06/04/2025
کوټه، کاربنديز:
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان نيشنل ګوند لخوا د سباني کاربنديز (شټرډاؤن هړتال) د حمايت اعلان وکړ
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جنوبي پښتونخوا ايالت د مطبوعاتو څانګې د رسنيز خبر په ترڅ کې د کوټې ښار ټولو ښاريانو او تجارانو ته خبر ورکړ چي سبا خپل ټول کاروبارونه بند وساتي او اعلان سوي هړتال بشپړ کامياب کړي.