PTM vision

PTM vision Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from PTM vision, UtmanKheel, Peshawar.

دا پاڼه د پښتنو د حقونو، یووالي او سولې لپاره یو غږ دی. دلته موږ د پښتون ولس د ستونزو، امیدونو او د عدالت لپاره د مبارزې پیغامونه شریکوو. زموږ هدف د یو روښانه، برابر او سوله‌ییز راتلونکي لپاره پوهاوی زیاتول دي.
یووالی، عدالت او سوله زموږ لار ده.

22/08/2026

KHAN

رهبران د فطرت له بطنه زېږي، نه د خانۍ او سلطنت له کورنۍد لیکوال او شنونکي عصمت قانع له نظره، ریښتینی مشرتابه د شتمنۍ، خا...
31/05/2026

رهبران د فطرت له بطنه زېږي، نه د خانۍ او سلطنت له کورنۍ

د لیکوال او شنونکي عصمت قانع له نظره، ریښتینی مشرتابه د شتمنۍ، خانۍ او موروثي واکمنۍ محصول نه وي، بلکې د ولس له درد، مبارزې او فطري استعداد څخه راټوکېږي.

چارسدې ته باچاخان د فطرت له اړخه خدای ورکړ، نه د بهرام خان د زمیدارۍ او ثروت له اړخه.

د ګاندي جي پلار نه راجا و او نه مهاراجا، خو زوی یې د هند د فطرت په مدرسه کې وروزل شو او د هند د آزادۍ د کاروان څاروان شو.

موږ ولیدل چې د غریبانو زامن د تاریخ د کاروان امیران شول، خو د خانانو او نوابانو زامن د تاریخ د ذلت میر غضبان.

د باچاخان او بهرام خان مځکه له ایمل څخه رهبر نه شي جوړولای، خو د معلم عبدالودود له زوی څخه د پښتنو د غمونو او ماتمونو چیغو رهبر جوړ کړ.

نو منظور د زمانې په دغه پړاو کې د ټول افغان ولس او وطن لپاره د نجات د فرښتې کردار لوبوي، نه د حاکمانو د سازشونو د غدار رول.

18/05/2026

دري ساعته مخکې د پېښور ابدره روډ نه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او مدني فعال فرید افریدی شخصي کالیو کې د پاکستاني جاسوو ادارو په غیرې قانوني توګه وتښتاوه او تر دا مهال یې هېڅ معلومات نشته.
له ټولو انسان دوسته پښتنو او د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو هیله کوو چې په لاندې هیشټیک د فرید افریدي د خوشې کولو غوښتنه وکړي.

ليک ختمن ولولې۔  👇👇 د پي ټي اېم په اړه د اې اين پي د تل بدلېدونکي دريځ تر شا کارفرما وجوهاتله ۲۰۱۸ کال د پي ټي اېم له پي...
16/05/2026

