08/03/2017
زمرد:
زمرد د قیمتی ډبرو له ډلی څخه دی چه له سیلیکان ، آلومینیوم او بریلیوم څخه تشکیل شویده په پګمانیتو ډبرو کی پیدا کیږی. د سختی لوړه درجه ئی (۸-۷،۵) ده ، د زمرد لغت عربی دی چی ویل کیږی د سانسکریت څخه چی د شین په معنی ده اخیستل شویده. تر ټولو پیژندل شوی زمرد د کلمبیا دی چی د نړی په سطحه د زمرد تولیدونکی هیواد ګڼل کیږی چه تر اوسه پوری د۱۵۰ شاوخوا زخیری پیژندل شویدی.
زمرد د افغانستان سر بیره په زامبیا ، برزیل ، زیمبابی ، ماداګاسکار ، هندوستان ، روسیه او پاکستان کی هم پیدا کیږی.