07/09/2026
یمه پښتون، د پښتنو سره ځم__!
تل به په لار د مېړنو سره ځم__!
حمزه سفر که د اعجاز وي لا هم__!
زه به پښتون د قافلو سره ځم__!
دومره بېپته لکه پرخه نه یم__!
چې به د لمر د پلوشو سره ځم__!
څو چې راټول په یوه مورچل یې نه کړم__!
هرې طبقې ته له جرګو سره ځم__!
وایي اغیار چې د دوزخ ژبه ده__!
زه به جنت ته د پښتو سره ځم__!