20/05/2026
نن د پښتون قام او پښتونخوا وطن هغه ستر لارښود، تاریخپوه، قانونپوه، ادیب او نه ستړېدونکی سیاسي مبارز عبدالرحیم خان مندوخیل صاحب نهم تلین دی.
رحیم صاحب هغه څوک و چې د پاکستان له جوړېدو وروسته یې د ژوب سیمې په لومړیو باسوادو کسانو کې ځای درلود. خو هغه لوړ دولتي څوکۍ او شخصي ګټې د قام د عزت او ازادۍ پر قربانۍ ونه پلورلې. د خپل قام غلامي، محکومي او له پښتونخوا سره تاریخي بېانصافي یې ولیدله، نو ټول ژوند یې د قامي مبارزې او خلاصون لپاره وقف کړ.
تاریخپوه د "انګریز استعمار او افغانستان" او "افغان او افغانستان" په څېر کتابونو، ویناوو او غونډو سره یې د پښتون-افغان بشپړ تاریخ خوندي کړ.
قانونپوه او سیاستوال د پارلمان په غونډو کې یې د محکومو قومونو د ژبني، سیاسي، اداري او بنسټیزو حقونو لپاره داسې مبارزه وکړه چې ټول یې اعتراف کاوه. اتلسم ترميم چې د صوبايي خپلواکۍ لپاره بنسټیز ګام و، د هغه، رضا رباني او ملګرو د ورځې او شپې د هڅو پایله وه.
مضبوط عزم په کوټه کې یې ۱۸ ورځې پرلهپسې د لوږې اعتصاب وکړ او د خپل قام د حق لپاره یې حکومت د پښتونضد پرېکړو نه شا ته کړ.
تنظیمګر: د پښتونخوا مېپ او پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزیشن نظم او انضباط د نورو ګوندونو لپاره هم نمونه شوه. د مشرتابه خبره او د عادي کارګر خبره یې یو شان وه.
رحیم صاحب د کلمو ماهر و. هره خبره یې سوچه، کره او معناخیزه وه. هغه ځان د قام امانت ګاڼه او د قام ګټه یې د خپل ژوند نه لوړه ګڼله.
نن چې ۹ کاله کېږي، د هغه فزیکي شتون نه شته، خو فکر، مبارزه او لار یې ژوندۍ ده. ژوب او ټوله پښتونخوا دې ویاړي چې داسې زوی یې درلود.
روح دې ښاد، یاد دې تل پاتې، مبارزه دې ژوندۍ او راتلونکي نسل ته دې مشال وي.