24/02/2026
د هلمند ولایت د رسنیو له مسئولینو سره غونډه ترسره شوه
نېټه: ۱۴۰۴/۱۲/۵
ځای: د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مقام
د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په مقام کې د رسنیو له مسئولینو سره یوه مهمه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم رئیس، د اترا ادارې استازي او د صوتي او تصویري رسنیو مسئولینو ګډون کړی و.
په غونډه کې د هلمند ولایت اړوند د صوتي او تصویري شبکو مسئولینو ته د فریکونسۍ د جواز د تمدید، په راډیوګانو کې د بانډپاس فلټر وسایلو د نصب او د خپلې ټاکلې فریکونسۍ په ساحه کې د اصولو مطابق د خدماتو د وړاندې کولو په اړه لازمې سپارښتنې او ټینګار وشو.
همدارنګه، ګډونوالو ته یادونه وشوه چې د روژې مبارکې میاشتې په جریان کې اسلامي خپرونې په لاره واچوي، څو ولس ترې لازم معنوي او دینی ګټه پورته کړي.
د رسنیو مسئولینو د جواز د تمدید، د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د خپرونو د تنظیم او هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
په درنښت
د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست