ترینکوټ ښاروالي Tarin Kowt Municipality

ترینکوټ ښاروالي  Tarin Kowt Municipality دلته تاسو ته د ترینکوټ ښاروالی فعالیتونه وړاندي کیږي، ستاسو سالمي نیوکې او نظرونه موږ ته د قدر وړ دې.
په درنښت - ترینکوټ ښاروالي

روزګان کي د بیرغ ملي ورځي لمانځلو لپاره جوړ سوی کمېسیون.د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي په شانداره مراسمو د بیرغ ملي و...
29/07/2021

روزګان کي د بیرغ ملي ورځي لمانځلو لپاره جوړ سوی کمېسیون.

د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي په شانداره مراسمو د بیرغ ملي ورځي لمانځلو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ سوی وو چي مسوولیت یې د ترینکوټ ښاروال نعمت الله بختیار پر غاړه وو، او د ولایت قدرمن مرستیال او سرپرست والي نقیب الله عرفاني د دې کمېسیون مشري کول.

دا کمېسیون چي د ملي راډیو تلوېزیون آمر، اطلاعات او کلتور رئيس او د ګڼو نورو دولتي ادارو استازي یې هم غړي وه، وتوانېدی دغي ویاړلي ورځي ته بشپړ او لازم چمتووالی ونیسي او دا ورځ په جوش او ولولو ولمانځي.

موږ د ویاړ او ملي هویت ثابتولو په موخه شپه او ورځ سخت کار کوو.

درنښت

ترینکوټ ښاروالي.

29/07/2021

روزګان - ترينکوټ

د زمري یا اسد میاشتي اومه/ د بیرغ ویاړلې ملي ورځ ده.

ترینکوټ ښاروال
نعمت الله بختیار

د ملي او ویاړلو شېبو پر مهال... د ترینکوټ ښاروالی ویاړلي او زیارکښه کارمندانو د زمري ۷مي د بیرغ ملي ورځي په ویاړ او د هم...
29/07/2021

د ملي او ویاړلو شېبو پر مهال...

د ترینکوټ ښاروالی ویاړلي او زیارکښه کارمندانو د زمري ۷مي د بیرغ ملي ورځي په ویاړ او د همدې ورځي د لمانځلو لپاره د سها ۶ بجو څخه تدابیر پېل کړي وو او دا ورځ یې په ویاړ ولمانځل.

دا وطـن افـغـانـستان دی.
دا عزت د هر افغان دی.

د بیرغ ملي ورځ مو مبارک سه!

ترینکوټ ښاروالي

د لوی اختر د  مبارکۍ پېغام! د لوی اختر د سپېڅلو ورځو د را رسېدو له امله ټولو درنو روزګانیانو او په ټوله کي افغانانو ته م...
19/07/2021

د لوی اختر د مبارکۍ پېغام!

د لوی اختر د سپېڅلو ورځو د را رسېدو له امله ټولو درنو روزګانیانو او په ټوله کي افغانانو ته مبارکي او نیکي هیله وړاندي کوو، او د لوی او متعال خدای ج دربار ته د دعا لاسونه لپه کوو چي دا اختر په هیواد او ځانګړې توګه روزګان کي د امن، سولي او ټیکاو لومړنی خو د جګړو، ناخوالو او تاوتریخوالي وروستی اختر سي.

له درنو ښاریانو د ترینکوټ ښاروالی هیله او غوښتنه!

ترینکوټ کي میشتو درنو او د قدر وړ ښاریانو، دا چي لوی اختر کي قربانۍ کیږي او خلک څاروئ حلالوي، نو ترینکوټ ښاروالي له ټولو باعزته ښاریانو څخه غواړي چي د څارویو، کولمې، وړۍ او نور اضافه هغه توکي چي د استفادې وړ نه وي بې ځایه ونه غورځوي بلکي ځکه کي یې ښخ کړي.

دې کار سره به مو هم چاپیریال پاک ساتلی وي او هم به مو خپلي روغتیا ته ګټه رسولې و اوسي.

هره ورځ مو اختر او اختر مو بختور سه!

په درنښت

زموږ ښار زموږ کور دی!

ترینکوټ ښاروالي

هغوی چي د ټاکلي نرخ پاڼي څخه یې سرغړونه کړې جریمه سوه.د ترینکوټ ښاروالۍ ټېم د پولیسو د لومړۍ حوزې پولیسو د یخي فابریکو ک...
19/07/2021

هغوی چي د ټاکلي نرخ پاڼي څخه یې سرغړونه کړې جریمه سوه.

د ترینکوټ ښاروالۍ ټېم د پولیسو د لومړۍ حوزې پولیسو د یخي فابریکو کي د یخي د کندو وزن وکتئ چي د هري کندې وزن ثابت ۱۶ منه وو.

ښار کي بیا هغه دکانداران جریمه سوه چي تر ټاکلي نرخ یې پښه اړولې وه.

درنښت

زموږ ښار زموږ کور دی!

ترینکوټ ښاروالي

۲۸- چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ دوشنبه

د ترینکوټ ښار د نظم لپاره د هڅو په لړ کي...ترینکوټ کي په خصوصي پانګه د لومړی ځل لپاره نقیله وسایطو ته داسي تمځای جوړ سو ...
17/07/2021

د ترینکوټ ښار د نظم لپاره د هڅو په لړ کي...

