07/04/2026
نوې غزل 🥰
د نسوارو په نشې شعرونه ليکم
خلکو څومره د مزې شعرونه ليکم
يار له غمه مې نظر کم شو د سترګو
ورته واچوم چشمې شعرونه ليکم
هغې وئيل صرف په ما شعرونه ليکه
ځکه صرف په هغې شعرونه ليکم
په شعرونو باندې قام زۀ بيدارومه
داسې نه چې بے فائدې شعرونه ليکم
ټوله ورځې اودۀ يمه بے غمه
زۀساحل ګورې د شپې شعرونه ليکم
زۀ ساحل د غني خان بابا نوسے يم
ځکه ډک له فلسفې شعرونه ليکم
ستاسو قومي شاعر 🥰