Faculty of Chemical Engineering,Kabul polytechnic university

  • Home
  • Russia
  • Moscow
  • Faculty of Chemical Engineering,Kabul polytechnic university

Faculty of Chemical Engineering,Kabul polytechnic university Факультет химической инженерии Кабульского политехнического университета, Основан в 1963 году.

کاتالوگ پوهنځی انجنیری صنایع کیمیاوی به‌گونهٔ فشرده در تصاویر قابل مشاهده است.
27/01/2026

کاتالوگ پوهنځی انجنیری صنایع کیمیاوی به‌گونهٔ فشرده در تصاویر قابل مشاهده است.

پلان ستراتیژیک پوهنځی انجنیری صنایع کیمیاوی اهمیت پلان ستراتیژیک پوهنځی انجنیری صنایع کیمیاوی در جهت‌گیری واضح برای توسع...
19/11/2025

پلان ستراتیژیک پوهنځی انجنیری صنایع کیمیاوی

اهمیت پلان ستراتیژیک پوهنځی انجنیری صنایع کیمیاوی در جهت‌گیری واضح برای توسعه علمی، بهبود کیفیت تدریس، تقویت تحقیقاتی، تجهیز لابراتوارها و تربیه کادرهای متخصص فراهم می‌کند و آینده‌نگری پوهنځی را تضمین می‌سازد.

معرفی دیپارتمنت انجنیری مواد غذایی
07/11/2025

معرفی دیپارتمنت انجنیری مواد غذایی

معرفی دیپارتمنت انجنیری صنایع مواد غیرعضوی
07/11/2025

معرفی دیپارتمنت انجنیری صنایع مواد غیرعضوی

معرفی دیپارتمنت انجنیری صنایع کیمیاوی نفت و ګاز
07/11/2025

معرفی دیپارتمنت انجنیری صنایع کیمیاوی نفت و ګاز

نن ورځ په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د کیمیاوي صنایعو انجینرۍ پوهنځي د مشرتابه له لوري د نفت او غازو د کېمیاوی صنایعو ان...
13/08/2025

نن ورځ په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د کیمیاوي صنایعو انجینرۍ پوهنځي د مشرتابه له لوري د نفت او غازو د کېمیاوی صنایعو انجنیرۍ،د غیرعضوي موادو د صنایعو انجنیرۍ او د غذایي موادو د انجنیرۍ څانګو د جدیدالشمول محصلینو لپاره د معرفي کیدو غونډه جوړه شوه.
1404-05-22
لومړی غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د اجنډا مطابق پیل شوه.
په لومړي قدم کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون دکیمیاوي صنایعو د انجنیرۍ پوهنځۍ رﺉیس پوهنوال دوکتور محمد اکبر حسني محصلینو ته ښه راغلاست وویلو او ټولو محصلینو ته یې د پوهنځۍ د تشکیل او دیپارتمنتونه د پیژندګلوی تر څنک د کیمیاوي صنایعو د انجنیرۍ پوهنځۍ ارزښت بیان کړلو.
ورپسې د نفت او غازو د کېمیاوی صنایعو انجنیرۍ څانګې محترم آمر پوهنیار دیپلوم انجنیر محمد یما سعادت د نوموړې پوهنځۍ د ټولو موجودو امکانات او سهولتونه شتون په اړه محصلینو ته د یو پرزینټیشن په ارایه کولو سره ور وپیژندل،او محترم استاد سعادت محصلینو ته د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیه،ورزشي میدانونونه، د محصلینو لپاره صحي مرکز،معیاري انټرنیټ کلب، د پوهنتون په ماحول کې انټرنیټي خدمتونه، د IT مرکز،عمومي او د پوهنځۍ کتابتون او د ضرورت وړ شیانو د اخیستلو لپاره د پوهنتون کیپټریا سهلتونه په بشپړ ډول توضیح کړل؛ ددې ټول امکاناتو په شتون او موجودیت محصلین زیات خوښ شول.
ورپسې د غیرعضوي مواد د صنایعو انجنیرۍ مشر استاد پوهنوال لطف الله احمدي محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د محصلینو تربیې،اخلاقو، پابندۍ او مسوولیت پذیرۍ باندې بحث وکړلو او محصلین یې خپل راتلوونکي ته متوجې کړل او د دوی زیار او زحمت چې پولی تخنیک ته د دوی د راتګ سبب شوی وستایلو.
د غذایي موادو د انجنیرۍ څانګې محترم آمر پوهنیار شمس الحق حیدري د غذایي موادو د ارزښت بیان کولو وروسته محصلین د ارتقای کیفیت پروسې ته وهڅول او له محصلینو یې و غوښتل چې خپلو لویو اهدافو ته متوجې و اوسي.غونډه د استاد سعادت په دعاء باندې پای ته ورسیده.

