31/01/2026
د سفارت د فعالیتونو ځنډېدل، د سفارت تسلیمول او په جاپان کې د مېشتو افغانانو څخه مننه
د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۳۱مه نېټه
توکیو، جاپان
درنو هېوادوالو!
لکه څنګه چې مخکې هم خبر درکړل شوی و، په جاپان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت، په ډېرې خواشینۍ سره نن د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۳۱مه نېټه خپل فعالیتونه ځنډوي. نن د دې سفارت د خدماتو وروستۍ ورځ وه او سفارت په رسمي توګه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت هغه پلاوي ته وسپارل شو، چې مشري یې ښاغلي سوګایا کوله؛ نوموړی د منځني ختیځ او افریقا د څانګې رئیس دی او د افغانستان او جاپان دوهاړخیزې اړیکې هم د همدې څانګې اړوندې دي.
د تاریخ په دې سختو شیبو کې، له هر څه وړاندې، موږ خپل مسؤلیت ګڼو چې د ټولو هغو ګرانو هېوادوالو څخه چې په تېرو کلونو کې، او په ځانګړي ډول په وروستیو سختو ورځو کې، لکه د یوې کورنۍ د غړو په څېر یې له دې سفارت سره ملاتړ او مرسته کړې ده، په صمیمانه توګه مننه وکړو. ستاسو همغږي او وطنپالنه د دې کور تر ټولو لوی ملاتړ بلل کېده!
د مخکنۍ اعلامیې له مخې:
• د یاد سفارت ټول قونسلي خدمات، سیاسي ـ اقتصادي او کلتوري چارې له نن، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۳۱مې نېټې، په بشپړ ډول ځنډېږي.
• د جاپان حکومت، د مخکنۍ هوکړې او د «ویانا د ۱۹۶۱ کنوانسیون د دیپلوماتیکو اړیکو » له مخې، د سفارت د ودانۍ، شتمنیو او آرشیف د ساتنې او حفاظت مسؤلیت پر غاړه اخلي. د یادونې وړ ده چې نن د جاپان د بهرنیو چارو وزارت پلاوی سفارت ته راغی او د ټولو شتمنیو تر موجودیت او تثبیت وروسته (د اسنادو او له پخوا ثبت شوو لېستونو سره سم) چې په پوره امانتدارۍ ساتل شوي وو، د مهر او لاک له لارې په رسمي ډول د کوربه هېواد پلاوي ته وسپارل شول.
د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت په توکیو کې، سره له دې چې د کافي منابعو د نشتوالي له امله یې ځینې محدودیتونه درلودل، کېدای شي نوې توانېدلی چې د افغانانو ستونزو ته په تر ټولو غوره ډول رسېدنه وکړي؛ خو تر وروستۍ شېبې پورې زموږ یوازینی هدف او هڅه دا وه چې په جاپان کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته په بېړني ډول رسېدنه وشي. موږ د هغوی د صبر، زغم او صادقانه همکارۍ څخه مننه کوو او د ټولو لپاره د بریا او خوښۍ هیله لرو.
تمه کېږي چې د دې سفارت ټول اسناد او شتمنۍ، د یوه مشروع حکومت د رامنځته کېدو سره سم، د افغانستان راتلونکې باصلاحیته استازولۍ ته وسپارل شي او په جاپان کې د مېشتو افغانانو لپاره له سره خپل خدمات پیل کړي.
په درناوي،
د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت
توکیو، جاپان
——
پایان فعالیت های سفارت، تسلیم دهی و ابراز قدردانی از افغانهای مقیم جاپان
۳۱ جنوری ۲۰۲۶
توکیو، جاپان
هموطنان گرامی،
همانطور که قبلاً به اطلاع شما رسانیده شد بود، سفارت جمهوری اسلامی افغانستان در توکیو با تأسف و ناگزیر فعالیتهای خود را امروز بتاریخ ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، به حالت تعلیق درآورد. امروز، آخرین روز ارائه خدمات این سفارتخانه بود و سفارت رسمأ به هیأت وزارت امور خارجه جاپان که در رأس آن آقای سوگایا ریس دیپارتمنت شرق میانه و افریقا که امور دوجانبه افغانستان و جاپان نیز مربوط به آن میباشد، تسلیم داده شد.
در این لحظه تاریخی و دشوار، پیش از هر چیز وظیفه خود میدانیم که از همه هموطنان عزیزی که در طول سالیان گذشته و به ویژه در روزهای سخت اخیر، همچون اعضای یک خانواده، این سفارت را حمایت و یاری کردند، صمیمانه تشکری کنیم. همبستگی و حس وطن دوستی شما، بزرگترین پشتوانه این خانه بود!
طبق اعلامیه قبلی:
· تمامی خدمات قونسلی، امور سیاسی-اقتصادی و امور فرهنگی این سفارت از امروز ۳۱ جنوری ۲۰۲۶ به حالت تعلیق کامل درآمد.
· حکومت جاپان طبق توافق قبلی و بادرنظرداشت «کنوانسیون ویانا درباره روابط دیپلماتیک (۱۹۶۱)» مصونیت و حفاظت از محل سفارت، اموال و آرشیف آن را عهدهدار خواهد بود. قابل تذکر است که امروز هیأت وزارت امور خارجه جاپان به این سفارت حضور یافته و بعد از موجودی همه اموال (مطابق به اسناد و لست اجناس از گذشته تثبیت شده) که با کمال امانتداری حفظ گردیده بود، بعد از مهرولاک رسمأ با اخذ سند تسلیمی به هیأت کشور میزبان واگزار گردید.
سفارت جمهوری اسلامی افغانستان در توکیو باوجود کمی و کاستی های ناشی از نبود منابع کافی، ممکن نتوانسته باشد به بهترین وجه برای مشکلات افغانها رسیدگی کند، ولی تا آخرین لحظه یگانه هدف و تلاش ما این بوده است که به مشکلات همه افغانها مقیم جاپان به اسرع وقت رسیدگی صورت گیرد. با آنهم از حوصله مندی، بردباری و همکاری های صمیمانه شان، سپاسگزاری نموده و برای همه موفقیت و سربلندی آرزو میدارد.
توقوع میرود که این سفارت با روی کار آمدن یک حکومت مشروع در آینده، به نماینده با صلاحیت افغانستان با حفظ کامل همه اسناد و اموال موجوده، دوباره تسلیم داده شود، تا مجددأ فعالیت های خود را بمنظور خدمت به وطن عزیز ما افغانستان و افغانهای گرامی مقیم جاپان از سر گیرد.
با احترام،
سفارت جمهوری اسلامی افغانستان توکیو -جاپان