19/11/2024
په هلمند ولايت کي د څښاک پاکو اوبو د (۱) يوي ذخیري د جوړولو چارې پیل شوې
۱۶/۵/۱۴۴۶هـ ق چي د ۲۸/۸/۱۴۰۳هـ ش سره سمون خوري.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د یونسیف اداري په مالي مرسته د هلمند ولايت دګرمسیرد ولسوالۍ په دورزو کلي کې د (۲۹۵۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو د (۱) ذخیري د جوړولو چارې پیل شوې.
په یاده ذخیره کي د(۱۰)متره مکعب په وړتیا دپاکو اوبو دیوي ذخیري جوړول،د(۱۰) ۵۵۰ واټه سولرتختونښلول ،د(۹۵۸)متره پایپ غځول او (۵۳)نولکي شامل دي چي ددي شبکي دکار په جریان کښي به لسګونه تنه کاریګرانوته دکارزمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د نوموړې کلي (۱۰۴) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
دکلیو بیارغوني اوپراختیا ریاست
مطبوعاتي ځانګه