په  کابل پولي تخنیک پوهنتون د کیمیاوي صنایعو انجینرۍ پوهنځي د نفت او غازو د کېمیاوی صنایعو انجنیرۍ څانګې د ماسټرۍ برنامې...
06/08/2025

په کابل پولي تخنیک پوهنتون د کیمیاوي صنایعو انجینرۍ پوهنځي د نفت او غازو د کېمیاوی صنایعو انجنیرۍ څانګې د ماسټرۍ برنامې د دوهم دور فارغینو د تیزیسونو دفاع غونډه جوړه شوه.
1404-05-14
لومړی غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، استادانو، زده ګړیالانو او میلمنو ګډون کړی وو.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کیمیاوي انجنیرۍ پوهنځۍ د نفتو او غازو د کیمیاوی صنایعو انجنیرۍ د څانګې د ماسټرۍ پروګرام د کمیټې رئیس ښاغلي پوهاند دوکتور اسرارالدین ګلزاد ، د کیمیاوي صنایعو د انجنیرۍ څانګې رﺉیس پوهنوال دوکتور محمد اکبر حسني او د نفتو غازو د کیمیاوي صنایعو د انجنیرۍ څانګې دروند آمر ښاغلی پوهنیار دیپلوم انجنیر محمد یما سعادت ټولو ته یې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د یادي دورې ټولو فارغینو ته د مبارکۍ تر څنګ د بریالیتوب هیله وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغه پوهنځی د ماسټرۍ برنامې د دفاع غونډه به دوه ورځې دوام لري او په ترڅ کې به يې فارغین له خپلو تیزیسونو او پروژو څخه دفاع کوي، چې د ارزونې کمېټې له تاييد وروسته به د سندونو په ورکولو سره به د ټولنې خدمت ته وړاندې کیږي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نن د جمعي په مبارکه ورځ د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کیمیاوي صنایعو د انجنیرۍ پوهنځی د کیمیاوي صنایعو د نفت او غازو انجنی...
25/07/2025

نن د جمعي په مبارکه ورځ د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کیمیاوي صنایعو د انجنیرۍ پوهنځی د کیمیاوي صنایعو د نفت او غازو انجنیرۍ څانګې محصلین د عملي کار په موخه کاري ساحې ته ولیږل شول.
1447/محرم/30
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کیمیاوي صنایعو د انجنیرۍ پوهنځی د کیمیاوي صنایعو د نفت او غازو انجنیرۍ څانګې ١۲ تنه محصلین د عملي کار لپاره د استاد عزت الله حمیدي،استاد دوکتور شفاعت احمد صلاح الدین او انجنیر فردین حبيبي تر لارښوونې او همکارۍ لاندې د توليدي پرکتیک د اجراء په موخه د حیرتانو بندر تاسیساتو او فابریکاتو(توفایل ریفاینری ، کام انترنیشنل ، حیرتان ترمینل سرویس او د نفت او غازو حیرتان امارتي شرکت ) همدارنگه د شبرغان او سرپل ولایاتو له تصفیه خانو او کانونو (جرقدوق ، یتیم تاق ، خواجه گوگردک ، انگوت او قشقري) له تولیدي فابریکو او تاسیساتو څخه به لیدنه وکړي.

د کیمیاوی صنایعو د انجینرۍ پوهنځي د کیمیاوي صنایعو د نفت او غازو انجنیرۍ څانګې د محصلینو توليدي پرکتیک په پورته ذکر شوو ولایاتو کی تر سره کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مسلکي انجنیرانو د روزنې په موخه زده کړیالان کاري ساحو ته لیږي تر څو په لوړ استعداد انجنیران ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي.

******----------------------******

امروز، در روز مبارک جمعه، محصلین دیپارتمنت انجنیری صنایع کیمیاوي نفت و گاز فاکولته انجنیری صنایع کیمیاوي پوهنتون پولی‌تخنیک کابل، به منظور کار عملی به ساحه کاری اعزام گردیدند.
1447/محرم/30
12 تن از محصلین دیپارتمنت انجنیری صنایع کیمیاوی نفت و گاز تحت رهنمایی و همکاری استاد عزت‌الله حمیدی، استاد دوکتور شفاعت احمد صلاح‌الدین و انجنیر فردین حبیبی، به منظور اجرای پرکتیک تولیدی از تاسیسات و فابریکه‌های بندر حیرتان (رفاینری توفایل، شرکت کام انترنیشنل، حیرتان ترمینل سرویس و شرکت امارتی نفت و گاز حیرتان) و همچنان از تصفیه‌خانه‌ها و معادن ولایات شبرغان و سرپل (جرقدوق، یتیم تاق، خواجه گوگردک، انگوت و قشقری) دیدن خواهند نمود.

