Refugee Affairs Attaché Islamabad د کډوالو چارو ریاست اسلام آباد

  • Home
  • Pakistan
  • Islamabad
  • Refugee Affairs Attaché Islamabad د کډوالو چارو ریاست اسلام آباد

Refugee Affairs Attaché Islamabad د کډوالو چارو ریاست اسلام آباد Refugee Affairs Attaché – Islamabad is the official page in Islamabad related to Ministry of Refugees and Repatriation (MoRR), Afghanistan.

12/05/2026
پرون سه‌ شنبه، د اپرېل ۲۱مه، په اسلام‌آباد کې د افغانستان لوی سفارت د مهاجرینو آتشې رئیس ښاغلي محمد اصف ځدراڼ، د یادې ات...
22/04/2026

پرون سه‌ شنبه، د اپرېل ۲۱مه، په اسلام‌آباد کې د افغانستان لوی سفارت د مهاجرینو آتشې رئیس ښاغلي محمد اصف ځدراڼ، د یادې اتشې مرستیال ښاغلي مولوي ارسلا حقیار او اداري او اجرائیوي آمر محترم عبدالله هاشمي، د افغان چیف کمیشنر ښاغلي عصمت‌الله شاه سره وکتل.
په دې کتنه کې د مهاجرینو اړوند مهمې او عاجلې ستونزې له نوموړي سره شریکې شوې او د حل لپاره یې د بیړنیو اقداماتو غوښتنه وشوه. په ځانګړې توګه ټینګار وشو چې ټاکل شوی ضرب‌الاجل دې ودرول شي او کافي وخت دې ورکړل شي، ځکه په تیمرګره، چکدره او دیر کې افغان کډوالو ته ډېر لنډ مهلت ټاکل شوی او هغوی د خپلو استوګنځایونو او سامانونو د منظم انتقال فرصت نه لري.
همدارنګه غوښتنه وشوه چې د ثبت (چک او ویریفیکیشن) په مرکزونو کې اساسي اسانتیاوې لکه پاکې اوبه، تشنابونه، درمل او ګرمۍ څخه د ساتنې لازمې آسانتیاوې برابرې شي.
ناسته کې دا هم مطرح شوه چې د افغان کډوالو هغه کورني غړي چې بندیان دي، باید ژر تر ژره خوشې شي، ترڅو له خپلو کورنیو سره یوځای د ثبت بهیر بشپړ کړي. د زده‌کوونکو د اسنادو د تصدیق موضوع هم یاده شوه او غوښتنه وشوه چې دا بهیر دې له ویزې پرته ترسره شي.
د ثبت د مراکزو دننه د مرګ ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره د جدي تدابیرو نیول، د رشوت او اداري فساد مخنیوي، او همدارنګه د معذورو، ناروغو او سپین‌ږیرو کډوالو د عاجل ثبت پر اړتیا هم ټینګار وشو.
برسېره پر دې، هغه قضیې هم مطرح شوې چې پکې د یوې کورنۍ ځیني غړي پاکستانی او ځیني نور افغان کډوال وي، او د حل لپاره یې د مناسبو حل لارو غوښتنه وشوه. همدارنګه وړاندیز وشو چې د نادرا ګرځنده ټیمونه دې هرې سیمي ته واستول شي ترڅو د ثبت بهیر آسانه کړي.
چیف کمشنر ښاغلي عصمت‌الله شاه د یادو ستونزو په اړه مفصلې خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې دا ټول موارد به له خپلو لوړپوړو چارواکو سره شریک کړي، ترڅو دا ستونزې ژر تر ژره حل شي. نوموړي همداراز ژمنه وکړه چې د مهاجرو ستونزو ته د رسیدګي په موخه به له افغان سفارت سره همغږي او همکاري جاري ساتي.

21/04/2026
13/04/2026

خبرتيا!
د نوښار سيمي اضاخيل چکن سنټر هم فعال شو.

په ياد مرکز کې به د پي او ار(POR) کارتونو پروسه پرمخ وړل کيږي.

ياد مرکز په داسې حال کې فعاله شو چې د لنډيکوتل حمزه بابا او جمعه خان کمپ ټرانزيټ مرکزونو کې رش او بيروبار زيات وو او ډيری افغان کډوال د ګڼ شمير ستونزو سره مخامخ وو.

31/03/2026

بيړنۍ خبرتيا!

درنو هيوادوالو! نن سه شنبه چې د مارچ مياشتې 31مې نيټې سره برابره ده، د تورخم
لاره يواځې د افغان کډوالو لپاره خلاصه شوه.

کوم افغان کډوال چې اماده دي کولای شي له تورخم لارې څخه هيواد ته ستانه شي.
خبر عاجل!
به اطلاع عموم مهاجرین محترم رسانیده می شود امروز سه شنبه مورخ ۳۱مارچ ۲۰۲۶مطابق ۱۱حمل ۱۴۰۵ دروازه طورخم بطور یکطرفه صرف جهت برگشت مهاجرین عودت کننده باز می باشد.

اطلاعیهٔ مهم!مهاجرین نهایت معزز السلام علیکم و رحمته الله و برکاته.بدین‌وسیله به اطلاع می‌رساند که فردا، رأس ساعت ده (۱۰...
26/03/2026

اطلاعیهٔ مهم!

مهاجرین نهایت معزز
السلام علیکم و رحمته الله و برکاته.
بدین‌وسیله به اطلاع می‌رساند که فردا، رأس ساعت ده (۱۰) صبح، گذرگاه تورخم به روی آن‌عده از مهاجران افغان گشوده خواهد شد که وسایط نقلیهٔ آنان در جاده‌ها متوقف مانده است. همچنین این تسهیلات شامل خانواده‌هایی می‌گردد که برخی از اعضای‌شان در زندان‌ها به‌سر می‌برند.

شایان ذکر است که در مرحلهٔ نخست، به همین گروه از مهاجران اولویت داده شده و روند انتقال آنان انجام خواهد شد.

از عموم مهاجرین محترم تقاضا بعمل می آید مطابق با نظم و رهنمودهای تعیین‌شده عمل نمایند.

لطفاً این اطلاعیه را به‌منظور آگاهی سایرین به اشتراک بگذارید.

با حرمت و احترام
ریاست امور مهاجرین اسلام آباد

20/02/2026

خبرتیا .
دننګرهار ولایت محترم والی صاحب دحکم او داړونده ارګانونو په مشوره کوم مهاجر ورونه چه خپل ګران هیواد ته راستنیږی هیله ده دموټروان سره ترطورخم عمری کمپ پوری دکرایه موافقه وکړی .ممکن دوه ورځی وروسته یعنی .د23/2/2026:چه دهجری شمسی 1404/12/4 نيټی دسهار څخه هاخوابه دکډی سامان دپاکستانی موټرو څخه وافغانی موټروته انتقاایږی ..
البته دسامان دانتقال مصارف یی هم دافغانستان اسلامی امارت لخوا ورکول کیږی په مهاجرو به کوم زحمت نه وی

Address

House Number 56, Nizamuddin Road, F7/4
Islamabad

Opening Hours

Monday 09:00 - 16:00
Tuesday 09:00 - 16:00
Wednesday 09:00 - 16:00
Thursday 09:00 - 16:00
Friday 09:00 - 16:00

Telephone

+92512824505

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Refugee Affairs Attaché Islamabad د کډوالو چارو ریاست اسلام آباد posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share