09/09/2026
بیانیه سفارت جمهوری اسلامی افغانستان در استکهلم
در محکومیت تبعیض و نقض حقوق انسانی هزارهها و شیعیان افغانستان
سفارت جمهوری اسلامی افغانستان در استکهلم، تداوم تبعیض، سرکوب و رفتارهای خصمانه اداره طالبان علیه هزارهها و شیعیان افغانستان را بهشدت محکوم میکند. محدودسازی آزادیهای مذهبی، منع برگزاری مراسم و مناسک شیعی، یورش مسلحانه و مسدود نمودن مجموعه فرهنگی ـ مذهبی خاتمالنبیین در کابل، فشار و برخوردهای غیرقانونی و توهینآمیز در مناطق هزارهنشین، و گزارشهای مربوط به غصب و تصرف خانهها، زمینها و املاک آنان، از جمله سیاستها و اقدامات اداره طالبان است. این سیاستها و اقدامات، نقض آشکار کرامت انسانی، آزادی دین و عقیده، برابری شهروندان و حق مالکیت به شمار میرود.
آنچه امروز علیه هزارهها و شیعیان صورت میگیرد، تنها مسئله یک قوم یا مذهب نیست، بلکه مسئله افغانستان و حقوق همه مردم آن است. سیاستهای تبعیضآمیز و حذفگرایانه اداره طالبان علیه یک بخش از جامعه، تعرض به اصل برابری شهروندان و حق مردم افغانستان برای تعیین سرنوشت خویش است. به حاشیه راندن بخشی از مردم، زمینه را برای انحصار و تسلط غاصبانه قدرت و محروم ساختن همه شهروندان از حق مشارکت در اداره کشور و تصمیمگیری درباره زندگی و آیندهشان فراهم میسازد.
افغانستان ملک انحصاری هیچ قوم، مذهب یا گروه سیاسی نیست. این کشور خانه مشترک همه مردم آن است. هیچ قدرتی حق ندارد با توسل به زور، تبعیض و حذف، شهروندان را از حقوق اساسی، مالکیت، هویت و سهم شان در آینده کشور محروم سازد. کرامت و برابری انسانها، آزادی دین و عقیده، حق مالکیت و منع تبعیض از اصول بنیادین حقوق بشر است و باید بدون تمایز قومی و مذهبی در مورد همه مردم افغانستان رعایت شود.
از همین رو، دفاع از هزارهها و شیعیان امروز یک مسئولیت ملی و وجیبه همه مردم افغانستان است. ایستادگی در برابر تبعیض و رفتارهای خصمانه علیه آنان، دفاع از یک گروه در برابر گروه دیگر نیست؛ بلکه دفاع از حقوق بشر، حاکمیت قانون، برابری شهروندی و حق همه مردم افغانستان برای زندگی آزادانه و تعیین سرنوشت خویش است.
سفارت جمهوری اسلامی افغانستان در استکهلم از سازمان ملل متحد، شورای حقوق بشر سازمان ملل، گزارشگر ویژه وضعیت حقوق بشر در افغانستان، اتحادیه اروپا، دولت محترم سویدن و جامعه جهانی میخواهد موارد نقض حقوق مردم افغانستان بویژه هزارهها و شیعیان را که تحت ستم و رفتار خصمانه مضاعف قرار دارند، را بهگونه مستقل بررسی و مستندسازی کنند و برای حفاظت از آزادیهای مذهبی، حق مالکیت و امنیت شهروندان و جلوگیری از تبعیض، غصب املاک، جابهجایی اجباری و خشونتهای قومی و مذهبی، اقدامات مؤثر انجام دهند.
با احترام
——————————————-
بیانیه
په ستاکهولم کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت، په افغانستان کې د هزاره او شیعه هېوادوالو پر وړاندې د طالبانو د ادارې دوامدار تبعیض، کرکه او دښمنانه چلند په کلکه غندي.
د مذهبي آزادیو محدودول، د شیعه مذهبي مراسمو او مناسکو مخنیوی، په کابل کې د خاتمالنبیین پر فرهنګي ـ مذهبي مرکز وسلهوال برید او د هغه تړل، په هزاره مېشتو سیمو کې فشارونه او غیرقانوني او ځوروونکي چلندونه، او همدارنګه د هزاره او شیعه هېوادوالو د کورونو، ځمکو او ملکیتونو د غصب او تصرف په اړه راپورونه، د طالبانو د ادارې له هغو سیاستونو او اقداماتو څخه دي چې د جدي اندېښنې وړ دي. دغه سیاستونه او اقدامات د انساني کرامت، د دین او عقیدې د آزادۍ، د اتباعو د برابرۍ او د ملکیت د حق ښکاره نقض ګڼل کېږي.
