10/06/2026
له ټاپي پروژې خبر یاست؟
بیخي لنډ او خلص یې درته وایم؛ ټاپي د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته رسوي، اوږدوالی یې ۱۸۰۰ کیلومتره دی چې ۸۰۰ کیلومتره یې افغانستان کې دی، او اوس یې ۵۲ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
مونږ ته یې ګټه داده چې هر کال به ۵۰۰ میلیونه متر مکعب ګاز راکوي، د ګازو بیې به بیخي ټیټې شي، ګازي موټر به داسې وي لکه فري چې چلیږي،
۵۰۰ میلیونه ډالر به د کال د ترانزیټ راکوي، د صنعت او پانګونې لپاره به انرژي برابره شي او د افغانستان جیوپولیټیک او اقتصادي اهمیت به نور هم زیات شي.
په لنډه، ټاپي د افغانستان لپاره یوه ستره اقتصادي او سیاسي پروژه ده چې د یادو هیوادونو ګټی له یوبل سره تړي.