲۱ میلادي کال د جون په میاشت کې تنقیض شوو. ولې د ۲۰۲۱ میلادی کال د اګست د ۱۵مې تحولاتو وروسته ځینو تنقیض شوو اتشو او پخوانیو دیپلوماتانو وکولای شو چې د خپلو اړونده ادارو سره په همغږۍ خپل پستونو ابقا او چارو ته ادامه ورکړي. ولې په دې اړه د ښاغلي زیارتجایي کوښښونو، سره له دې چې افغانستان ته یې سفر وکړ او د خپلو اړوندو ځینو ادارو سره یې اړیکه ټینګه کړه، کومه پایله ورنه کړه. ښاغلی زیارتجایي وروسته له دې چې له افغانستان څخه بېرته ترکیې ته ستون شو، د افغانستان سفارت د مرستې په پار په انقره کې د افغانستان سفارت پورې له اړونده اپارتمانونه څخه یو ده ته وروسپاره چې ده په هغې کې کابو له دوو کلونو څخه ډېر، تر هغه چې بهر ته یې سفر کولو په وړیا توګه ژوند وکړ. البته، ښاغلي زیارتجایي په مکرر ډول د خپل معاش د ترلاسه کولو لپاره ټینګار کاوه، چې دا موضوع د سفارت د کاري واکونو او صلاحیتونو څخه بهر وه. خو، د افغانستان سفارت د ده د هستوګنې د کارت په برخه کې همکاري کړې او د سفارت ځینو همکارانو شخصاً له ښاغلي زیارتجايي سره لازمې مرستې ترسره کړي؛ ولې سربېره په دې، ښاغلي زیارتجایي د فرهنګي اتشې په توګه د خپل معاش په ترلاسه کولو ټینګار کاوه. د یادولو وړ ده چې د ښاغلي زیارتجایي د مکررو غوښتنو پر بنسټ، د افغانستان سفارت دی ځینو نړیوالو بنسټونو ته معرفي کړ ترڅو په دریم هېواد کې د ده سره د ژوند د زمینې په برابرولو کې مرسته وکړي. اما ښاغلي زیارتجایي، د سفارت د پرله پسې غوښتنو سربېره، مخکې له دې چې بهر ته ولاړ شي د فرهنګي اتشې وسایل تحویل نه کړل او حتی د کور کلۍ یې له ځان سره انتقال کړې چې وروسته د ۳ کسیز هیئت په حضور کې د سفارت اړونده ځای چې ده کارولو، بیا پرانیسل شو. د ده څرګندونې له بده مرغه له کینې څخه ډکې او د دوه نیم کاله مخکې هغه پروپاګند ادامه ده چې په ټولنیزو رسنیو کې یې په انقره کې د افغانستان د سفیر د تېښتې په اړه خپره کړې وه.
همداراز تېره میاشت، ښاغلي زیارتجایي بله کاذبه ادعا چې ګواکې د ترکیې پولیسو د سفارت ځینې دیپلوماتان وهلي ټکولي، په ټولنیزو رسنیو کې نشر کړې وه.

دویم: په انقره کې د افغانستان سفارت د فعالیت او کار څرنګوالی

په انقره کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د میاشتې له تحولاتو څخه وروسته او د هېواد د سیاسي وضعیت د ابهام په حالت کې، د سفارت د همکارانو او په ترکیه کې مېشت افغان مشرانو په مشوره، هېوادوالو ته د خدمت په موخه د خپلو فعالیتونو د ادامې لپاره څو کاري استقامتونه تعیین او پلي کړل.

