زابل پوهنتون-Zabul University

زابل پوهنتون-Zabul University میرویس خان نیکه پوهنتون-زابل

استادانو ته د څېړنېز پروپوزل د لیکنې او ترتیب تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار وړاندې سو نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون د ...
16/09/2026

استادانو ته د څېړنېز پروپوزل د لیکنې او ترتیب تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار وړاندې سو
نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون د څېړنو آمریت له لوري استادانو ته د څېړنېز پروپوزل د لیکنې او ترتیب تر سرلیک علمي سمینار د مسلکي پرمختیایې مرکز د غونډو په تالار کې وړاندې سو.
په دې سمینار کې چې د پوهنیار رحمن ولي سهار له لوري وړاندې سو، پکې د څېړنېز پروپوزل په جوړښت، اساسي برخو، د موضوع د ټاکنې، د څېړنې د موخو او پوښتنو د تنظیم، د ستونزې د بیان، د اړوندو ادبیاتو د کتنې او د څېړنیزو میتودونو د انتخاب په اړه ګډونوالو ته علمي او مسلکي معلومات وړاندې سول.
د یاد سمینار موخه د استادانو د څېړنیزو وړتیاوو پیاوړتیا، د معیاري څېړنیزو پروپوزلونو د لیکنې لپاره د لازمې پوهې رامنځته کول وو.
نېټه: چهار شنبه 1405/6/25
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

16/09/2026
15/09/2026

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب په مشرۍ ترسره شوه.

یاده ناسته د قرانکریم په مبارکو ایتونو سره پیل شوه، ورپسې د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ صاحب د شورا غړو ته لازمې توصیې او سپارښتنې وکړې او ټولو ته یې په چارو کې له الله تعالی څخه د موفقیت او بریا غوښتنه وکړه.

محترم شیخ صاحب مسؤولینو ته په خطاب کې وویل چې ستاسو په غاړه کې درانه مسؤولیتونه لویدلي دي، کوښښ وکړئ چې پوره حق یې ادا کړئ او د خپلو اسلافو، راشده خلفاوو او علماوو کړنلاره غوره او تګ پرې وکړئ، هغه که د بیت المال د ساتنې برخه ده، که د دیانت برخه او که په کارونو کې د اخلاص برخه ده.

همدارنګه محترم شیخ صاحب اړونده مسؤولین په لا ښه ډول د خپلو کارونو پرمخ وړلو ته وهڅول او ویې ویل چې هر مسؤول باید د خپل ماتحت کسانو کارونه تعقیب کړي او د کارونو په مراقبه او تعقیب یې ټینګار وکړ او ویې ویل چې ټول باید تواضع او عدالت وکړي او له مراجعینو سره ښه چلند او ښه برخورد ولري. محترم شیخ صاحب وویل چې د حضرت ابن عباس رضي الله عنه هغه وینا ذهن کې لری، چی ویلي یې دي: تاسو حضرت عمر رضي الله عنه یادوئ ځکه دهغه په یادولو عدل ياد ته راځي او د عدل په یادولو الله یاد ته راځي.

همداراز په یاده شورا کې ځانګړي ټاکل شوي هیئت له لوري په مرکز کابل کې د ځینو خصوصي پوهنتونونو د څارنې او ارزونې راپور شریک شو او د اصلاحاتو او تحصیلي نظام د لاپیاوړتیا په موخه د شورا غړو یې په اړه لازم نظرونه، وړاندیزونه او ستونزو ته حلارې وړاندې کړې.

دغه راز په یاده ناسته کې اما.رتي پوهنتونونو ته د بهرنیو استاذانو د جذب لارښود، د بهرنیو محصلانو د جذب په اړه او د دعوت او ارشاد د څارنې او جاري پلټنې د تنظیم چارو لارښود باندې د بحث ترڅنګ د ځینو نورو اړینو موضوعاتو په اړه اړین بحثونه او لازمې پریکړې وشوې. او ناسته د ملک د پرمختګ او خیر په دعاء پای ته ورسېده.

