04/07/2025
دغه چاغ (پړسېدلی) ځوان چې له سر یې ورته ما دایره هم تاو کړې زموږ د خپل کندوز ده؛ ډېر یې نه در معرفي کوم، ضرور نده، ځکه تاسو ټول یې لهما ښه پېژنۍ چې څوک، د کندوز د کومې سیمې اوسېدونکی او پخوا یې څه مسوولیت درلود...
راځم اصلي خبرې ته - دا کندوزی ځوان له داسې یو رواني، مريض، متعصب او لېوني کس سره په ټیکټاک کې په اوتو بوتو سر دی، چې څرنګه هغه رواني ورته خبره کوي او دی ورته سر ښوروي چې مانا ستا ټولې خبرې سمې دي، زه د هغه رواني په اړه هم ډېر څه نه وایم ځکه هغه هم تاسې له ما ښه پېژنۍ - زما زړه په دې درد کوي، چې ته خو هوښیار او ځيرک ځوان یې، آیا تا نشو کولای چې یوه ښه ادبي څپېړه دې دغه رواني ته په مخ ورکړې وای، چې نور بيايي درسره مناظرې ته حاضر نشي!؟ - ته به هم خوشال یې چې ما له د سره مناظره وکړه، هغه دې خپل ژبې، ملي هويت څخه څه چي نږدې له خپل دین څخه مخ تورن کړي او ته ورته خبرو کې سر ښوروې چې نه ته حق به جانب یې - ما له تا دا تمه ندرلوده...