الف: په ترکیه کې هېوادوالو ته د خدمت رسونې د بهیر ادامه او ګړندي کول:
له تحولاتو څخه وروسته په لومړیو ورځو کې یوه جدي ستونزه د هغه نوو زېږېدلو ماشومانو لپاره چې پلار او مور یې په قانوني توګه په ترکیه کې هستوګن دي، د پاسپورت نه شتون وو. د کوربه هېواد په مرسته او ځانګړې پاملرنه دا ستونزه حل شوه او د پاسپورت پر ځای د سفر موقت سند د ترکیې د اقامې د اخیستلو لپاره د دې ماشومانو لپاره ومنل شوو. همداراز، په ترکیه کې له زلزلې څخه اغېزمنو هېوادوالو ته د مرستو رسونې بهیر هغه فعالیت وو چې د سفارت د همکارانو د نه ستړې کېدونکو هلوځلو په پایله کې په بریایتوب سره ترسر شو. د ګرځنده (سیارې) قونسلۍ خدمتونه په لومړي ځل په شمالي قبرس او د ترکیې په ۱۲ ولایتونو کې ترسره شول چې لا هم ادامه لري. البته داسې نور ډېر موضوعات شته چې یادول یې د دې لنډ متن د منځپانګې له توان څخه بهر دي.

ب: د افغانستان د ننه د هېوادوالو په اړه د مسئولیت ترسره کول چې وروسته له تحولاتو څخه په ځینو سیمو کې یې بېړنیو بشري مرستو ته اړیتا درلوده. د سفارت او ترکیې اړونده ادارو ګډې هلې ځلې د دې لامل شوې چې ترکیه خپلې بشري مرستې د (ښېګڼې رېل) تر نامه لاندې افغانستان ته ولېږي. د ترکیې د مرستندویه بنسټونو تشویق، چې اوسمهال یې تعداد ۷۰ دولتي او غیردولتي بنسټونو ته رسېږي، د دې کوښښونو یوه بله بېلګه ده.

ج: په انقره کې د افغانستان د سفارت د فعالیتونو بله مهمه برخه دا ده چې دې سفارت په خپلواکه توګه او پرته له تخریبي تمایلاتو دغه سفارت د ټولو افغانانو په ګډ کور بدل کړ، او په ځانګړې توګه ځوان نسل ته، د یو بل د ښه پوهیدو او په خپل ګران هېواد افغانستان کې د یوبل د زغملو او منلو لپاره د افغانانو تر منځ د رغنده خبرواترو او پروګرامونو زمینه برابره کړي. په دې اړه وروستی فعالیت، کلتوري نندارتون وو چې د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کلیزې په ویاړ د دې سفارت لخوا ترسره شو.

د: د سفارت او اقامتګاه رغونه او ترمیم
د دې سفارت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ځینې رغنیز او ترمیمي پلانونه په ډېر کم لګښت او د ملي کاري ځواک په کارولو سره ترسره شول. د بېلګې په توګه د قونسلي خدمتونو صالون چې مخکې موجود نه وو او هېوادوال به په ګرمۍ او یخنۍ کې له خپلو ماشومانو سره د قونسلي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره د ستونزو سره مخامخ او منتظر وو. همداراز ځینې داسې بیارغونې چې که ترسره شوې نه وای ښایي د سفارت اصلي تعمیر ته زیان رسېدلی وای چې د دې رغونو او ترمیم د بېلګو عکسونو به د دې اعلامیې په پای کې خپاره شي. د دې رغونې او ترمیم ټولو اسنادو ته په شفافه توګه لاسرسی په ځانګړې توګه اړونده ارګانونو او ملي او نړیوالو رسنیو ته، موجود دی.
په دې څلورو اړخونو کې او همداراز په هېواد کې د سولې او پرمختګ د ټینګښت؛ او د افغانستان خلکو ته د مرستو په موخه، د افغانستان سفارت د خپلو واکونو او کاري استقامتونو پر بنسټ په ترکیه او د هېواد د ننه کې د اړونده ارګانونو سره په اړیکه کې دی چې دا بهیر به همداسې ادامه ولري.

