نمگڑی ارمانونہ ۔ مروتو ادب

نمگڑی ارمانونہ ۔ مروتو ادب پشتو ادبی مجلس(شعر وشاعری)

18/07/2026

دخپلي خوښي شعر راته کمنټ کړي پکښې
ــــــــــــ—————————————

تېروتم د ښکلو په خندا باندې

ښه شوه چې د ښکلو د خندا شومه

(اجمل خټک)

نورو پسې تګ سړے خړ مخے کړي

ګرد د لارے ؤګوره د شپون په مخ

(صدیق پسرلے)

خلق وائي چې دوزخ شته پس له مرګه

په حیات صورت دوزخ نۀ دے فراق ستا ؟

(خوشحال خان خټک)

دا چې کانړي ټکوي په سره غرمه کښې

دا به وږے وي ماړۀ سوري ته ناست وي

(افګار بخاري)

زمونږ د شپې شوګیرې هسې عادت

ګنې زمونږه د راتلو څوک دي

(صاحب شاه صابر)

له وهلو به يې شرم څوک په څۀ کا

چې په غاړه شي د مینې ډول د چا

(عبدالحمید بابا)

بوراګان به چمن پرېږدي که خبر شول

چې له ګلو ښائسته مخونه هم شته

(طاهر کلاچوي)

ستا په هره اشاره باندې پوهېږي

ستا ساده "حمزه" د هر چا نه اوښیار دے

(حمزه بابا)

زۀ په ترخه خبره مرم "عمر دراز مروته"

زما د قتل ډېر سوچونه دې یاران نۀ کوي

(عمر دراز مروت)

"رحمان" خود پخپله ګرم یم چې مئین یم

ولې نور عالم مې بولي ګرم په څۀ ؟

(عبدالرحمان بابا)

افسوس چې ستا په خیال کښې څۀ ښکارمه

دغه ارمان به مې په زړۀ پاتې شي

(خاطر اپریدے)

لکه ګل د لاله داغ يې په زړۀ راکړو

د ځوانۍ دغه سپرلے دا يې احسان وو

(عبدالرحیم مجذوب)

داسې خاموشه سوزېدۀ هم مزه خپله لري

کوم کوم سړي ته به ته ماتو زړګو حال وایو

(ریاض تسنیم)

د هر پښتون بےننګي داسې "زیاره"

ما ځوروي لکه چې ما کړې وي

(ډاکټر خالق زیار)

ستا محبت داسې حالت ته رسولے یمه

خلق خو پرېږده اوس مې خپله ترس په ځان راشي

(تسکین مانیروال)

نوره ښه وي مجبوري "سرکۍ کماله"

خو حسین ته دې مجبور نۀ کړي خالق څوک

(سرکۍ کمال)

چې وخت راشي ښۀ زړۀ تش کړه "غني خانه"

څو د قهره به لړمون کښې پټ پټ سوځې

(غني خان بابا)

"سپرلي خېل" څۀ د سپلمکې لرګے نۀ یم

که ژوندون وۀ خامخا به دې په کار شم

(عصمت الله سپرلي خېل)

پرواه نه شته که دنیا راپورې خاندي

ماشوم نه یم چې نور ؤخاندي زۀ تنګ شم

(ملنګ جان)

ګلابي لیاړې توکمه ګوګل نیسم

پاس په زړۀ مې ستا د ظلم ازغے مات شو

(منتظر بیټنے)

بے له دې چې رنځورانو ته ښکنځل کړې

هر ستم مې نور منلے دے په سر ستا

(قلندر اپریدے)

قیمتي دُر ئې راله راکړو ما پرې اور پورې کړو .

ځواني ئې هغه وخت کې راکړه چې لا پوهه نه ووم!