ترینکوټ کي په خصوصي پانګه د لومړی ځل لپاره نقیله وسایطو ته داسي تمځای جوړ سو چي هوټل/رستورانت، د ښځو لپاره ځانګړي خوني او هم منظم تشنابونه لري.

ترینکوټ ښاروالی دا کار د ښاري نظم کمېسیون په هڅو وکړ چي وروسته تر دې به یاد تمځای یا پارکینګ د مسافرو او ښاریانو د هوسایني برخه کي ښې چوپړتیاوي ولري.

درنښت

ترینکوټ ښاروالي.

شنبه – ۲۶ چنګاښ یا سرطان ۱۴۰۰

د یخي لپاره بیه/قیمت وټاکل سو.د ترینکوټ ښاروالۍ لخوا د یخي فابریکو مسوولینو او ښار کي یخ پلورونکو ته د یخي د خرڅولو بیه ...
17/07/2021

د یخي لپاره بیه/قیمت وټاکل سو.

د ترینکوټ ښاروالۍ لخوا د یخي فابریکو مسوولینو او ښار کي یخ پلورونکو ته د یخي د خرڅولو بیه وټاکل سوه.

دا نرخ پاڼه وروسته تر هغه په رسمي توګه ومنل او خپره سوه چي د ترینکوټ د ښاري نظم کمېسیون تر پلټنو وروسته د فابریکو او یخ پلورونکو د تولید او پلور ارزونه وکړه.

وروسته تر یک شنبې چي د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتي ۲۷مه نېټه کیږي د یخي فابریکو مسوولین به یوه کنده یخی چي وزن به یې ثابت (۱۵ منه) وي په (۳۲۵) افغانۍ یخ پلورونکو ته ورکوي او یخ پلورونکي به في من یخی ښاریانو ته په (۳۰) افغاني ورکوي.

که له پورته نرخ پاڼي څخه د یخي فابریکې کوم مسوول سرغړونه وکړه هغوی به (۵۰۰۰) افغانۍ جریمه کیږي او که ښار کي یخ پلورونکي دکاندار ترې سرغړونه وکړه نو یاد هټیوال به (۱۰۰۰) افغانۍ جریمه کیږي.

له نرخ پاڼي د سرغړوني په صورت کي ښاریان له لاندي شمېرې سره اړیکه نیولای سي:

0747922258

درنښت

ترینکوټ ښاروالي.

شنبه – ۲۶ چنګاښ یا سرطان ۱۴۰۰

د سولي پارک! دا د روزګان په مرکز ترینکوټ کي د سولي په نوم او په همدې هیله رغېدونکی پارک دی چي د جوړېدو چاري یې لا نه دي ...
16/06/2021

د سولي پارک!

دا د روزګان په مرکز ترینکوټ کي د سولي په نوم او په همدې هیله رغېدونکی پارک دی چي د جوړېدو چاري یې لا نه دي بشپړي سوي.

ترینکوټ ښاروالي د یوه ژمن او مسلکي ټېم په مرسته د خپلو ښاریانو لپاره د لا ښو چوپړتیاوود او نوښتونو د رامنځ ته کولو او وړاندي کولو هڅي کوي.

د ترینکوټ ښاروالۍ لخوا د دې پارک په جوړېدو سره به د مېلې او خوښیو لمانځلو لپاره غوره ځای همدا وي.

درناوی

ترینکوټ ښاروالي

د ترينکوټ  ښاروال او ښاري نظم کميسون د روژې مبارکي د دوهمي ورځي راهيسي عملي کار پيل کړی دی. د ښاري نظم کمېسیون  د روژې پ...
18/04/2021

د ترينکوټ ښاروال او ښاري نظم کميسون د روژې مبارکي د دوهمي ورځي راهيسي عملي کار پيل کړی دی.

د ښاري نظم کمېسیون د روژې په میاشت کي د ښار د نرخونو د کنټرول هڅي پېل کړي دي.
د نورو خوراکي او غیري خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول ترڅنګ د غوښو قیمتونه هم وټاکل سوه.

اروپايي هيوادونو کي هم د روژې په خاطر د خوراکي توکو قيمتونو کي تخفيف موجود وي، نو له تجارانو څخه مو هیله دا ده چي انصاف وکړي او له احتکار څخه هم ډډه وکړي.

تر ټاکلي نرخونو که په لوړ قېمت غوښي وپلورل سوې، ذکر سوي شمیري ته شکایت کولای سئ.

د شکایت کولو پر مهال د اړیکي شمېره:

0707665930

ترینکوټ ښاروالي

22/03/2021
کمال خان بند د تېر نسل خوب او د نن حقیقت!ترینکوټ ښاروالي
17/03/2021

کمال خان بند د تېر نسل خوب او د نن حقیقت!

ترینکوټ ښاروالي

Address

Said Jamaludin Afghan Street
Tarin Kowt
0093

Telephone

+93700008186

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ترینکوټ ښاروالي Tarin Kowt Municipality posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to ترینکوټ ښاروالي Tarin Kowt Municipality:

Share