Da Pukhto Nangyali د پښتو ننګیالي

Da Pukhto Nangyali د پښتو ننګیالي This page is just for the promotion of great language known as PUKHTO or PUSHTO...

05/12/2023

Like ➡️ Qalandar Momand قلندر مومند

Sahibzada Habib-ur-Rahman Qalandar Momand
Born: September 1, 1930
Died: February 4, 2003
He was a we

غزل - اقبال بهلول مروتزغم - مخ ۲۳۱ـچې دې سترګې تورولې تماشې ته خو اوس راشهتماشې دې جوړولې تماشې ته خو اوس راشهـستا د دوه...
29/11/2023

غزل - اقبال بهلول مروت
زغم - مخ ۲۳۱
ـ
چې دې سترګې تورولې تماشې ته خو اوس راشه
تماشې دې جوړولې تماشې ته خو اوس راشه
ـ
ستا د دوه ورځو خندا وه زه به ټول عمر اوس ژاړم
غم دې جوړ کړو راته ولې تماشې ته خو اوس راشه
ـ
چې دې زه هسې رسوا کړم ته به څو له الزام بچ شې
رسوائي نه يريدلې تماشې ته خو اوس راشه
ـ
سر ببر څيرې ګرېوان يم تماشه دې د دنيا کړم
په ناز ناز چې خنديدلې تماشې ته خو اوس راشه
ـ
ستا بهلول د ستا د لاسه نن ولاړ دے دار د پاسه
اشنا ډېر ښه پوهېدلې تماشې ته خو اوس راشه
ـ
ـ
ـ

غزل - اقبال بهلول مروتزغم - مخ ۷۷ـتا چې وخندل ګل رخه پسرلے شوګرم خو نه دے که مئين دې لېونے شوـچې په ځمکه په آسمان کښې نه...
28/11/2023

غزل - اقبال بهلول مروت
زغم - مخ ۷۷
ـ
تا چې وخندل ګل رخه پسرلے شو
ګرم خو نه دے که مئين دې لېونے شو
ـ
چې په ځمکه په آسمان کښې نه ځائېږي
هغه لوئے مې په وړوکي زړه کښې ځائے شو
ـ
سپيلني غونډې مې زړه مجمر کښې رقص کړو
د نظر بلا دې واخستو لوګے شو
ـ
ما پرون سترګې ببرې کړې رقيب ته
نن کيسې د سړيتوب کوي سړے شو
ـ
کاش تر اوسه مې هغه پردے خپل نه کړو
چې د چا په سر هر خپل رانه پردے شو
ـ
په نيمه سينګار کښې زه بهلول ورياد شوم
آئينې نه يې مخ واړوو مسکے شو
ـ
ـ
ـ

Address

Nowshera Cantonment
24100

Telephone

+923339943889

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Da Pukhto Nangyali د پښتو ننګیالي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category