دریم: دا سفارت خپل ټول فعالیتونه په پوره مسئولیت او د معتبر کاري او اداري سیستم له لارې مخ ته وړي، چې دا بهیر به همداسې ادامه ولري. هېڅ څانګه په یوازې توګه نه مدیریت کېږي. د دې سفارت ټول خدمتونه په بانکي توګه ترسره کېږي. په محدودو برخو کې چې د قونسلي خدمتونو غوښتونکي د بانک د کارولو لپاره اړین اسناد نه لري، د هغوی څخه د خدمت بدل د یوه ځانګړي میکانیزم له لارې په نغدي توګه ترلاسه کېږي او وروسته بانک ته انتقالېږي. د افغانستان سفارت لکه څنګه چې زلزله ځپلو ته د بشري مرستو رسونې په بهیر کې اعلان کړی وو، یو ځل بیا د نړیوال شفافیت د بنسټ په ګډون ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو، او همداراز ملي او نړیوالو رسنیو ته بلنه ورکوي تر څو په انقره کې د افغانستان سفارت ته مراجعه وکړي او د دې سفارت د فعالیتونو او په ځانګړې توګه د مالي او قونسلي څانګو د کارکونې له څرنګوالي څخه نظارت ترسره کړي. په انقره کې د افغانستان سفارت په دې اړه ستاسې د اغېزمن او فعال نظارت لپاره هراړخیزه همکاري کوي. البته د افغانستان سفارت دا مهم کار د وروستیو ناسمو تبلیغاتو له کبله نه؛ بلکې د خپل دیني، وجداني او وظیفوي مسؤلیت له امله ترسره کوي.

د خبرتیا پای.

14/09/2024

اعلامیه سفارت افغانستان در آنقره در ارتباط به اظهارات نادرست و غیرواقعی آقای احمد جاوید زیارتجایی

روز گذشته و در ادامه اظهارات کذب و دور از حقیقت از جانب آقای احمد جاوید زیارتجایی، سفارت افغانستان به اطلاع عموم هموطنان گرامی می‌ رساند که در ادامه کمپاین‌های تبلیغاتی منفی علیه سفارت افغانستان در گذشته توسط افراد و حلقات سوء، بار دیگر این پروپاگندا شدت یافته است تا تلاش‌های سفارت افغانستان را برای خدمت‌رسانی مؤثر به هموطنان مقیم ترکیه و مردم ما در داخل افغانستان مختل کنند. این سفارت ضمن ارائه توضیحات لازم در مورد اظهارات غیرواقعی آقای زیارتجایی، به هموطنان عزیز ما در ترکیه و داخل افغانستان اطمینان می‌دهد که سفارت افغانستان با کمال خلوص نیت، روند خدمت‌رسانی به مردم مستحق و مظلوم افغانستان را با تمام توان ادامه داده و چنانچه تا کنون سفارت را به‌عنوان خانه مشترک همه هموطنان کشور قرار داده، پس از این نیز این مسئولیت بزرگ را ادامه خواهد داد.

