02/10/2024
*مهر:*
هغه پیسې دي چې ښځه یې د میړه لخوا، د هغې سره د نکاح د تړون کولو یا د دخول کولو له کبله مستحقه ګرځي.
ــــــــــــــ
_الموسوعة الفقهية الكويتية: ټوک ۲۴، مخ ۶۴._
*ولور:*
ولور هغو ټاکلی شويو پيسو ته ويل کېږي چې د زوم د کورنۍ له خوا د ناوې کورنۍ ته ورکول کېږي.
ــــــــــــــ
_زاهد پښتو پښتو سيند، عبدالقيوم زاهد مشواڼی، د افغانستان د علومو اکاډمي، چاپ: ۱۳۵۸ لمریز، دانش خپرندويه ټولنه مخ ۱۰۵۶._
*يادښت:* نن سبا خلک ژبې اړوي را اړوي او ولور ته د جواز ورکولو په پار د مهر نوم ورباندې ږدي.
( وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُۥنَ أَلْسِنَتَهُم بِالْكِتٰبِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتٰبِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتٰبِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ)
[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 78]
ژباړه: په دوى کي ځیني خلك داسي دي چي د كتاب په لوستلو ژبي داسي اړوي را اړوي چي ته به وايي څه چي لولي هغه د كتاب عبارت دى. په داسي حال کي چي هغه د كتاب عبارت نه وي. هغوى وايي دا څه چي موږ لولو دا د خداى له خوا دي، په داسي حال کي چي هغه د خداى له خوا نه وي. هغوى له پوهي او ادراك سره سره د درواغو وينا د خداى لوري ته منسوبوي.
*د ولور د حراموالي په اړه چې موږ کومې فتواګانې راخيستې دي په لاندې ډول دي:*
`لومړۍ فتویٰ:`
*اوله پوښتنه:* د مهر مقررولو حق د چا دی، او که چېرته داسې لوړ مهر مقرر شي چې سړی مجبور وي او پرېکول يې په غاړه واخلي، او يا له نکاح کولو څخه تېر شي، او د ښځې دا نه وي خوښه او غواړي چې دا مهر (ولور) کم شي، خو د نجلۍ پلار يې نه مني آيا د دې نجلۍ پلار دا حق لري چې مهر پخپله خوښه وټاکي؟
*الجواب:* حامدًا ومصليًّا: مهر د مېرمن حق دی د مهر د ټاکلو واک هم د مېرمنې سره دی نه د هغې د پلار او يابل ولي سره چې دا مهر به د زوجينو په توافق سره ټاکل کېږي، هو که نجلۍ د مهر مثل څخه کم مهر وټاکي نو بيا ولي پلار (وغیره کولی شي چې تر مهر مثل پورې په هغه کې زیاتوالی راولي، خو مستحب دا ده چې مهر کم مقرر کړی شي نه زيات.
ــــــــــــــ
_أن عليا رضى الله عنه قال : الصداق ما تراضى به الزوجان السنن الكبرى للبيهقي: رقم الحديث : ۱۴۷۷۸ ، كتاب الصداق / باب ما يجوز أن يكون مهرا ، ۱۷ / ۲۴۱ ، ط : مجلس دائرة المعارف)_
_وإذا تزوجت المرأة و