10/07/2026
په جنت کې د مولانا خانزېب او باچاخان باباـــ ملاقات !
پاچاخان په یوه لویه، د سپینې ماڼۍ په چمن کې ناست و چې مخامخ يوه بله لویه سپینه ماڼۍ نوې نوې سر ته رسیدلې وه او یو سپین، ځلېدونکی مخ ځوان، په خوله مسکا په سترګو کې رڼا، د غلمانو په څنګ کې ناست وو. باچاخان هڅه وګړه چې د دغه ځلېدونکي مخ ځوان سره ناسته وکړي، خو ناسته ماښام ته وځنډولی شوه. چې د ماښام تیارهٔ په شروع کېدو شوه نو د ځوان د مخ ځلا تیارهٔ په رڼا کې بدله کړه. باچاخان بابا ورترغاړې شو او د ځوان ځلېدونکی تندی یې ښکل کړو. بابا ځوان ته وویل: ځوانه! نامه دې څه ده، او دلته څنګه راغلې؟ ځوان وویل: نامه مې مولانا خانزېب د باجوړ ناواګۍ کې زېږېدلی او لوی شوی وم. چې دیني زدکړې مې ترسره کړې،نو په عملي سیاست کې مې ستاسو د عدمِ تشدد د لرې قامي سیاست ته ملا وتړله ځای په ځای به مو قام ته د څپلې خاورې د اختیار درس ورکولو، او د قام د وحدت یووالي خبره به مو کوله، وخت تېرېده، پاڅونونه، سټډې سرکلونه، د مکالمې د لارې خبره مو په خبره حل کوله. خو د جولای لسمه، د زیارت ورځ، د ګرمۍ شدت، د باجوړ په بازاونو کې د دیارلسمې نېټې د امن پاڅون لپار امن بیرغ په لاس مو خلک خبرول، چې امن پاڅون کامیاب کړئ. خو هغوی د امن پاڅون سره زما جنازه هم کامیابه کړه. خو بابا! د قام بدمرغي دې ته نه وایم چې زه یې په سرو وینو کې رنګ کړم؛ د قام بدمرغي دې ته وایم چې د قام د بیدارۍ مبارزه مو په نیمه کې پاتي شوه. د قام بدمرغي مې په دې خبره زوروي چې ما د چا لپاره مبارزه کوله، هم هغو، بابا، زهٔ په سرو وینو کې رنګ کړم. ستا د پښتو ژبې وړومبۍ مجاله «پښتون» زما په وینو سره شوه، او زما د امن ارمان او د قام د بې حسۍ پېغور هغو ظالمانو، په اخري ساه کښې، چې روح مې له بدن څخه وتلو، نو دا بد رنګه پېغور یې د نورو ډزو کولو څه راکړو او دا غږ مې په غوږ ولګېدو: «دغسې ښه دی، چې بیا امن،امن او قام، قام نه کوي.اوس دې ستا قام راشې او مونږه نه دې بچ کړي.» او په بړق بړق په خندا په موټرسایکل روان شول. بابا! ما وعده کړې وه چې د ژوند د اخري ساه پورې به د قام اصلاح کوم، د ټوپک پر ځای به ورله امن ورکوم. خو هغو ظالمانو زه یوه مرمۍ په خوله ویشتی ومه نو دغه وعده مې سر ته ورسولی نه شوه. بابا! قام دي هم هغسې بې واکه دی، د تور استعمار غلام دی. ورور د زمکې په ټوټه وژني، خو د خپلې خاورې د شتمنیو بې خبره، په پردو هېوادونو او په خپل هېواد کې د نورو قامونو په ښارونو کې، د ډوډۍ رزق په تکل کې ورک دی. بابا! قام دې هم هغسې مرده پرست دی؛ په مرګ ورته سړی ګران شي، خو په ژوند سړې له زړه شین کوي. بابا! تاسو د متحده هندوستان په حق کې وئ. او