11/08/2026
(PIMS)_روغتون_اسلاماباد -
د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن اسلاماباد د پمز (PIMS) روغتون د انټرنز حاضر ملګرو غونډه ترسره سوه.
په غونډه کښې په روغتون کښې د نرسانو سره د پېښو مسایلو ، انټرنشیپونو او د پښتونخوا وطن مختلف سیمو څخه راغلو مریضانو سره د هر قسم کومک کولو، وینې ورکولو، لابراتوار ټېسټونو او نورو هر قسم انتظامي مسلو د حل په اړه تفصیلي خبرې وسوې .
همدارنګه، په روغتون کښې د سینئر ډاکټرانو او انتظامي مشرانو سره د مریضانو او ملازمینو د مسلو د حل لپاره کمېټې جوړې کړې شوې او د روغتون د تنظیمي فعالیتونو په اړه مختلفې مهمې پرېکړې هم وسوې.
اطلاعات او نشریات څانګه
پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن پيمز اسلاماباد -