هغه څه چې نن د هزاره او شیعه هېوادوالو پر وړاندې ترسره کېږي، یوازې د یوه قوم یا مذهب مسئله نه ده؛ بلکې د افغانستان او د دغه هېواد د ټولو خلکو د حقونو مسئله ده. د ټولنې د یوې برخې پر وړاندې د طالبانو د ادارې تبعیضي او حذفکوونکي سیاستونه د اتباعو د برابرۍ له اصل او د افغانستان د خلکو له دې حق سره په ټکر کې دي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي. د خلکو د یوې برخې څنډې ته کول، د واک د انحصار او غاصبانه تسلط لپاره زمینه برابروي او ټول اتباع د هېواد په اداره او د خپل ژوند او راتلونکي په اړه په پرېکړو کې د ګډون له حق څخه محروموي.
افغانستان د هېڅ قوم، مذهب یا سیاسي ډلې انحصاري ملکیت نه دی؛ دا هېواد د خپلو ټولو خلکو ګډ کور دی. هېڅ ځواک حق نه لري چې د زور، تبعیض او حذف له لارې اتباع له خپلو اساسي حقونو، ملکیت، هویت او د هېواد په راتلونکي کې له خپلې ونډې محروم کړي.
د انسانانو کرامت او برابري، د دین او عقیدې آزادي، د ملکیت حق او د تبعیض منع کول د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو څخه دي او باید د افغانستان د ټولو خلکو په حق کې، له قومي او مذهبي توپیر پرته، رعایت شي.
له همدې امله، نن د هزاره او شیعه هېوادوالو د حقونو دفاع د افغانستان د ټولو خلکو ملي مسئولیت او وجیبه ده. د دغو هېوادوالو پر وړاندې د تبعیض او دښمنانه چلندونو په مقابل کې درېدل، د یوې ډلې دفاع د بلې ډلې پر وړاندې نه ده؛ بلکې د بشري حقونو، د قانون د حاکمیت، د اتباعو د برابرۍ او د افغانستان د ټولو خلکو د آزاد ژوند او د خپل برخلیک د ټاکلو د حق دفاع ده.
سفارت له ملګرو ملتونو، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت له ځانګړي راپور ورکوونکي، اروپایي اتحادیې، د سویډن له محترم حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د هزاره او شیعه هېوادوالو د حقونو د نقض موارد، په ځانګړي ډول هغه موارد چې د طالبانو ادارې او ورسره تړلو بنسټونو ته منسوب دي، په خپلواکه او بېطرفه توګه وڅېړي او مستند یې کړي، او د مذهبي آزادیو، د ملکیت د حق او د اتباعو د امنیت د خوندیتوب، او همدارنګه د تبعیض، د ملکیتونو د غصب، اجباري بېځایه کېدو او قومي او مذهبي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات ترسره کړي.
___________________________
STATEMENT
Condemning Discrimination and Violations of the Human Rights of Hazaras and Shias in Afghanistan
The Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan in Stockholm strongly condemns the continued discrimination, repression, and hostile conduct by the Taliban administration against Hazaras and Shias in Afghanistan. Restrictions on religious freedoms, the prohibition of Shia ceremonies and religious observances, the armed raid on and closure of the Khatam al-Nabieen cultural and religious complex in Kabul, pressure and unlawful and degrading treatment in Hazara-populated areas, and reports concerning the seizure and occupation of their homes, lands, and properties are among the policies and actions of the Taliban administration. These policies and actions constitute clear violations of human dignity, freedom of religion and belief, equality of citizens, and the right to property.
What is taking place today against Hazaras and Shias is not merely an issue concerning one ethnic or religious community; rather, it is an issue concerning Afghanistan and the rights of all its people. The discriminatory and exclusionary policies of the Taliban against one segment of society constitute an assault on the principle of equality among citizens and on the right of the people of Afghanistan to determine their own destiny.
Marginalizing part of the population creates the conditions for the monopolization and unlawful domination of power and deprives all citizens of their right to participate in the administration of the country and in decisions concerning their lives and future.
Afghanistan is not the exclusive property of any ethnic group, religious community, or political group; it is the common home of all its people. No authority has the right, through force, discrimination, or exclusion, to deprive citizens of their fundamental rights, property, identity, and their share in the country's future. Human dignity and equality, freedom of religion and belief, the right to property, and the prohibition of discrimination are fundamental principles of human rights and must be respected for all the people of Afghanistan without ethnic or religious distinction.
For this reason, defending Hazaras and Shias today is a national responsibility and a duty of all the people of Afghanistan. Standing against discrimination and hostile conduct directed at them is not the defense of one group against another; rather, it is a defense of human rights, the rule of law, equality of citizenship, and the right of all the people of Afghanistan to live freely and determine their own destiny.
The Embassy calls on the United Nations, the United Nations Human Rights Council, the Special Rapporteur on the situation of human rights in Afghanistan, the European Union, the respected Government of Sweden, and the international community to independently investigate and document violations of the rights of Hazaras and Shias, particularly cases attributed to the Taliban administration and institutions affiliated with it, and to take effective measures to protect religious freedoms, property rights, and the security of citizens, and to prevent discrimination, seizure of property, forced displacement, and ethnic and religious violence.
—————————————————