28/05/2017
د جوزا ۷ مه!
د روژې په مبارکه میاشت کې به په ښار کې د صفایی خاص خیال ساتل کیژی د ټولو خوراکي توکو کیفیت او د نرخونو کنترول په دوامدا ډول تعقیبږي او هیڅ کاروباري ته به ددې اجازه ورنکړل شي، چې دضرورت ور خوراکی توکی په لوره بیه وپلوری “
دغه څرګندونې دبولدک ښاروال عطاالله (محبوب) نن په اداري ناسته کې ترسره کړې. نوموړي په سر کې د روژې مبارکې میاشتې په راتګ خوښي څرګنده کړه او له ټولو مامورینو یې غوښتنه وکړه، چې پدې وختونو کې خپلو دندو ته متوجه او ارونده وظیفی داسلامی ارشاداتو مطابق؛ په صله رحمی ؛ د انسانی کرامت او ارزشتونو په پام کی نیولو په سمه توگه ترسره کری .
دبولدک ښاروال په ناسته کې د مارکیټونو تنظیم مدیریت ته د اړوندو دتولو خوراکی توکو پلورونکو د سبزیومارکیتونو په شمول دنده وسپارله، چې پدې میاشت کې د ښار د ټولو برخو څخه دوامداره لیدنه ترسره کری ، ترڅو دتاریخ تیرو توکو؛او دشاروالی دمنظوری شوی لایحی سخه د سرغرونی په صورت کی دعاملینو سره قانونی چلند ترسره کری .