14/12/2025
په کندوز کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا ښه خبر !
د (آتوما) مخابراتي شرکت په پام کې لري چې د کندوز ولایت په مرکز کې درې (۳) نوي مخابراتي سایټونه جوړ کړي.
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم (آترا ) ادارې تخنیکي ټیم، د اړوند لارښود مکتوب پر بنسټ، د یادو سایټونو تخنیکي څارنه ترسره کړې ده. د ټاورونو له ثبت او د فریکونسي جوازونو تر ترلاسه کېدو وروسته به دا سایټونه د ټاکل شوي طرزالعمل له مخې په لاندې سیمو کې جوړ شي:
۱* - د (KDZ-035) نمبر سایټ، د کندوز ولایت په مرکز څلورمه ناحیه د مسلم آباد سیمه کې.*
۲*- د (KDZ-039) نمبر سایټ، د کندوز ولایت د اوله ناحیې په نوآباد سیمه کې.*
۳*- د (KDZ-036) نمبر سایټ، د کندوز ولایت په مرکز درېمه ناحیه ابراهیم خېلو سیمه کې.*
د یادونې وړ ده؛ چې د دغو درېیو سایټونو موقعیتونه د آتوما مخابراتي شرکت له خوا د سلطان معصوم TTSP شرکت ته سپارل شوي دي او د جوړولو ټول لګښتونه د آتوما شرکت د انکشافي بودیجې له لارې تمویلېږي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به په یادو سیمو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو کیفیت کې ښکاره او مثبت بدلون رامنځته شي.