01/04/2026
د ښه ملګري ځانګړنې
ـ ښه ملګري هڅه کوي، چې نورو ته مو ښه معرفي کړي. دومره ښه چې تاسو هم خپل ښه والي ته حیران شئ.
ـ ښه ملګری ستاسو عیبونه درته په ګوته کوي. بد ملګري برعکس وي، هغوی ستاسو ستونزې ددې پر ځای چې تاسو ته ووایي، نورو ته وايي.
ـ ښه ملګري مو په نشتون کې ملاتړ کوي. مخامخ هرڅوک له تاسو دفاع کوي. مګر ښه ملګری هغه دی، چې په غیاب کې مو ملاتړی وي.
ـ په سختو ورځو کې مو ترڅنګ ولاړ وي. د ښې ورځې یاران بېخي ډېر وي. کله چې په ستونزه کې وئ او چا لاس درکړ، همدا مو ښه ملګری دی. له لاسه ورکول یې لوی زیان دی.
ـ ښه ملګري هڅه کوي، سمې لارې ته مو برابر کړي. هغوی چې تل تاسو ته نصیحت کوي او له بدې لارې مو ژغوري قدر یې وکړئ. دا خورا ارزښتمن خلګ دي.
ـ که له یو ملګري/ملګرو سره تاسو وخت تېر کړ، وروسته مو حس کړه، چې مثبت بدلون مو کړی، دا خلګ له لاسه مه ورکوئ. ځکه چې په حقیقت کې ښه ملګري همدوی ته ویل کېږي.
ـ ښه ملګری تاسو ته ډاډ درکوي، ستاسو د کارونو د ښه والي لپاره مو تل هڅوي، ترڅو پر ځان باور ترلاسه کړئ او ښه وځلېږئ.
ـ خو یوه خبره باید هېره نه کړئ، چې که تاسو د ښه ملګري غوښتونکي یئ نو نور هم غواړي ښه ملګري ولري. موخه دا ده، چې هڅه وکړئ تاسو هم پورتنۍ ځانګړنې ولرئ ترڅو د نورو خلکو ښه ملګري اوسئ.