د هندوستان د وېش پر وخت په دي خبره وېرېدئ، چې سپین استعمار خپلو تورو دلالانو ته د پښتنې خاورې اختیار ورنکړي. خو نن د پښتې خاورې په وسایلو تور استعمار قابض دی، او زمونږ د پښتون قام ساده ذهنونه د خپل غرض او ذاتي ګټو لپاره کاروي، او داسې ذهنیت یې ورته جوړ کړی دی، چې زما نه کرکه نفرت کوي، او زمونږ الفت او ستړي ورته نه ښکاري. بابا، مولانا خانزېب له تسلي ورکړه او خوا ته یې رانزدې کړو. په همدې کې غلمانو غږ وکړو چې: بشیر بلور، ډاکټر نجیب، ډاکټر شمشیر ،علم زېب، میاں راشید حسین، هارون بلور، عثمان کاکړ، ګیله من وزیر، اقبال مهمند، ارمان لوڼي، صمد خان اچکزی، پېر روښان، احمد شاه ابدالي، ولي خان، اجمل خټک راغلل، له لوی قامي شهیدانو د لښکر سره، چې د لښکر سالار خوشال خټک خپل شعر په چغه وايي:
«د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم»
چې د لښکر د اخري سر نه یو څړه چغه راوخته، چې تراب خپل نظم ویلو:
«جنازه مې ملاکڼد په څوکو کیږده
د مومندو باجوړو پښتنه وکه»
باچاخان بابا حېران، ګوته پر خوله شو او مولانا خانزېب ته یې وکتل. د ځان څه یې غلې شان وویل: «ډېر ملي اتلان، شهیدان د ازادۍ مبارزین د دنیا نه دلته جنت ته راغلي، خو څوک په چا نه دي راغونډ شوي، په جنت کې. او د خولې نه یې یوه دردناکه، بې اختیاره چغه ووته او خدای ته یې سوال وکړو: «ای خدایا پاکه! څنګه چې دلته د مولانا خانزېب په راتلو ټول اتلان، ملي شهیدان سیاسې مبارزین راغونډ شول، همدغسې په دنیا کې پښتون قام راټول او یو موټی یې کړه. په همدې کې د بابا غږ د باچاخان او د مولانا خازېب په غوږونو ولګېد، چې دواړه د ماڼۍ پر دېوال ورښکار شول. نو غني خان د سیند په غاړه، د يخ سیوري د لاندې، د ګلونو په څنګ کې، ستار په لاس، د خرولي وني ته ډډه وهلې وه او خپل ماتم نظم یې په ترنم کې شروع کړو:
دا خو نه وې غم له جوړې
ستا دا سترګې د غم ډکې
چا ته يې بره بره اړوې
د افسوس او ماتم ډکې
په ژړا باندې چا نه دي
سرې ماڼۍ ابادې کړې
په ښېرو باندې چا نه دي
مړې پېړۍ ازادې کړې
دا ستا ګوتې د پولادو
تش دعا زارۍ له نه دي
دا ستا مټې د مړانې
جوړې دې خوارۍ له نه دي
دا ستا زور پښتو او توره
ستا د سرې وينې غوځنګ
چې دا ښکلى سر دې ټيټ شي
ځوانه ډېر ښکارې بدرنګ
پاسه پاسه چجه وکړه
ته د قهر تور ښامار يې
ته افت يې ته غضب يې
ته د سور تندر ګوزار يې
ستا دا لاس د قسمت لاس دى
ورانول جوړول دوي کا
ستا په سترګو کې اجل دى
ورکول سوځول دوى کا
د فرعون د کور په شانې
دا حصار خاورې ايرې کړه
دا مغروره سر تس نس کړه
دا غرور ذرې ذرې کړه
پاسه وښايه دنيا ته
د پښتون د بچو ننګ
پاسه واوروه شغال ته
د ويستلو تورو شرنګ»
میر شېر شاه _