23/06/2025
روانه شخړه هر اړخیزه جاج :
ليک : همايون کاسي
د ايران او اسرائیل په شخړه له کلونو کلونو ليکنې کوم، او د دغه جنګ پېشبيني کوم. د دغه جنګ لاملونه، د اسرائیل او امریکا موخې، د ايران موخې، د عربو او نورې مسلمانې نړۍ کردار، د روس او چين کردار. دغه ټول اړخونه تر دغه لمخه په درځنونو ليکنو کې بحث شوي دي.
بلکې د دغه شخړې په نتیجه کې به کوم ممکنه جيو پاليټيکل بدلونونه راځي او پر افغانستان، پاکستان، منځنۍ آسیا، هيندوستان، چين او روس به يې څه اثرات وي?
دا ټول موضوعات بحث شوي دي.
نن به د دغه جګړې د را روان وخت تېکنيکي جاج اخلو, او دغه مهم سوالونه به جوابوو.
چې ايران به له دغه پس څه کوي او لا څه کولى شي?
دغه رنکه د روس او چين کردار څه کېدلى شي?
امريکا، اسرائیل او ملګري به يې څه کوي او لا څه کولى شي?
مسلمانان ملکونه به په کوم سف کې ولاړ وي، او څه کردار لوبولى شي?
زما په فکر ايراني اخوندانو دغه جګړه پخپله پر خپل ځان تپلې ده. د هغه لامل دا دى، چې دوى چې له کومې ورځې واک ترلاسه کړى دى، نو د خپل حکومت موخه يې د اسرائیل له منځه وړل او د امریکا دښمني انتخاب کړې ده.
د دغه له پاره دوى د خپلو وسايلو لويه برخه د خپل اولس د فلاح او بهبود پر ځاى، د وسلو پر جوړولو و لګوله. د خپلې دفاع له پاره وسلې جوړول د هر ملک له پاره اړين وي، او تر دغه آنده ايراني اخوندانو ښه کار و کړو. بلکې دا دومره اوږده موده، چې دوى خپل واک و ساتلو. نو هم يې لامل دغه دفاعي قوت درلودل وو.
د دغه خبرې دليل دا دى، چې پر افغانستان د بريد کولو له پاره امریکا دوې ورځې هم سوچ نه وو کړى. خو پر ايران باندې بريد کولو يې لسيزې کشې ايستلې. دومره حصابونه نه دوى پر عراق باندې بريد کولو کې لګولي وو او نه پر ليبيا او سوريه. معنا د دغه ځنډ بنيادي لامل د دوى پوځي قوت درلودل وو.
خېر جګړه به هتمن کېده، بله يوه لاره نه وه بې له جنګه. امریکا او اسرائیل که له نور ځنډ څخه کار اخستى وايي. نو بيا کېدلى شو، دوى د تل له پاره دغه سيمه له لاسه ورکړې وايي. او اسرائیل ته به د وجود ګواښ تر آخري بريده رسېدلى وايي.
دغسې د ايران له پاره هم د اسرائیل په خپل ګاونډ کې شکېل ساتل اړين وو، چې نور پياوړى قوت نه شي جوړ. ايران د دغه موخو له پاره ګوډاګي تنظيمونه جوړ کړو. هغو ته يې درنې وسلې ورکړې او اسرائیل يې تر مستقل ګواښ او جنګ لاندې و ساتلو. اسرائیل چې کله هغه ګوډاګیان و ځپل، نو بيا يې ايران او ګوډاګیانو تر منځ سپلايي لائين، يعنې سوريه له منځه يو وړه.
آخري مرحله ايران ته د لاس اچولو وو. هغه هم دغه دى، دوى و کړو. دوى د دغه جګړې دوې موخې يادې کړې وې، اوله موخه ترلاسه کولو، يعنې د ايران اټمي صلاحیت له منځه وړلو دعوه دوى کړې ده. دا خبره څومره حقیقت ده او څومره نه ده. دا تر اوسه په کره توګه نه شي ويل کېدلى. هغه ځکه چې ايران د دغه پر ضد دعوه کوي.
خېر اوس اسرائیل او امریکا د دويمې موخې يعنې د ايراني اخوندانو د حکومت ړنګولو کار په مخه اخلي. خو دغه کار دومره آسانه نه دى، لکه څومره چې په عراق، ليبيا، سوريه او افغانستان کې آسانه وو. د هغه لامل دا دى چې ايراني اخوندانو له اولې ورځې دغه يره درلوده، چې د دوى د انقلاب پر ضد به عمليات کېږي. نو دوى هم د بهرنيو دسيسو او ورسره له ملک څخه دننه د مزاحمت د مخنيوي له پاره سم دم بندوبست کړى دى.
د ايراني پوځ علاوه، دوى يو بېل پوځ جوړ کړ. چې نوم يې پاسداران انقلاب ورکړو. د دې علاوه يې په زرګونو مدرسې جوړې کړې، چې د دوى د مزهبي فکر روزنه په اولس کې و کړي. د ملک په ټولو محکمو کې د دغه فکر خلګ بهرتي کړو. د ملک د عام پولیسو علاوه يې د اسلامي شريعت اخلاقي پولیس فورس جوړ کړو. چې د ښځو او سړيو او جامو او ناستو ولاړو يې دقيق نظر ساتلو. ګوا له نظام سره تړلو او ګټه پورته کوونکو وګړو برخه دا وخت په مليونونو کې ده. د دغه مليونونو وګړو روزګار او ژوند له دغه نظام سره تړلى دى. د دې علاوه مزهبي فکر لرونکي وګړي که لږ وي هم، نو په کروړونو کې دي.
د دغه ټولو وګړو له پاره د نظام نړېدل او پاته کېدل د مرګ او ژوند په معنا دي. ځکه به دوى تر آخري بريده هڅه کوي چې خپل دغه نظام و ژغوروي. بل لوري ته به امریکا او اسرائیل هڅه کوي، چې دغه نظام ړنګ کړي، د خپلې خوښې نظام او ډله واکمن کړي.
امريکا ايران ته خوا او شا هر لوري ته پرته ده. ټولو عرب ملکونو کې اډې لري، په پاکستان او افغانستان کې به هم اډې ورکول کېږي. که چېرې دوى ته اړتیا شي.
ايران سره د جنګ بندولو او د خپل نظام د ژغورولو يوه لاره پر اسرائیل بريدونو ته دوام ورکول دى، خو دا کار ايران ډېره موده نه شي کولى. هغه ځکه چې له ايران سره ميزايلونه که په زرګونو دي. نو داسې ميزايلونه په سوونو دي، چې اسرائیل په نخښه کولى شي. نو ځکه دويمه لاره له ايران سره دوى ته خوا او شا جوړې امريکايي اډې دي. خو د دغه اډو په نخښه کولو معنا له دغه ملکونو سره هم ښکر بندول دى. خو ايران بې له دغه بله لاره هم نه لري. درېيه لار له ايران سره پخپله د هومرمز تجارتي سمندري لاره تړل او د هوثيانو په مرسته د سعودي عرب او افريقا تر منځ سمندري لاره تړل دى. په دغه کولو سره ايران تر ټولو زیات فشار پر هغه عربو ملکونو اچولى شي، چا چې امریکا ته اډې ورکړي دي. او د دغه تر څنګ دويم زيات فشار د يورپ پر اقتصاد پرېووځي. که څه هم د ايران د جګړې له لامله د چين هم تاوان روان دى. ولې چې د ايراني تېلو تر ټولو لويي، بلکې په قانوني توګه يوازينى خریدار چين وو. خو چين بيرته له روس څخه تېل ترلاسه کولى شي. دغسې هيندوستان هم له روس او نورو ملکونو څخه تېل اخلي. نو پر هغو اثر اچوي، خو دومره نه اچوي. لکه څومره چې پر يورپ او عربو اچوي.
د امریکا پکې اقتصادي ګټه ده، ولې چې د يورپ تکيه به د تېلو او ګېس په هکله نور هم پر امریکا شي. خو د يورپ پر اقتصاد د فشار زياتېدل د امریکا سياسي تاوان دى. هسې د يوکراين او روس له جګړې پس يې اقتصاد له لمخه څخه په ګوډو شوى دى. نو دغه نور فشار به ګرسره دغه معيشتونه تباه کړي. د دغه معيشتونو په ګوډو کېدل بيرته د چين ،هيندوستان، پاکستان، بنګال، سريلنکا، وېتنام، جاپان، کوريا او داسې نورو ملکونو پر اقتصاد هم ډېر بد اغېزمن کېږي. ولې چې دغه ټول ملکونه خپل توکي لا خو يورپ ته لېږي او لا امریکا ته.
په لنډو ټکو کې که وو وايم، نو د دغه جګړې اوږدېدل د ټولې نړۍ پر اقتصاد ډېره بده اغېزه اچوي. خو حقیقت دا دى چې دغه جګړه فلحاله د ورځو کار نه ښکاري، بلکې تر مياشتو غځېدلى شي. اوس ايرانيان بغاوت او مزاحمت پېلوي او که اخوندان پاته کېږي. دا خبره کول قبل از وقت ده. ولې چې دواړې خبرې امکان لري او ښه سم امکان لري.
اوسغپر امریکا او اسرائیل هم نړيوال فشار زياتېدلى شي، چې تاسو اټمي خطر له منځه يو وړو. نو جګړه بايد بنده کړئ. خو د ايران له خوا دا بيان ورکول، چې د دوى اټمي پروګرام لا تر اوسه وجود لري. بيرته امریکا او اسرائیل ته د جګړې د اوږدولو پلمه ورکوي.
زه نه پوهیږم چې ايران څله دا بيان ورکړو?
حالانکې که د دوى اټمي پروګرام که دوى ژغورولى هم وي، خو بايد ترديد يې نه وايي کړى. دا رنکه دوى په پټه خپل کار په مخه وړلى شو.
خېر څومره چې زما سر په خلاسېږي، نو دوى د خپل اولس د باور ساتلو. او د خپلو کار کوونکو د جذبې لوړو ساتلو له پاره دا خبره کړې ده. ولې چې په جنګ کې د اولس مورال او باور لويه معنا لري. لوبه زياته نفسياتي وي، نو ايران کېدلى شي د نفسياتي ماته خوړولو په فکر دا خبره کړې وي.
خېر د هرې خبرې دوه اړخه وي. يو اړخ يې دا دى، چې دا رنګه دوى د خپل ځواکونه او اولس د امریکا او اسرائیل له نفسياتي بريد څخه و ساتل. خو بل لوري ته دغه بيان امریکا او اسرائیل ته، جګړې ته د دوام ورکولو پلمه هم ورکوي.
د امریکا او اسرائیل له خوا د اټمي تنصیباتو له منځه وړلو اعلان کول هم دواړه اړخه لري. يو اړخ يې په نفسياتي توګه د ايران د اولس او نړۍ پر ايراني اخوندانو باور ختمول دى. چې د ايراني اخوندانو د واک له منځه وړلو کار آسانه کوي. خو بل لوري ته دغه اعلان د دوى له خوا د جګړې د اوږدولو يوه پلمه هم له منځه وړي.
ايران که څه هم پر اسرائیل د اوږدې مودې له پاره د بريدونو کولو توان نه لري. خو د خپل نظام په دفاع کې خپلو پولو ته نزدې د اوږدې مودې له پاره جګړه توده ساتلى شي.
د امریکا او اسرائیل ستراتيژي به دا وي چې، يوه لوري ته د ايران د بريد کولو صلاحیت په بشپړه توګه له منځه يو شي. او ايران د دې جوګه نه شي پاته چې لا خو اسرائیل په نښه کړي. او لا په سيمه کې د امریکايي اډې. بلکې دا هڅه به کوي چې تجارتي لارې هم و نه تړل شي. او کاروبار دوام و کړي.
د لارې بندولو په نتیجه کې فشار هم پر امریکا پرېووځي او هم پر ايران. داسې بېخي نه ده، چې هغه فشار به يوازې پر امریکا وي او پر ايران به نه وي.
بل کار به امریکا او اسرائیل دغه کوي، چې د ايران اقتصادي اثاثې به په نخښه کړي. د برېشنا او د اوبو نظام به يې له منځه وړي. دا کارونه به دوى، د ايراني اولس له خوا پر اخوندانو د فشار زياتولو له پاره کوي. چونکې ايران د امریکا له لوري خوا او شا را ګير دى، نو له بلې يوې لارې هم له ايران سره څوک مرسته نه شي کولى. ايران به له هرې خوا محاصره وي. روس البته د آرمينيا له لارې مرسته ورسره کولى شي، او چين هم د وچې له لارې مرسته ورسره کولى شي.
د ايران له لوري هڅې روانې دي، چې روس د ملګرتيا حق ادا کړي. خو د روس په را دانګلو کې ستونځه روس ته جوړېږي. يوې خوا ته نړيواله جګړه پېلېږي او بل لوري ته يې په يوکراين کې لاسته رواړنې له منځه ځي. او يوکراين يې له لاسه ووځي. تر اوسه خو روس يوازې له يوکراين سره په جنګ دى، که څه هم وسلې د امریکا او يورپ دي. خو بيا به له وسلو سره سره هر څه د يورپ او امریکا وي. او بيا روس د دغه ټولو ملکونو مقابله بې له اټمي وسلې نه شي کولى. خو اټمي وسله بيا يوازې روس نه لري، هغه وسله د روس مخالفین هم لري.
