PSO Degree college zhob

PSO Degree college zhob PSO Govt Degree Boys College Zhob Unit official account.

ژوب ظریف شهید تلین د پښتونخوا سټوډڼټس ارګنائزېشن باني رهنما ظریف شهید د 58م تلین په مناسبت د پښتونخوا اېس او  زونل مرستی...
29/05/2026

ژوب ظریف شهید تلین
د پښتونخوا سټوډڼټس ارګنائزېشن باني رهنما ظریف شهید د 58م تلین په مناسبت د پښتونخوا اېس او زونل مرستیال سیکرټري اېمل څاروان د ژوب ضلع سیکرټري امیرالبشر او د سازمان ملګرو د ظریف شهید پر قبر هاضري وکړه او پر قبر یې د ګوند انقلابي بیرغ هوار کړ
د پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزيشن زونل مرستیال سیکرټري اېمل څاروان د ظریف شهید پر ژوند او مبارزه وینا وکړه او د عقیدت ګلونه یې ورته وړاندې کړل .

په ټوله جنوبی پښتونخوا کښې پوهنتون نه وو .د جنوبی پښتونخوا په مرکز کوټه کښې فقطدوه درې کالجونو وو ،سکولونه او کالجونه د ...
28/05/2026

په ټوله جنوبی پښتونخوا کښې پوهنتون نه وو .د جنوبی پښتونخوا په مرکز کوټه کښې فقطدوه درې کالجونو وو ،سکولونه او کالجونه د پنجاب د لاهور او ملتان سکینډری ایجوکیشن سره تړلی وو. طالبعلمان د معمولی کار دپاره په سوو میل لرې لاهور او ملتان ته تله او قیمتی وخت یی ضائع کېده او بیا به لاهور او ملتان کښې به د معمولی کار پسې سرګردانه ګرزیدل.
په تعلیمی ادارو کښې د پنجابی او هندوستانی آبادکارانو غلبه وه .دوئ پښتانه او بلوڅ طالبعلمان مخته نه پریښودل .د پاکستان له جوړیدو بعد هم مورنۍ ژبې سرکاری او تدریسی ژبې نه و ګرزول سوې
تعلیمی اخراجات د خواری کښ اولس تر وس زیاتې وې
په تعلینی ادارو کښې آبادکارانو د خپلو استعماری ګټو د تحفظ لپاره مسلم سټوډنټس فیډریشن جوړ کړئی وو.
دا وخت په محکومه جنوبی پښتونخوا کښې د ورور پښتون د ضدې استعماری او مترقی جدوجهد له کبله قومی بیداری او سیاسی شعور زیات وو د پخوا په نسبت په تعلینی ادارو کښې د پښتنو تعداد زیات وو بلې خوا ته محکوم پښتانه د پنجابی استعماری نظام او د دوی د نمائندو فوجی آمریت له کبله هر قسم سیاسی ،معاشی او ثقافتی حقوقو ځه بې برخې وو.
د تاریخ په دې مرحله کښې په لومړی (۱دسمبر۱۹۶۷) کښې د پښتنو طالبعلمانو د کوټې په سائنس کالج کښې تاریخی غونډه وکړه او د پښتون سټوډنټس آرګنائزیشن(پی ایس او) بنیاد کیښیښود او د اول ځل دپاره یې په محکوم پښتونخوا کښې د طالبعمانو یو مترقی سازمان جوړ کړ د پی ایس او اول صدر اخونذاده عبدالرزاق او جنرل سیکټری یې محترم نورمحمد شادیزئی و ټاکل سو او په بنیادی غړو کښې ظریف شهید هم وو
په دې وخت کښې خان شهید عبدالصمد خان اڅکزئی د لسو کالو پر له پسې اوږده بند ځه را خلاص سو د کوټې پر هوائی ډګر پښتون اولس د تود او دروند هر کلئ په جلوس و جلسه کښې د (پی ایس او ) ملګرو په ډیره عالی ولوله برخه واخیستله.
د ظریف خان شهادت؛
پنجابی استعمارنمائنده فوجی آمرانو او سول بیروکریټانو د پښتنو طالب علمانود تنظیم او شعور د پرمختګ نور نسوائی زغملائی دوی دا یو بڅرکی بالا او غوښت یې چی یې مړسکور کی پنجابی استعمارګران تل خپله استعماری بنه د اسلام په جامه کښې پوشلې او پټه ساتی .هغه وخت دوی په تعلیمی ادارو کښې دځان د استعماری خصلت د پټولو او د ګټو د دفاع لپاره مسلم سټوډنټس فیډریشن جوړ کړۍ وو،
په مسلم سټوډنټس فیډریشن کښې پنجابیان ،هندوستانی مهاجر او د دوی د کرایی ایجنټان او تیروتلی طالب علمان شامل وو .ایم،ایس،ایف به د اسلام او د پاکستان تر شعار لاندې طالبعلمان جمع کول .او دملتو پر بنیاد سازمانونه د جوړولو مخنیوئی کاوه وا دا کار یی د پاکستان او اسلام خلاف باله او وئیل یی دا نفرت او تعصب زېژوی خو دوی له دې تاریخی حقیقت ځه سترګې پټولې چی استعمار او مستعمری ظالم او مظلوم تر مابین نفرت ، تعصب او مبارزه لازمی ده.
پنجابی استعماری ادارو اول وار پښتون سټوډنټس آرګنائزیشن د مسلم سټوډنټس فیډریشن تر فشار لاندې راووست دا وخت بلوڅانو طالبعلمانو هم سازمانی تشکیل پیدا کړۍ وو. ځکه پښتنو او بلوڅو په شریکه مسلم سټوډنټس فیډریشن ته خوله ماتوونکی ځواب ورکړ .بیا پر (۲۹مئ)(۱۹۶۸) په شپه د پنجابی استعمار آله کار پولیس په ګڼ شمیر د سائنس کالج هاسټل (اوسنئ ظریف شهید هاسټل) ګیر کړ او په نیمه شپه هغو په هغه وخت پر طالبعلمانو مرمئ(ګولئ) و وره و لې کوم چی ځینی طالبعلمان په خواږه خوب ویده او ځینی په مطالعه بوخت وو.ډیر طالبعلمان زخمیان او بندیان سوه په زخمیانو کښې د بی اې طالب علم د پښتون سټوډنټس آرګنائزیشن او له موسیسنو ځه یو د ژوب کالج پخوانۍ صدر ظریف هم شامل وو.او په سول هسپتال کښې د نه روغېدونکو زخمو له کبله په شهادت و رسید .او په کوټه ښار کښې بندیځ ولګېده .او د جنوبی پښتونخوا ټولې تعلیمی ادارې د اوو(۷) میاشتو لپاره و تړل شوې او په عام اولس بیا په طالبعمانو کښې د ایوبی آوریت خلاف تحریک شروع سو کوم بڅرکی چی دوی مړکاوه هغه په سره لمبه بدل سو او په ټول ملک کښې د فوجی امریت خلاف کرکه او نفرت پراخ سو.
د پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزیشن لنډ تاریخ ځه اقتباس
لیکونکئ:شهید عبدالرحیم کلیوال

