24/04/2026
امروز، مؤرخ ۲۴ اپریل، رئیس جدید کمیساریای عالی سازمان ملل متحد در امور مهاجرین (یو ان اچ سی آر) آقای اسکار مانوئل سانچز، با سفیر کبیر افغانستان، محترم مولوی سردار احمد شکیب، دیدار کرد.
در آغاز، سفیر افغانستان به آقای اُسکار خوشآمدید گفت و پیرامون مشکلات مهاجرین افغان، تسهیلات و بهبود خدمات برای عودتکنندگان بهصورت مفصل گفتگو نمود. آقای شکیب اظهار داشت که مهاجرین افغان در مراکز ثبت و چکین با مشکلات فراوانی مواجهاند؛ از جمله انتظار طولانی، گرمای هوا و کمبود امکانات، آنان را با دشواریهای جدی روبهرو ساخته است. وی پیشنهاد نمود روند ثبتنام که از سوی یو ان اچ سی آر با همکاری اداره نادرا پاکستان انجام میشود، با افزایش موترهای سیار (MRV) تقویت گردد تا به تمام ولسوالیها و زونها اعزام شوند و مهاجرین از انتظار طولانی در صفها نجات یابند.
آقای شکیب همچنان تأکید کرد که در مراکز وی آر سی باید ظرفیت خدمات، از جمله تعداد کاونترها، شمار کارمندان و ساعات کاری افزایش یابد. همچنان، برای جلوگیری از آزار و اذیت بیجا، انتظار طولانی و احتمال برخوردهای نامناسب، اگر بخش ویژه رسیدگی به شکایات در این مراکز دوباره فعال گردد، مؤثر خواهد بود.
وی همچنان به مشکلات محصلین افغان اشاره نمود گفت که آنان در زمینه تأیید اسناد تحصیلیشان با چالشهای زیادی روبهرو هستند و بهعنوان یک موضوع بشردوستانه، باید همه ی جوانب به آن توجه کنند. وی افزود که این موضوع را با حکومت پاکستان نیز مطرح کرده است.
در پایان، سفیر افغانستان خواستار افزایش امکانات بشری و خدماتی در تمام مراکز ثبت و چکین، از جمله فراهم سازی آب آشامیدنی صحی، تشنابها، ادویه و تنظیم مناسب مواد غذایی شد تا مهاجرین بتوانند با عزت به کشورشان بازگردند.
در همین حال، رئیس جدید یو ان چ سی آر در پاکستان از پیشنهادهای سفیر افغانستان قدردانی کرده و اطمینان داد که اقدامات لازم برای بهبود تسهیلات در مراکز وی آر سی رویدست گرفته خواهد شد. وی افزود که موضوع اسناد محصلین افغان را قبلاً نیز با ادارات مربوطه پاکستان در میان گذاشته و در آینده نیز پیگیری خواهد کرد. آقای اسکار همچنان گفت که یو ان اچ سی آر یک مرکز ویژه برای رسیدگی به شکایات و ثبت نوبت ایجاد خواهد کرد تا مهاجرین افغان بتوانند مشکلات خود را بهصورت مستقیم و از طریق شمارههای خاص موبایل مطرح سازند.
در اخیر، رئیس کمیساریای عالی سازمان ملل متحد در امور مهاجرین از سفیر افغانستان خواست تا حکومت افغانستان به شماری از موترهای سازمان ملل که حامل کمکهای بشردوستانه بوده و در پاکستان متوقف ماندهاند، اجازه ورود بدهد. وی افزود که این درخواست را با حکومت پاکستان نیز مطرح کرده است.
ـــــــــــــــــــــــــ
نن د اپریل ۲۴مه، اسلامآباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) نوي مشر ښاغلي اوسکار مانوېل سانچز، د افغانستان لوی سفیر، محترم مولوي سردار احمد شکیب سره وکتل.
په لومړي سر کې افغان سفیر ښاغلي اوسکار ته ښه راغلاست ووایه او د افغان کډوالو د ستونزو، اسانتیاوو او ستنېدونکو مهاجرینو لپاره د خدماتو د لا ښه والي په اړه یې مفصلې خبرې وکړې. ښاغلي شکیب وویل چې افغان کډوال د ثبت او چکین په مراکزو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ اوږد انتظار، ګرمي او د اسانتیاوو نشتوالي مهاجرین له سختو مشکلاتو سره مخ کړي. نوموړي وړاندیز وکړ چې د ثبت او نوم لیکنی هغه لړۍ چې یونیسیار یې د پاکستان له نادرا ادارې سره په ګډه ترسره کوي؛ که ګرځنده موټرونه ورته زیات کړي ترڅو هرې ضلعي او زون ته واستول شي، ترڅو کډوال د کتارونو له اوږده انتظاره وژغورل شي.
