25/04/2026
سلامونه!
نن 25م اپریل 2026 د پښتونخوا لوستونکي سازمان بهاولپور تر نظارت لاندې د سیکرټري نزیر محمد شېراني په صدارت کښې د بر صغير پاک و هند د ازادۍ ستر سالار خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي سيمينار تر سره شو، په یاد سیمینار کښې د پښتون ايجوکېشنل اېنډ دويلپمنټ کونسل چېرمېن رفیق خان ناصر ، د NSM صدر کاشف داوړ او جنرل سیکرټري،د ISF صدر یاسین خان ورسره جنرل سیکرټری ،ملګري سیف الرحمان،سجاد محسود او نورو ګڼ شمېر ملګرو ګډون در لود، د سیمینار پېل د مالیات سیکرټري نوید احمد خان موسی خیل په تلاوت کلام پاک سره وشو ،د تنظیم ملګرو د خان شهید پر ژوند ویناوې وکړې ۔
عمر زیب اڅکزي د خان شهید ابتداي ژوند او نسب بیان کړ
اکېډمک سیکرټري سید عثمان شاه د خان شهید پر سیاسي جدوجهد پراخ نظر وړاندې کړ،
معاون سیکرټري معاذ خان حریفال د خان شهید پښتون قام پرستۍ او د جېل ژوند بیان کړ،د NSM صدر کاشف داوړ د خان شهید پر ژوند مختصره وینا وکړه او د پښتونخواه لوستونکي سازمان بهاولپور ستاینه یې وکړه،
په آخره کښې د پښتونخواه سټوډنټس آرګناٸزېشن بهاولپور سيکرټري نذير محمد شېراني صدارتي وينا وکړه. او د خان شهيد په ژوند، ملي اتلانو او د پښتانه په جغرافیه ئې خپل نظر وړاندې کو او د مېلمنو شکريه ئې ادا کړه.
او درنو مېلمنو ته ئې د 'خان شهيد مقدمه په پاکستان عدالت کښي' ډالۍ کړې. ورسره یې وۀ اطلاعات سیکرټري ګيلاني خان ته د ډګرۍ په تکمیلېدو د ډاډ ګیرنې سرټیفیکټ ورکړ، او په یاد سیمینار کښې و ټولو ګډون والو ته د PSO له
طرفه چای پارټۍ انتظام هم شوۍ وو۔
د سټیج چارې انور بوریوال تر سره کړې۔
PSO Lahore
PSO Islamabad
PSO Multan Official
PSO-Hazara University Mansehra
PSO Social Media Cell