04/08/2026
گاؤں بادہ بلکہ پورے گدون کے لڑکیوں کی تعلیمی مشکلات اور ان کے حل کے حوالے سے خیر محمد جدون کی یہ پرانی تحریر ایک بار پھر شیئر کر رہے ہیں تاکہ متعلقہ اداروں کے نوٹس میں لایا جاسکے۔
د جينکو د تعليم مسله او حل
دا د کلی يو اهمه او غټه مسله ده.....بلکه د ګدون د هر کلی مسله ده...په دې مسله د کلی مشرانو سياسي نمائيده ګانو او د فلاحی تنظيم ځوانانو له سنجيده غور پکار دې....
اکثر تاسو ليدلی کتلي دی... چې جينکئ د اتم جماعت نه پس اسکول پريږدی...د اسکول پريښودو وجوهات ډير دی.. يو څو ستاسو په مخکښې اږدم...
ړومبئ وجه.... د اتم نه پس بل کلی ته اسکول له پاره تلل وی...چې اکثر والدينو ته دا فيصله کول ګرانه وی.
دويمه وجه... د والدینو مالی پوزشن دې.. چې د اکثريت ښه نه دې..او د پرائيويټ اسکولونو خرچې نشی برداشت کولی...
دريمه وجه ..... ټرانسپورټ ده..
څلورمه وجه... زمونږ ماحول دې.. او داسې نورې وجوهات هم کيديشی... چې د جينکو د تعليم په حاصلولو کښې خنډونه دی...
اوس په ډير ملګری وائي چې د جينکو په اسکول کار شورو دې... د هائ اسکول درجه ورته ميلاو شوې ده.. ډير زر به دا مسله حل شی.. منم چې کار پرې شورو دې...او درجه ورته ميلاؤ شوې ده ...خو اوس هم پري ډير وخت لګي ...
بل تاسو ته دا هم پته ده.. چې مئ کښې امتحانات شورو کيږی.. جون له به ختم شی...نو اوس چې کوم کلاس فارغ شی... دوی د پاره غور پکار دې....
زه يو څو تجاويز ږدم... که قابل غور وی او قابل عمل وی نو بيا خو پکار ده چې مخکښې دغه عملی ګامونه پورته شی......او کنه نشې کيدې نو دا خبره به په دغه ځاې پريږدو......
زما د مالوماتو مطابق چې په کومو علاقو کښې دغه ستونزه راپيښه ده... هلته د هغه علاقې مشرانو دا حل راويستې دې..
چې د هلکانو په هائ اسکولونو کښې ئي جينکو له جدا انتظام کړې وی....او د محکمه تعليم نه يي منظوری اغستې وی..
بل چې په کومو اسکولونو کښې د کمرو ګنجائش کم وی.. نو هلته يي هم په هغه اسکول کښې د جينکو له پاره سيکنډ شفټ شورو کړې دی..
او په کنټريکټ يي ورله اساتذه مقرر کړی دی...د استاذانو کمې يي په دهغه طريقه پوره کړې دې...او دغه شان يي د جينکو د تعليم سلسله جاري ساتلې ده... مطلب دا شو چې دا کار کيديشی او مونږ يي هم کولې شو.. تر څو چې دغه بل سکول نه دې تيار شوې..... دي سره به يو فائده دا هم اوشی.. چې کومو جينکو لسم دولسم پاس کړې دې او فارغې ناستې دی.. هغوی ته به هم د سروس موقع په لاس راشي...او د جینکو تعليمی سلسله به هم روانه وی.. محکمه تعليم سره چې کوم ځلک منسک دی ...هغوی دا وئيلی شی....چې داسې ممکن ده او کنه...که داسې ممکن وی..... نو زه درسره هر قيسم مرستې ته تيار يم....
وسلام