10/06/2023
*لغمان باختر*
لغمان مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې ۳۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو زمینه برابره شوه
شنبه/ د جوزا ۲۰ مه
لغمان ولایت کې د قمر خیریه بنسټ له لوري ۳۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو زمینه برابره شوه، یادو کورنیو پخوا تردې پاکو او صحي اوبو ته لاس رسی نه درلوده، چې اوس ورته د څاه ګانو په کیندلو سره پاکې اوبه برابرې شوې.
د یاد بنسټ ولایتي مسؤل استاد مراد منلي باختر اژانس ته وویل چې د خپلو خیریه برنامو په لړ کې یې د څاه ګانو د کیندلو پروسه هم پیل کړه چې تازه یې د لغمان مرکز اړوند شلټک، او د قرغیو ولسوالۍ په الم اباد، قاضي قلا او کریم اباد سیمو کې څاه ګانې وکیندلې چې ۳۰۰ کورنۍ به ترې په مستقیم ډول برخمنې شي.
د یادونې وړ ده چې دغه بنسټ له دې مخکې هم لغمان کې د مساجدو جوړولو او څاه ګانو د کیندلو سربیره مختلفو برخو کې مرستې کړي دي.