( روغانے بابا )

ما په دار کړې چې منصور خلقو ته یاد شې

مودې وشوې څوک په دار نه دې ختلې

(سیف الرحمن سلیم)

د چا په زنه مې پخوا وه یو شېن خال لیدلې ۔

تر اوسه ګرانې دې په ما باندې مماڼې ډیرې۔

(استاد خېبر اپریدې)

16/07/2026

شازین معصوم راسره واروو
مشاعره میناخیل لکی مروت

15/07/2026

محمد شیر خیل زړه پورې ترنم راسره واروو
مشاعره مینا خیل لکی مروت

15/07/2026

ټُوقــــــے د‍ِ راپـورے ټـول جـهان کٙـوي
ما باندے چـــــې څهٔ کٙوي جانان کٙوي

څــــوک به دٙ مئين پهٔ خُولهٔ باور کٙوي
غٙل سٙــــــړے قٙسٙـم کٙـــوي قـرآن کٙوي

وريځـــــــو بارانُونو ته ئے مـــــه ګُوره
کار دٙ تنـــــــدرُونو هــــــم اسمان کٙوي

ستّرګے تُورول مي درته خوٙښ نهٔ دي
ځکه چۂ نقصان کٙـــــــوي تاوان کٙوي

څــــوک دے چـې پُوره پُوره تل٘ل کٙوي
دٙرُومي به دُوزخ ته چــــې دُکان کٙوي

کلــه کلــــه غلــــــــــي راته وخانـدي
څومــره ډير پهٔ ما باندي احسان کٙوي

تل دِ په ســـرُو شونډو مٙنجّيله اوسِي
کار د ښـــامارانو دِي پيــــــروان کٙوي

ټٙس دِي تبســــم مٙــــروٙت له ورکړلو
تل به دِ دٙ مړُو ســــترګو اٙرمان کٙوي
@⁨~𝗞𝗵𝘂𝘀𝗵 ᑎᗩՏIᗷ⁩
@⁨~🫀𝐃𝐀𝐍𝐈𝐈 𝐆𝐔𝐥𝐥🍷⁩

14/07/2026

درمان لالا دویمه برخه راسره واروو
Part 2
مشاعره مینا خیل لکی مروت

14/07/2026

زیت الرحمن عاجز راسره واورې
اوله برخه
مشاعره مینا خیل لکی مروت
پیج درسره فالو او لایک کو دانش ارمانی

13/07/2026

زیت الحمن عاجز صیب ویډیو به انشاءالله اپلوډ کیږې
لکی مینا خیل مشاعره

13/07/2026

محمد شیر خیل راسره واروې
مشاعره میناخیل لکی مروت
Please page follow kro دانش ارمانی

12/07/2026

درمان لالا راسره واروې
مشاعره میناخیل لکی مروت
Please page follow kro دانش ارمانی Darman

په ډېر وياړ سره مو خبر درکوو چې زموږ د لکي مروت په خاوره یو ځل بیا د یوې سترې ادبي غونډې (مشاعرې) تابیا شوې ده. په دې مح...
05/07/2026

په ډېر وياړ سره مو خبر درکوو چې زموږ د لکي مروت په خاوره یو ځل بیا د یوې سترې ادبي غونډې (مشاعرې) تابیا شوې ده. په دې محفل کې به د پښتونخوا د بېلابېلو سیمو څخه وتلي شاعران ګډون کوي او د خپل کلام په رڼا کې به زموږ د سیمې فضا معطره کړي.
​تاسو ټولو ته په ډېر درناوي بلنه ورکوو چې په دې ادبي بنډار کې ګډون وکړئ او په خپل شتون سره دا محفل لا نور هم منور کړئ. ستاسو راتګ زموږ د حوصلې د لوړېدو او د ادب د پیاوړتیا سبب ګرځي.
​په مینه ستاسو په تمه،
وخت:په يوولسم تاريخ څلور بجو نه تر ماسخوتن لاسو بجو پورې
ځائ:ميناخېل ټاور نزد جوھر خان دال ملز لکي مروت
د انتظاميې غړي: یوسف نایاب انیس مبشر دانش آرمانی

Address

Khyber Pakhtunkhwa

Telephone

+923499168362

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when نمگڑی ارمانونہ ۔ مروتو ادب posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to نمگڑی ارمانونہ ۔ مروتو ادب:

Shortcuts

Share