پرکتیک تولیدی محصلین دیپارتمنت انجنیری صنایع کیمیاوي نفت و گاز در ولایات فوق‌الذکر عملی می‌گردد.

قابل یادآوری است که پوهنتون پولی‌تخنیک کابل به هدف تربیه انجنیران مسلکی، محصلین خود را به ساحات کاری اعزام می‌نماید تا انجنیران مستعد و ورزیده را به جامعه تقدیم نماید.

آب عزت و سرمایه ملی کشور ماست!کنفرانس بین المللی آب در حضور مقام های بلند رتبه دولتی، محققین ، متخصصین و استادان خارجی و...
27/02/2025

آب عزت و سرمایه ملی کشور ماست!
کنفرانس بین المللی آب در حضور مقام های بلند رتبه دولتی، محققین ، متخصصین و استادان خارجی و داخلی به پایان رسید.
قابل یاد آوری است که طرح‌ ها، تحقیقات و نتایج کنفرانس بین ‌المللی آب که توسط استادان، محققان و متخصصان داخلی و خارجی ارائه گردیده، جهت مدیریت منابع آبی و جلوگیری از ضایع شدن آب به ادارات سکتوری شریک خواهد شد.
در این کنفرانس بین المللی مقالات اعضای کادر علمی پوهنځی انجنیری صنایع کیمیاوی نیز تحت عنوان های مختلف در مورد آب ارایه و یا به چاپ رسیدند.
١- پوهاند دوکتور اسرارالدین ګلزاد - یک مقاله
٢- پوهنوال دوکتور محمداکبر حسنی - یک مقاله
٣- پوهنیار ایمل فهیم - یک مقاله
٤- پوهنیار محمدیما سعادت - ٣ مقاله
محفل با توزیع تصدیق‌ نامه‌ ها، تقدیرنامه‌ ها و تحایف به اشتراک ‌کننده گان خاتمه یافت.
****************************************************
اوبه عزت او د هیواد ملی پانګه ده!
د اوبو نړیوال کنفرانس د لوړ رتبه دولتی مقاماتو، بهرنیو او کورنیو څیړونکو او استادانو په ګډون پای ته ورسید.
د یادولو وړ ده چی د اوبو په نړیوال کنفرانس کی هغه طرحی، څیړنی او د کنفرانس پایلی چی د بهرنیو او کورنیو استادانو، څیړونکو او متخصصینو له خوا وړاندی او سرته ورسیدی، د اوبو د سرچینو د مدیریت او اوبو د ضایع کیدو د مخنیوی په منظور به له سکتوری اداراتو سره شریک شی.
په دی نړیوال کنفرانس کي د کیمیاوی صنایعو انجنیری علمی کادر غړو هم د بیلابیلو عنوانونو لاندی د اوبو اړوند خپل مقالات ارایه یا په چاپ ورسیدل.
١- پوهاند دوکتور اسرارالدین ګلزاد - یوه مقاله
٢- پوهنوال دوکتور محمداکبر حسنی - یوه مقاله
٣- پوهنیار ایمل فهیم - یوه مقاله
٤- پوهنیار محمدیما سعادت - ٣ مقاله
محفل د تصدیقونو، ستاینلیکونو او ډالیو په ورکولو سره پای ته ورسید.

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د کېمیاوی صنایعو انجنیری پوهنځی علمی کادر غړی محترم پوهاند دوکتور اسرارالدین ګلزاد د لوړو زده ...
30/01/2025

