21/07/2020
مرکز کابل کې دځدراڼو قوم د سرتاسري شورا د رهبریت غونډه ترسره شو!.
22/7/2020
په غونډه کې د ځدراڼو قوم دسرتاسري شورا عمومي رئیس الحاج مارک ځدراڼ د کابل، پکتیا، پکتیکا او خوست څانګو دفتر رئیسانو ته ستړی مه شي وویله او مننه یې ترې وکړه، وروسته حاجي مارک ځدراڼ مفصلې خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې د قوم په یووالی او اتحاد زیات ټینګار وکړ، ښاغلي مارک ځدراڼ ددفترونو له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې د قوم تعلیم یافته اشخاصو لپاره په یو ځانګړي پلان کار وکړي چې په دولتي بستونو مقررکړی شي او د دولت له ادرسه ګران هېواد افغانستان او دځدراڼو مظلوم قوم ته خدمت وکړي.
ورپسې دځدراڼو قوم دسرتاسري شورا د پکتیکا څانګې رئیس حاجي عمرجان ملنګ خبرې اترې وکړې، نوموړي د شورا عمومي رئیس حاجي مارک ځدراڼ نېک احساس وستایلو او د خپلو فعالیتونو په اړه یې معلومات د رهبری شورا سره شریک کړه.
د پکتیکا څانګې رئیس حاجي عمرجان غوښتنه درلوده، چې د پکتیکا مرکز شرنه کې د ځدراڼ مېشتو ولسونو لپاره یو دفتر پرانیستل شي، تر څو خپل مشکلات او غوښتنې له دوی سره شریک کړي. له هغوی وروسته دکابل، پکتیا او خوست څانګې رئیسانو او مسؤلینو خپل معلومات ، ستونزې او غوښتنې د شورا له عمومی رئیس حاجي مارک ځدراڼ سره شریک کړې.
د غونډې په وروستی برخه کې عمومي رئیس حاجي مارک ځدراڼ یو ځل بیا دخبرو اجازه واخیسته، ښاغلي ځدراڼ یادې ستونزې مهمې یادې کړې او د حال په مورد یې دوی ته ډاډ ورکړ. نوموړي وویل چې په نیږدې راتلونکو کې به دشرنې سربېره دافغانستان په ټولو هغو ولایتونو کې به دفترونه پرانیستل شي، په کومو کې چې ځدراڼ مېشت وي او د دوی ستونزې ته به د حل لار ومومي.