د زابل پوهنتون د درو خالي اداري بستونو د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري! د زابل پوهنتون ریاست، د سالمې او مسلکي ادار...
15/09/2026

د زابل پوهنتون د درو خالي اداري بستونو د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري!
د زابل پوهنتون ریاست، د سالمې او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه، درې (3) خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې په لاندې ډول بیا اعلانوي.
د اعلان شویو بستونو د کارموندنې فورمې د 1405/6/23 نېټې څخه تر 1405/7/1 نېټې پورې، هره ورځ د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د ماسپښین تر ۴:۰۰ بجو پورې، په حضوري ډول د زابل پوهنتون د کارکوونکو د چارو مدیریت څخه ترلاسه کړي.
یادون: لاندې اسنادونه مو له ځان سره ولرﺉ.
د تحصیلي اسنادو کاپي؛
د کاري تجربې کاپي؛
د تابعیت تذکرې کاپي؛
یوه قطعه عکس؛
د نشراتو مدیریت

د زابل پوهنتون اونیز فعالیتونه👇
10/09/2026

د زابل پوهنتون اونیز فعالیتونه👇

محصلینو ته د( دښووني اوروزني پوهنځي ، د نصاب او کریکولم پیژندنې ) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سود ښوونې او روزنې پوهنځي...
10/09/2026

محصلینو ته د( دښووني اوروزني پوهنځي ، د نصاب او کریکولم پیژندنې ) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو
د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلینو ته د عامه پوهاوي په موخه د ( دښووني اوروزني پوهنځي ، د نصاب او کریکولم پیژندنې ) تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار وړاندې سو.
د یاد پوهنځي استاد نوماند پوهنیار روزي محمد (عادل) د سمینار د وړاندې کولو په ترڅ کې محصلینو ته د ښوونې او روزنې پوهنځي پېژندنه ، تاریچه ، د پوهنځي لرلید، رسالت ، موخي، اسانتياوي او تشکیلاتي چارت په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي همدارنګه د نصاب او کریکولم پېژندنه ، د تخصصي ، اساسي ، پوهنتون شموله مضامینو پېژندنه ،کريډيټ سیستم ، ارزیابي او ازموینو په اړه معلومات له محصلینو سره شریک کړل.
نېټه: ۱۴۰۵/۶/۱۹
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت.

استادانو او اداري کارکوونکو ته د Google Drive , One Drive او Google Classroom په اړه معلوماتي سمینار وړاندې سو نن ورځ د ...
09/09/2026

استادانو او اداري کارکوونکو ته د Google Drive , One Drive او Google Classroom په اړه معلوماتي سمینار وړاندې سو
نن ورځ د مسلکي پرمختیا مرکز آمریت او معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیریت په ګډه همکارۍ، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د Google Drive, One Drive او Google Classroom
د کارونې په اړه یو ورځنی معلوماتي سمینار وړاندې سو.
په دغه سمینار کې چې د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیر سیداکبر مبارز له لوري وړاندې سو، ګډونوالو ته یې د Google Classroom , One Drive او Google Drive د پېژندنې ترڅنګ، د دغو ډیجیټلي وسایلو د اغېزمنې او مسلکي کارونې په اړه ګټور معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د Google Classroom له لارې د درسي موادو شریکولو، د ټولګیو مدیریت او له محصلینو سره د آنلاین اړیکو د اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل شول.
د سمینار په دوام کې ګډونوالو ته دOne Drive او Google Drive له لارې د اسنادو، درسي او اداري موادو د خوندي ساتلو، تنظیم، شریکولو او له هر ځای څخه د هغو د لاسرسي په اړه هم عملي معلومات وړاندې سول.
د یادونې وړ ده چې د سمینار موخه د پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو د ډیجیټلي مهارتونو لوړول، د معلوماتي ټکنالوژۍ له نوېو اسانتیاوو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې زمینه برابرول وو.
نېټه: چهار شنبه1405/6/18
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

06/09/2026

Address

د میرویس خان نیکه پوهنتون-زابل
Qalat

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when زابل پوهنتون-Zabul University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share