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د کېمیاوی صنایعو انجنیری پوهنځی علمی کادر غړی محترم پوهاند دوکتور اسرارالدین ګلزاد د لوړو زده کړو وزارت لخوا په ددې وزارت د استادانو د تقرر او علمی ترفیعاتو په کمیسیون کې د کړو خدمتونو په ویاړ په مننلیک ونازول شو.
ښاغلې پوهاند صاحب کلونه د وطن د بچیانو په روزلو او په بیلابیلو اداراتو کې د علمی او تخنیکی مشاور په توګه د ټولنې او هیواد لپاره د خدمت ویاړ لری. د کیمیاوی صنایعو انجنیری پوهنځی اداره محترم پوهاند صاحب ته د ښې روغتیا تر څنګ په چارو کې د لا بریاوو هیله کوی.
****************
محترم پوهاند دوکتور اسرارالدین گلزاد عضو کادر علمی پوهنځی انجنیری صنایع کیمیاوی پوهنتون پولی تخنیک کابل به پاس خدمات شایانی در کمیسیون تقرر و ترفیعات علمی استادان وزارت تحصیلات عالی از سوی آن وزارت محترم مورد تحسین و سپاس قرار گرفت.
محترم پوهاند صاحب سالیان در خدمت پرورش نسل جوان مملکت بوده و در ادارات گوناگون به صفت مشاور علمی و تخنیکی همکاری می نماید. اداره پوهنځی انجنیری صنایع کیمیاوی برای پوهاند صاحب آرزوی صحتمندی و موفقیت بیشتر استدعا میدارد.

یازدهمین دور مسابقات والیبال میان پوهنځی های پوهنتون پولی تخنیک کابل په پایان رسیدند. اخرین مسابقه به نفع پوهنځی انجنیری...
02/10/2024

یازدهمین دور مسابقات والیبال میان پوهنځی های پوهنتون پولی تخنیک کابل په پایان رسیدند.
اخرین مسابقه به نفع پوهنځی انجنیری صنایع کیمیاوی به پایان رسید.
این مسابقات از طرف آمریت امور ورزشی پوهنتون پولی تخنیک کابل برنامه ریزی گردیده، مدت ده روز ادامه داشت و هدف از برگزاری آن انتخاب بازیکنان نخبه برای تیم منتخب والیبال پوهنتون پولی تخنیک کابل میباشد.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د والیبال ۱۱م پړاو سیالۍ پای ته ورسیدی.
د دې سیالیو پایلوبه د کېمیاوی صنایعو انحنیری پوهنځی په بریالیتوب پای ته ورسیده. دغه سيالۍ د کابل پولي تخنيک پوهنتون د ورزشي چارو آمریت له خوا پلان شوې وې چې لس ورځې یې دوام وکړ او د ترسره کولو موخه یې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د والیبال منتخبې لوبډلې ته د تکړه لوبغاړو ټاکل وو.

برنامه انجنیری صنایع کیمیاوی نفت و گاز پوهنتون پولی تخنیک کابل کنفرانس علمی جهت ارتقاء علمی محصلین خویش راه اندازی کرده ...
24/09/2024

برنامه انجنیری صنایع کیمیاوی نفت و گاز پوهنتون پولی تخنیک کابل کنفرانس علمی جهت ارتقاء علمی محصلین خویش راه اندازی کرده بود. محصلین کارهای تحقیقی خویش که در موضوعات مختلف در نظر گرفته بودند، ارایه کردند. کنفرانس در حضور هیئت ژوری، اساتید محترم، محصلان و اشتراک کننده گان آزاد به پایان رسید.
برگذاری چنین کنفرانس های علمی تقاضاء عصر کنونی است ، که از نظر علمی اهمیت زیادی را دار می باشد. اداره پوهنځی تطبیق این کنفرانس ها مسئولیت خود پنداشته و برای دانش علمی -تحقیقی محصلان مثمر میدانند.

د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کیمیاوي صنایعو انجنیري د نفت او ګازو دیپارتمنت د ماسټري برنامې له خوا د محصلانو د علمې سویې د لوړولو په موخه د علمې مقالو د ارایې په خاطر علمی کنفرانس مراسم په نظر کې ونیول شول. د زده کړیالانو لخوا په بیلابیلو موضوعاتو د ترسره شویو کارونو اړوند بحثونه ترسره شول، چې د ژوری هیئت، محترمو استادانو، محصلانو او ګډونوالو په شتون کې پای ته ورسید. ددې ډول کنفرانسونو جوړیدل د نننۍ عصر د لوړو زده کړو د بهیر غوښتنه او اړتیا ده. چې په علمی-تخنیکی لحاظ د زیات آهمیت وړ بلل کیږی. د پوهنځی اداره د دا ډول پروګرامونو پلی کول خپل مسئولیت ګڼی او د محصلینو د علمی - څیړنیزی پوهې په لوړولو کې یې ګټور بولی.

Address

Moscow

Telephone

+79772936332

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Faculty of Chemical Engineering,Kabul polytechnic university posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Faculty of Chemical Engineering,Kabul polytechnic university:

Share