11/09/2026
د ۹ کلنې هغې معصومې ماشومې درد به څنګه هېر کړو، چې پلار یې مخکې له لاسه ورکړی و، او بیا د یوه ظالم انسان د وحشت ښکار شوه او خپل ژوند یې هم له لاسه ورکړ؟
دا یوازې یوه پېښه نه ده؛ دا زموږ د ټولنې پر وجدان یو تور داغ دی.
موږ د دې ظالم قاتل پر وړاندې د سمدستي او سخت قانوني اقدام غوښتنه کوو. او داسې اقدام دې وکړي چې د دې وحشتناک جرم لپاره د هېچا زړه بیا د داسې ظلم کولو ته زړه ونه شي.
د معصومې ماشومې وینه باید هېره نه شي.
موږ چوپ نه پاتې کېږو؛ د انصاف او سخت اقدام غوښتنه کوو!