اول: در مورد اتشه تنقیض‌شده آقای زیارتجایی

بست (پوست) آقای زیارتجایی در ماه جون سال 2021 به همراه تعدادی دیگر از اتشه‌ها به منظور کاهش سقف مصارفات در حکومت جمهوریت تنقیض گردید. ولی بعد از تحولات 15 اگست 2021، برخی از اتشه‌های تنقیض‌شده و دیپلمات‌های سابق توانستند پست‌هایشان را در هماهنگی با ادارات مربوطه خود دوباره ابقا و به کارشان ادامه بدهند. اما تلاش‌های آقای زیارتجایی حتی با وجود سفر به افغانستان و تماس‌های لازم با برخی ادارات مربوطه در داخل برای ابقای بست و شروع کارخودشان نتیجه نداد. پس از بازگشت به ترکیه و به منظور کمک به آقای زیارتجایی، سفارت افغانستان در آنقره یکی از آپارتمان‌های خود را برای سکونت ایشان در اختیار وی قرار داد که به مدت بیش از 2 سال آقای زیارتجایی در این آپارتمان تا سفرشان به خارج از ترکیه به صورت رایگان زندگی کردند. البته آقای زیارتجایی به صورت مکرر اصرار داشت تا معاش خود را دریافت کند که این در حیطه صلاحیت کاری سفارت نبود. با این حال، سفارت افغانستان در زمینه کارت اقامت ایشان همکاری کرده و برخی از همکاران سفارت به صورت شخصی به آقای زیارتجایی کمک‌های لازم را ارائه دادند. اما با وجود این، آقای زیارتجایی بر دریافت معاش خود به عنوان اتشه فرهنگی تأکید داشت. لازم به ذکر است که سفارت افغانستان بر اساس تقاضای مستمر شخص آقای زیارتجایی، ایشان را به برخی نهادهای بین‌المللی معرفی کرد تا در زمینه اقامت در کشور سوم به وی کمک شود. اما آقای زیارتجایی با وجود درخواست‌های مکرر، قبل از رفتنشان اجناس دولتی دفتر اتشه فرهنگی را تحویل نداده و حتی کلید منزل را با خود بردند که بعداً در حضور یک هیئت 3 نفری، ساحات مربوط به سفارت که در استفاده ایشان بود بازگشایی شد. اظهارات ایشان متأسفانه کینه‌توزانه و در ادامه پروپاگاندای دوسال و نیم قبل است که فرار سفیر افغانستان در آنقره را در رسانه‌های جمعی منتشر کرده بودند. همچنین ماه گذشته، آقای زیارتجایی ادعای کذب دیگری مبنی بر اینکه گویا پلیس ترکیه برخی از دیپلمات‌های سفارت را مورد ضرب و شتم قرار داده است، پخش و نشر کرده بودند.

دوم: چگونگی کار و فعالیت سفارت افغانستان در آنقره
سفارت افغانستان در آنقره پس از تحولات اگست 2021 و با عدم وضاحت در وضعیت سیاسی کشور، و مشورت با همکاران داخل سفارت و هموطنان وطندوست و خیر مقیم ترکیه، چند استقامت کاری را برای ادامه فعالیت‌های خود با محوریت خدمت به مردم افغانستان تعیین و پیگیری کرد.

1. ادامه و تقویت روند خدمت‌رسانی به هموطنان مقیم ترکیه. در روزهای نخست پس از تحولات، یکی از مشکلات جدی، نبود پاسپورت برای نوزادانی بود که والدینشان اقامت قانونی در ترکیه داشتند. با همکاری و توجه خاص کشور میزبان این مشکل حل شد و اسناد سفر موقت به‌عنوان سند جایگزین پاسپورت برای اخذ کارت اقامت برای نوزادان تأیید شد. همچنین، رساندن کمک به زلزله‌زدگان مهاجر در ترکیه یکی دیگر از فعالیت‌هایی بود که با تلاش خستگی‌ناپذیر و مدیریت مؤثر همکاران سفارت با موفقیت انجام شد. خدمات قونسلی سیار برای نخستین بار در جمهوری قبرس شمالی و 12 ولایت مختلف ترکیه ارائه شد که تا هنوز ادامه دارد. البته بسیاری از موارد دیگر وجود دارد که این متن کوتاه ظرفیت ذکر آن‌ها را ندارد.

2. انجام مسئولیت در برابر مردم داخل افغانستان که پس از تحولات در برخی مناطق نیاز به کمک‌های فوری بشردوستانه داشتند. تلاش‌های مشترک سبب شد تا ترکیه کمک‌های بشردوستانه خود را تحت عنوان "ریل نیکی" به افغانستان ارسال کند. تشویق نهادهای کمک‌رسان ترکیه که در حال حاضر تعدادشان به 70 نهاد دولتی و غیردولتی می‌رسد، بخش دیگری از این تلاش‌ها بود.