ښاغلي شکیب همداراز ټینګار وکړ چې په وي آر سي مراکزو کې باید د خدماتو ظرفیت لکه د کاونټرونو شمېر، د کارکوونکو تعداد او کاري وخت زیات شي. همداراز، د بېځایه ځورونو، انتظار او د احتمالي ناوړه چلند څخه د مخنیوي په پار، که یادو مراکزو کې د شکایاتو اوریدلو هغه ځانګړی بخش یو ځل بیا فعال شي نو مؤثر به وي.
نوموړي د افغان محصلینو د ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې هغوی د خپلو تعلیمي اسنادو د تصدیق په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د یو بشري موضوع په توګه باید ټول اړخونه ورته توجه وکړي. په وینا یې د پاکستان له حکومت نه یې ورته غوښتنه کړې.
ښاغلي سفیر په پای کې د ثبت او چکین په ټولو مراکزو کې د بشري او خدماتي امکاناتو لکه د څښاک پاکې اوبه، تشنابونه، درمل او د خوراکي توکو مناسب تنظیم د لازیاتوالي غوښتنه وکړه ترڅو کډوال په عزت سره ستانه شي.
په همدې حال کې، پاکستان کې د یو ان اچ سي آر نوي مشر د افغان سفیر له وړاندیزونو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د وي آر سي مراکزو د اسانتیاوو د زیاتوالي لپاره به لازم اقدامات ترسره شي. نوموړي زیاته کړه چې د افغان محصلینو د اسنادو موضوع یې پخوا هم او راتلونکې کې به یې هم د پاکستان له اړوندو ادارو سره شریکه کړي. نوموړي همداراز وویل چې یو ان اچ سي آر به د شکایتونو د اوریدلو او د نوبت ثبتولو لپاره یو ځانګړی مرکز پرانیزي ترڅو افغان کډوال خپلې ستونزې په مستقیم ډول او د مبایل ځانګړو شمېرو له لارې شریکي کړای شي.
په پای کې د ملګرو ملتو د عالی کمیشنرۍ مشر له افغان سفیر نه وغوښتل چې د افغانستان حکومت دې د ملګرو ملتونو هغو یو شمېر موټرونو ته اجازه ورکړي چې له مرستندویه توکو بار، په پاکستان کې بند پاتي دي، نوموړي وویل چې د پاکستان له حکومت نه یې هم ورته غوښتنه کړې ده.
ــــــــــــــــــــــــــ
Today, the newly appointed Head of United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR) in Pakistan, Mr. Oscar Manuel Sanchez, met with the Ambassador of Afghanistan, H.E. Mawlawi Sardar Ahmad Shakeeb.
At the outset, the Afghan Ambassador warmly welcomed Mr. Sanchez and held detailed discussions on the challenges faced by Afghan refugees, available facilities, and the need to enhance services for returnees. Mr. Shakib noted that Afghan refugees are encountering numerous difficulties at registration and check-in centers, including prolonged waiting times, high temperatures, and inadequate facilities, which have led to serious hardships. He proposed that the registration process, carried out by UNHCR in coordination with NADRA, be strengthened through an increased deployment of Mobile Registration Vehicles (MRVs) to all districts and zones.
Mr. Shakib further emphasized that the service capacity at VRC centers should be enhanced, including increasing the number of counters, staff, and working hours. He also underscored that reactivating dedicated complaint-handling units at these centers would be effective in preventing unnecessary harassment, excessive delays, and potential misconduct.
He also highlighted the challenges faced by Afghan students, stating that they are encountering significant difficulties in the verification of their academic documents. He stressed that, as a humanitarian matter, this issue requires the attention of all relevant stakeholders, noting that it has already been raised with the Government of Pakistan.
In conclusion, the Ambassador called for the improvement of humanitarian and service facilities at all registration and check-in centers, including the provision of safe drinking water, sanitation facilities, medicines, and proper arrangements for food, so that refugees may return to their country with dignity.
Meanwhile, the newly appointed Head of UNHCR in Pakistan expressed appreciation for the Ambassador’s proposals and assured that necessary measures would be taken to enhance facilities at VRC centers. He added that the issue of Afghan students’ documentation has previously been shared with the relevant Pakistani authorities and will continue to be pursued. Mr. Sanchez further stated that UNHCR will establish a dedicated center for complaint handling and appointment scheduling, enabling Afghan refugees to directly communicate their concerns through designated mobile numbers.
Finally, the Head of UNHCR requested the Ambassador to facilitate permission from the Afghan authorities for a number of UN vehicles, carrying humanitarian assistance and currently held in Pakistan, to enter Afghanistan. He noted that this request has also been raised with the Government of Pakistan.