27/05/2026

پښتونخوا بلډ بېنک ژوب لپاره د ګرانو ملګرو زیار

26/05/2026
26/05/2026

#اپيل
د ژوب له ټول اولس څخه اپيل کوو چي زکات، خېرات او د اختر پوستونه پښتونخوا د وېنې زېرمه (پښتونخوا بلډ بېنک) ته ورکړی،
د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ملګري به کور پر کور ګرځي تاسو مرسته ورسره وکړی،

24/05/2026

#ژوب
#خبرعاجل
پشتونخوا نیشنل عوامی پارٹی کے مرکزی رہنما مولوی عبداللہ صاحب مندوخیل کا جوان بیٹا عصمت اللہ روڈ ایکسیڈنٹ میں شہید ہوگیا نماز جنازہ شام 7:30 کلی تورہ درگہ میں ادا کی جائے گئ۔

23/05/2026

د غم خبر
د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن ژوب ضلع اېګزېکټیو غړی امیرسنګریار لعوڼ مورکۍ په حق رسېدلې ده د جنازې لمونځ بې سبا د اتوار په ورځ سهار لس بجې په تبلیغي مرکز ژوب کې ادا کیږي
پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن له ملګري امیر سنګریار او د دوۍ له ټولنې غمجنې کورنۍ سره پر دې درانه غم کې ځان شریک ګڼي په ګور یې نور او جنتونه یې نصیب سه

شیراني ضلعي کانفرنس تیاري د ضلع شیراني ضلعي کانفرنس د تیاري په سلسله کې له سرلکي څخه بیا تر میر ادم اقا کپیپ تر پمپ پوري...
22/05/2026

شیراني ضلعي کانفرنس تیاري
د ضلع شیراني ضلعي کانفرنس د تیاري په سلسله کې له سرلکي څخه بیا تر میر ادم اقا کپیپ تر پمپ پوري د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن زونل مرستیال سیکرټري اېمل څاروان د پښتونخوا اېس او ژوب ضلع سیکرټري امیرالبشر ضلع اطلاعات سیکرټري قادر خان، ضلع مالیات سیکرټري زوهیل افغان ضلع اېګزېکټیو نثار افغان او زعفران خان مندوخېل د (241) په تعداد د ګوند انقلابي بېرغونه جوړ کړل.
پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن ژوب

ضلع شیراني ضلعي کانفرنس تیاري د ضلع شیراني ضلعي کانفرنس د تیاري په سلسله کې په شین غر، لنډور، بابکرزی، دولګډه، حرمزی، لا...
21/05/2026

ضلع شیراني ضلعي کانفرنس تیاري
د ضلع شیراني ضلعي کانفرنس د تیاري په سلسله کې په شین غر، لنډور، بابکرزی، دولګډه، حرمزی، لالېقزی، کوز لالقزی کې د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن زونل مرستیال سیکرټري اېمل څاروان د پښتونخوا اېس او ژوب ضلع کمېټۍ غری اویس افغان ډګري کالج ژوب یونټ سیکرټري ناظم لونګین ایګزیکټیو غړی مناف هریفال اېډوکېټ صمد افغان او زعفران خان د ګوند انقلابي بېرغونه جوړ کړل.

21/05/2026

د ستر پوهاند انقلابي استاد محترم عبدالرحیم مندوخېل په هکله د ډاکټر سید عالم مسعود صیب وینا

Address

Zhob

Telephone

+923108580141

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when PSO Degree college zhob posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to PSO Degree college zhob:

Share