3. البته بخش مهم دیگر فعالیت‌های سفارت افغانستان در آنقره این بوده است که به صورت مستقل و بدون گرایشات ناسالم و مخرب، این سفارت را به خانه مشترک همه افغان‌های کشور تبدیل کرده و زمینه گفتگوهای سازنده را میان مردم افغانستان، به‌ویژه نسل جوان، برای درک بهتر یکدیگر و تقویت هم‌پذیری در کشور عزیز ما افغانستان فراهم نماید. آخرین برنامه در این راستا، نمایشگاه هنری بود که به مناسبت صد و پنجمین سالگرد استرداد استقلال کشور توسط این سفارت برگزار شد.

4. بازسازی و نوسازی سفارت و اقامتگاه که در تاریخ این سفارت برای اولین بار بعضی برنامه های بازسازی و نوسازی به قیمت خیلی کم و با استفاده از نیروی کاری ملی صورت گرفته است. مثل صالون پذیرش قونسلی که قبلا وجود نداشت و مراجعین قونسلی زیر گرما و سرما با اطفال شان منتظر می ماندند. همچنان بازسازی های لازمی که اگر صورت نمی گرفت، احتمال تخریب اصل بنای سفارت خیلی زیاد می بود که تصاویر بعضی از این بازسازی و نوسازی ها را در ذیل این اعلامیه مشاهده می توانید. تمامی اسناد این بازسازی و نوسازی ها به صورت شفاف قابل دسترس است مخصوصا به نهادهای مربوطه و رسانه های ملی و بین المللی.
در این چهار عرصه، سفارت افغانستان با تمامی نهادهای مربوطه در ترکیه و داخل افغانستان بر اساس صلاحیت و استقامت‌های کاری خود و به منظور تقویت صلح ، پیشرفت و کمک به مردم افغانستان در ارتباط بوده و خواهد بود.

سوم: موضوع شفافیت و حسابدهی در فعالیت‌های این سفارت

این سفارت تمامی فعالیت‌های خود را با مسئولیت کامل و با ایجاد سیستم‌های معتبر کاری و مالی به پیش برده و می‌برد و هیچ بخشی به‌صورت انفرادی مدیریت نمی‌شود. تمامی خدمات این سفارت به‌صورت بانکی انجام می‌شود. در مواردی محدود که متقاضیان خدمات قونسلی، اسناد لازم برای استفاده از بانک را ندارند، وجوه نقد با یک مکانیزم مشخص جمع‌آوری شده و سپس به بانک انتقال می‌یابد. سفارت افغانستان همان‌طور که در جریان ارائه کمک‌های بشردوستانه به زلزله‌زدگان اعلام کرده بود، یک‌بار دیگر از تمامی نهادهای ملی و بین‌المللی، به شمول نهاد شفافیت بین‌المللی و رسانه‌های ملی و بین‌المللی دعوت می‌کند تا به سفارت افغانستان در آنقره مراجعه کرده و از چگونگی پیشبرد فعالیت‌های این سفارت در تمامی زمینه‌ها، به‌ویژه بخش‌های مالی و قونسلی، نظارت به عمل آورند. سفارت افغانستان در این زمینه برای حضور و نظارت فعال و مؤثر شما همکاری همه‌جانبه می‌نماید. البته این امر مهم را سفارت افغانستان در آنقره نه به دلیل تبلیغات نادرست اخیر، بلکه بر اساس مسئولیت دینی، وجدانی و وظیفه‌ای انجام می‌دهد.

پایان اعلامیه.

Address

CİNNAH CADDESİ NO: 88
Çankaya
06550

Opening Hours

Monday 09:00 - 16:00
Tuesday 09:00 - 16:00
Wednesday 09:00 - 15:00
Thursday 09:00 - 16:00
Friday 09:00 - 16:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan - Ankara posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan - Ankara:

Share