نو اوس به کتل وي، چې روس تر کومه بريده د ايران مرسته کولى شي او لا تر کومه بريده مرسته کول غواړي?
دغه حال د چين هم دى. چين د تهائيوان د نيولو اراده لري، هغه په ستراتيژيک او اقتصادي توګه د چين له پاره تر ټولو اړين دى. نو که چېرې چين د ايران مرستې ته را دانګي، د تهائيوان خوبونه به بيا د بېخي ډېر وخت له پاره پرېږدي.
امريکا چې دغه د پاکستان جرنېل ور غوښتى دى, او خورا يې باټولى دى. دا هم په دغه معنا ده چې د اوږدې جګړې په دوران کې دوى د امریکا تر څنګ به هره حواله هغسې ولاړ وي، لکه د افغانستان پر قضيه چې ورسره ولاړ وو.
په افغانستان کې هم له امریکا سره د معاهدې په نتیجه کې جوړ شوى حکومت دى. نو هغه هم د امریکا د مفاداتو پر زد نه ځي. بلکې دغه مجلس دوى په ليکلي بڼه سره منلى دى، چې د دواړو دښمنان او دوستان به له دغه پس مشترک وي.
دغه ټول تناظر که په لنډو ټکو کې بيان کړم،نو ايران که د اوږدې مودې له پاره جګړه او د نظام دفاع کولى هم شي. خو په اقتصادي توګه د ايران له پاره اوږده جګړه کول بېخي امکان نه لري. د ايران د تېلو او ګېسو کويان به امریکا هتمن له منځه وړي، بلکې يو څه خو اسرائیل له لمخه څخه له منځه وړي هم دي. او که پر اولس برېښنا او نور صهوليات د ژوند و درېږي. نو اولس ګزاره نه شي کولى، او زغم يې ختمېږي.
د دغه جګړې اوږدېدل د ټولې نړۍ په تاوان ده، او په خاصه توګه د ګاونډيو بيا ډېر زيات په تاوان ده.
اسرائیل چې څومره تاوان وړلو هغه يې يو وړو. له دغه پس ډېر زيات تاوان نه وړي. امریکا البته په سيمه کې تاوانونه وړلى شي. خو له امریکا سره جګړه معنا له ټولې ناڼو سره جګړه کول دى. بل په کومو ملکونو کې چې د امریکا اډې دي، دغه ملکونه به هم د امریکا هر رنکه مرسته کوي. هغه که بيا مالي وي او که پوځي.
نو اوس که چېرې ايراني اخوندانو خپل واک و ژغورولو دا به لويه سياسي دهچکه وي امریکا ته په نړيواله کچه. او که امریکا د نظام په ړنګولو کې بريالۍ شوه. نو له نوي سره يې خپل قوت پوخ کړو. او بيا به يې نه چين جواب کولى شي او نه روس.
ځکه د روس او چين به هڅه وي، چې کم از کم دغه نظام و ژغورل شي. هغه که بيا د سياسي فشار له لارې وي او که د ډپلومېسي له لارې. د چين او روس له خوا په پوځي توګه جګړې ته را دانګل پخپله د چين او روس زيات په تاوان دى، په مقابل کې د امریکا او يورپ.
خو حالاتو ته په کتلو سره کره خبره نه شي کېدلى. د درېيمې نړيوالې جګړې امکان هم وخت شته. روس په جګړه کې بوخت دى له يوکراين سره. او ايران له امریکا او اسرائیل سره په جنګ دى. نو اوس که چين جګړې ته را دانګي او لا يورپ را دانګي. نو نړيوله جګړه پېل شوه.
هغه د شمالي کوريا لېونى خو داسې ښکاري لکه ناست چې دغه ورځې ته وي. نو بيا به جاپان او سوهېلي کوريا هم د جنګ برخه جوړېږي.
اوس به کتل وي، چې د ملکونو سياسي ليډرشپ څه رنکه پرېکړې کوي. او څومره له سياسي بصيرت څخه کار اخلي. هغه ځکه چې دغه هر څه د دوى پر سياسي بصيرت او سياسي او جنګي پرېکړو پورې اړه لري.