13/05/2026
پښتون سټوډنټس فيډرېشن ګومل پوهنتون نن د ايم ټي ايم له طرفه د پښتونخوا په موجوده صورتحال رابلل شوې احتجاجي غونډه کښې ګډون وکړ. پښتون سټوډنټس فيډرېشن ګومل پوهنتون د ټولې صوبې کښې روانې ترهګرۍ او په خصوصي توګه د لکي مروت او بنو چاودنو غندنه وکړه.
پښتون سټوډنټس فيډرېشن غوښتنه وکړه چي وفاقي او صوبايي حکومتونو دې په نېشنل ایکشن پلان باندې عمل وکړي او د اولس ځاني او مالي حفاظت لپاره عملي ګامونه پورته کړي. له دې سره سره د ګومل پوهنتون انتظاميه نه هم غوښتنه کوي چې دوي دې هم د ذده کونکو لپاره حفاظتي ګامونه پورته کړي، ولې چې په دې حالاتو کښې د پوهنتون ذده کونکي هم محفوظه نه دي.
پښتون سټوډنټس فيډرېشن ګومل پوهنتون يو ځل بيا د صوبايي حکومت نه دا غوښتنه کوي چې د اډيالا جيل تر مخې غير ضروري احتجاجونو پر ځای د صوبې په حالاتو د ترهګرۍ او بدانتظامي ختمولو ته مخ کړي.
پښتون سټوډنټس فيډرېشن ګومل پوهنتون