ليک ختمن ولولې۔ 👇👇

د پي ټي اېم په اړه د اې اين پي د تل بدلېدونکي دريځ تر شا کارفرما وجوهات
له ۲۰۱۸ کال د پي ټي اېم له پيل څخه تر اوسه د اې اين پي دريځونه
۱۔ د پي ټي اېم د اسلام اباد پرلت کې اسفنديار ولي خان وينا وکړه او ويې ويل:
“د پي ټي اېم د لينډ ماينونو ختمولو غوښتنه زما هم غوښتنه ده۔ د پي ټي اېم د لادرکه کسانو د خوشې کولو غوښتنه زما هم غوښتنه ده۔ زه د پاکستان واکمنو حاکمانو ته وايم چې د دغو ځوانانو خبره واورئ، ګنې پايله به بده وي۔”
۲۔ خو وروسته اسفنديار ولي خان د پي ټي اېم مخالفت وکړ او يو خبريال ته يې وويل:
“له پي ټي اېم سره زموږ اختلاف پر تشدد دی۔”
حال دا چې حقيقت دا دی چې پر پي ټي اېم د تشدد تور حتی رياست هم نه شو ثابتولای۔ د اسفنديار ولي خان د دې بيان ملاتړ د اې اين پي زياترو مشرانو ونه کړ، بلکې ځينو مخالفت هم ورسره وکړ۔ خان زمان کاکړ د دې بيان په غبرګون کې پر فېسبوک وليکل:
“خلک که هر څه وايي، خو موږ پوهېږو چې پي ټي اېم تر اوسه يو ګلدان هم نه دی مات کړی، تشدد خو لا ډېر لرې خبره ده۔”
۳۔ بيا اېمل ولي خان له رسنيو سره خبرو کې وويل چې پي ټي اېم رياست جوړ کړی دی۔ د اسلام اباد پرلت کې منظور پښتين ته اسټېبلشمنټ کنټېنر ورکړی و۔
(بحواله: پښتونخوا ډايري يوټيوب چينل)
۴۔ د ۲۰۱۸ کال د مې په ۱۵مه، ميان افتخار حسين په ټويټر وليکل:
“د پي ټي اېم غوښتنې جائزې دي۔ حکومت دې خپله ذمه واري ترسره کړي او د دغو مسئلو حل ته بشپړه پاملرنه وکړي۔ دغو غوښتنو ته بل رنګ ورکولو څخه دې ډډه وشي۔ نه دا د قوم په ګټه دي او نه د هېواد په ګټه۔”
۵۔ د انتخاباتو وروسته اسفنديار ولي خان د يو خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل:
“وزيرستان چې په بشپړه توګه د پوځ تر کنټرول لاندې و، بيا هم د پي ټي اېم دوه غړي څنګه قومي اسمبلۍ ته بريالي شول، که د رياست ملاتړ ورسره نه وای؟”
(حال دا چې پي ټي اېم د پاکستان پارلماني سياست نه کوي)
(بحواله: پښتونخوا ډايري يوټيوب چينل)
د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۵مه، د انډيپېنډنټ اردو په حواله، اسفنديار ولي خان وويل:
۶۔ د پي ټي اېم کومې غوښتنې دي، هغه د اې اين پي د منشور برخه دي۔
۷۔ اې اين پي له لومړۍ ورځې د پي ټي اېم د غوښتنو ملاتړ کړی دی۔
۸۔ د مشر منظور پښتين د بنو جلسې د بيان په غبرګون کې اسفنديار ولي خان وويل چې منظور پښتين ټولو سياسي مشرانو ته د مسئلو د ګډ حل وړانديز کړی، چې دا د ستاينې وړ دی۔
۹۔ په باچاخان مرکز کې د جرګې وروسته د يو خبريال د پوښتنې په ځواب کې اسفنديار ولي خان وويل:
“تاسو ته څه تکليف دی که منظور زما ترڅنګ ولاړ وي؟ زه بايد منظور ته شاباسی ورکړم چې ما هغه مېن سټريم ته راوستلی دی۔”
هغه زياته کړه چې منظور پښتين هېڅ غيرقانوني کار نه کوي۔
۱۰۔ د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۱۹مه سردار حسين بابک په ټويټر وليکل:
“د پي ټي اېم مخالفت کوونکي هماغه خلک دي چې د قائداعظم محمد علي جناح د خور فاطمه جناح مخالفت يې کړی و۔”
۱۱۔ بيا چې مشر منظور پښتين ولي باغ کې د اسفنديار ولي خان کور ته ولاړ۔ رسنيو وپوښتل: “تاسو ولې دلته راغلي ياست؟”
مشر منظور وويل:
“دا د پښتنو حجره ده، دلته له مېلمه نه دا نه پوښتل کېږي چې ولې راغلی دی۔ دا د باچاخان حجره ده، موږ به دلته راتلو ته دوام ورکوو۔”
خبريال له اېمل ولي خان وپوښتل چې تاسو څه وايئ؟
اېمل ولي خان وويل:
“زه له منظور پښتين مننه کوم چې زموږ کور ته راغلی۔ موږ به تل هغه ته هرکلی وايو۔ زما او منظور د ملاقات مقصد پر پښتنو د ظلم خاتمه ده۔”
اېمل ولي خان زياته کړه:
“زه هم ځوان يم او منظور هم ځوان دی۔ موږ به په ګډه د پښتنو لپاره ډېر څه وکړو۔ که د باچاخان ترڅنګ خدايي خدمتګاران نه وای، هغه هم يوازې څه نه شول کولای۔ نه زه يوازې څه کولی شم او نه منظور، نو ځکه اتفاق او اتحاد ضروري دی۔”
(بحواله: امن ټي وي يوټيوب چينل)
۱۲۔ خو وروسته همدغه اېمل ولي خان د عاصمه شيرازۍ سره د آج نيوز په يوه ټاک شو کې وويل:
“پي ټي اېم رياست جوړ کړی دی۔”
عاصمه شيرازۍ وويل:
“دا خو ستاسو الزام دی۔”
اېمل ولي خان ځواب ورکړ:
“نه، زه دا خبره له لومړۍ ورځې کوم۔”
بيا يې وويل:
“منظور د رياست خاص سړی دی، ځکه د اسلام اباد جلسې وروسته علي وزير او نور کسان ونيول شول خو منظور ونه نيول شو۔ که زه د منظور په شان خبرې وکړم، زه به هم ونيول شم۔”
۱۳۔ اېمل ولي خان د پي ټي آي د جرګې څخه د پي ټي اېم د اغوا شوي پلاوي په اړه رسنيو ته وويل:
“پي ټي آي ډېر غلط وکړ چې يوې خوا جرګه راوبلله، خو بلې خوا يې د پي ټي اېم غړو ته د خبرو موقع ورنه کړه۔ له دې وروسته به بيا څوک د دوی بلنې ته رانشي۔”
خو څو ورځې وروسته همدغه اېمل ولي خان وويل:
“ريايت د پي ټي آي له جرګې د پي ټي اېم غړي پورته کړي دي۔ پي ټي اېم تر اوسه هېڅ نه دي کړي، پي ټي اېم ختمه شوې ده۔ که زما ملګري پورته کړل شوي وای، ما به ټول ملک بند کړی وای۔”
خو کله چې مولانا خانزېب شهيد کړل شو، اېمل ولي خان چوپ پاتې شو۔
پوښتنې دا دي:
آيا سل ځله د پي ټي اېم ملاتړ او سل ځله مخالفت، د اې اين پي د سل کلنې سياسي پخګتيا لپاره د سوال نښه نه ده؟
آيا داسې نه ده چې کله ولسي مجبوري وي، اې اين پي د پي ټي اېم ملاتړ کوي، او کله چې د رياست مجبوري راشي، هماغه اې اين پي د پي ټي اېم مخالفت پيل کړي؟
اېمل ولي صاحب، همدا خبرې رياست د پي ټي اېم خلاف کوي، نو تاسو ولې کوئ؟ ولې د رياستي بيانيې تبليغ کوئ؟
په پيل کې چې اېمل ولي دا ډول خبرې کولې، د اې اين پي کارکنانو ويل چې دا د هغه شخصي دريځ دی، د ګوند پاليسي نه ده۔ خو اوس دا ځل ټول ګوند او مشرتابه د اېمل ولي د خبرو ملاتړ کړی دی، او کوم يو دوه کسان چې پاتې دي، هغوی ته هم پرون اېمل ولي په ټويټر خبرداری ورکړ چې هر څوک دې خپل دريځ واضح کړي۔
په زړه پورې خبره دا ده چې پرون هم اېمل ولي خپل پخوانی بيان رد کړ او پي ټي اېم يې سټېټ سپانسرډ وبلله۔ سوکالډ دانشور خادم حسين هم ليکلي چې پي ټي اېم په سرکاري کارخانه کې جوړه شوې اداره ده، حال دا چې د اېمل ولي او د ګوند اوسنی او پخوانی بيان هر چا ته معلوم دی۔
د اې اين پي ځينې خلک د اېمل ولي او د ګوند د دې بيان ملاتړ کوي چې ټي ټي پي، پي ټي آي او پي ټي اېم يو دي، او دليل يې دا ورکوي چې رياست پي ټي اېم ترهګر اعلان کړی دی۔
که د چا د ترهګرو په صف کې درولو لپاره همدا د رياست معيار وي، نو آيا پر نېپ بنديز هم جائز و او تاسو هم ترهګر وئ؟
حال دا چې حقيقت دا دی چې د رياست د جنګي پاليسۍ افشا کولو، پښتنو ته د خپلو حقونو او وسايلو شعور ورکولو، او د رياستي استعماري ذهنيت خلاف فکري بيداري پيدا کولو کې پي ټي اېم تاريخي کردار ادا کړی دی۔
وروستۍ خبره:
د اې اين پي خلک دې موږ ته د اخلاقو درس او په سياست کې د بدې ژبې د استعمال طعنې نه راکوي۔ که ستاسو حافظه کمزورې شوې وي يا غواړئ خپل ماضی له پښتون قوم نه پټ کړئ، نو موږ به يې در ياد کړو چې ستاسو رهبر ولي خان خپلو سياسي مخالفو ښځو ته “کتيا” هم ويلي دي، او اېمل ولي خو هره ورځ داسې الفاظ کاروي چې ليکل يې هم انسان شرموي۔
موږ پوهېږو چې تاسو د چا په اشارو روان ياست۔ دا ټوله معامله د پاکستان غلامو ايوانونو ته د رسېدو لپاره کېږي، چې يو ځل رياست ته وښيي چې موږ له پي ټي اېم سره يو، څو د رياست توجه ترلاسه کړي او خپله بيه لوړه کړي، بيا معامله وکړي او د پي ټي اېم مخالفت پيل کړي۔

د مشر ټولی خبری ښکلی وی خو دغه خبره يی پواينټ خبره وه چی مونږ احتجاجونه ځکه کوو که سبا پنجابی پسی راجګ شو چی نړيوال مو ب...
15/05/2026

د مشر ټولی خبری ښکلی وی خو دغه خبره يی پواينټ خبره وه چی مونږ احتجاجونه ځکه کوو که سبا پنجابی پسی راجګ شو چی نړيوال مو بيا ملامته نکړی چی تاسو څه کوی او بل بيا هم وايم نامعلوم اي ايس اي او ايم اي دې

تاسو ولیدل، تاسو واورېدل!؟ دې سړي نږدې یو ساعت وینا وکړه، خو یو لفظ یې هم د ایمل ولي او د هغه د تورونو په ځواب کي ونه وی...
14/05/2026

تاسو ولیدل، تاسو واورېدل!؟ دې سړي نږدې یو ساعت وینا وکړه، خو یو لفظ یې هم د ایمل ولي او د هغه د تورونو په ځواب کي ونه ویلو. برعکس، دغه ټول وخت یې د خپل محکوم ولس پر حالاتو، ستونزو، حل لارو او راتلونکو تګلارو خبري وکړې.

موږ چي وایو ”ستا هنر د سردارۍ نه زده بهرامه“، نو ځکه یې وایو چي ته سرداري د نورو په سپکاوي، تورونو او بدنامولو کي لټوې، خو دا سړی یې د خپل قام په خپلواک، باعزته او سیال ژوند کي لټوي. دا ورځي ستا په شمول، ستا د ګوند د ځینو لویو نومونو او ان د پارټۍ له رسمي ادرسونو هغه تورونه په خورا بې رحمۍ او سپین سترګۍ بیا بیا تکرار سول چي په اصل کي د پاکستاني ریاست له خوا د همدې غورځنګ پر ضد جوړ او خپاره سوي دي؛ هغه غورځنګ چي د میلیونونو پښتنو د احساساتو، ارمانونو او باورونو استازیتوب کوي. خو د دې هر څه باوجود، دې سړي نه شخصي حمله وکړه، نه یې د کوم شخص یا ګوند نوم واخیست او نه یې د سپکاوي هڅه وکړه. دا ځکه چي دا سړی د خپل سیاست او مزاحمت تعریف لري، پوهیږي او په وار وار ویلي چي زموږ هدف معلوم دی، پنجابی دی، او له خپلو خلکو سره زور نه ازمایو. دا یې نن یو ځل بیا په عمل کي ثابته کړه.

همدا وجه ده چي د دې وخت هیڅ روڼ اندی او لوی سړی د منظور پښتین پر ملاتړ پښېمانه نه دی. ډېر عمر خوړلي او له سیاسي تجریبو ډک انسانان، چي بلها ایډیالونه یې لیدلي او ازمویلي، هم منظور پښتین د خپل امامت په درجه کي دروي. ځکه هغوی په منظور کي دغه درنه او پخه ورځ لیدلې ده، هغوی درک کړې چي دا سړی د سردارۍ په معیار پوره دی، سترګي یې نه پرې ټيټیږي، او اړ کیږي نه چي د خبرو وضاحتونه یې ورکړي او ترمیم یې کړي.

بلې بلې، د منظور پلویان دا بې‌ ساری ویاړ له ځان سره لري چي د داسي انسان ملاتړ کوي، چي نه یې خبري د ګنډلو اړتیا لري او نه یې دریځونه د شرم سبب ګرځي.

ډېر تفاوت دی په انسان کي د مانا په لحاظ!

14/05/2026
14/05/2026

د تخنیکي ستونزو او د انټرنېټ د کمزورۍ له امله، د ملي مشر منظور احمد پشتین ویډیو پیغام به په 10 بجې د ملي مشر په خپل رسمي فیسبوک پاڼه خپور شي.

Address

UtmanKheel
Peshawar
76433

Telephone

+92484828159

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when PTM vision posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to PTM vision:

Shortcuts

Share