11/09/2018
دزراعت ریاست اونیزه اداري غونډه ترسره شوه!
دخوست کرنې ، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست اونيزه اداري غونډه ددی ریاست دغونډو په تالارکی په داسی حال کی دایرشوه چې دزراعت رئیس انجنیر سمیع الله نصرت سربیره دریاست اړوند آمرینو، عمومی مدیرانو پکې برخه لرله غونډه دقران عظیم الشان دڅومبارکوایاتونو په تلاوت کولو سره پیل شوه په سرکی دکرنی ریس پیلیزه وینا وکړه کار مندان یی خپلو دندو اومسؤ لیتونوته متوجه او سپارښتنه یی وکړه چی ددفتر نظم به مراعات اودحاضری پابند اوسی ، بزګرانو اومالدارانو ته ښه او مؤثر خدمات باید پرخپل وخت ترسره اوورته رسیده ګی وشی ورپسی داجرایه مدیرلخوا دتیر مجلس پریکړوته لنډه کتنه وشوه بیا داجندآ سره سم عمومی مدیرانو اوامرینودخپلوفعالیتو نواو انکشافی پلانونو دتطبیق په اړه معلومات شریک اوهم یی دخپلو اجراتو راپوروړاندې کړ. په یاد مجلس کې پر يولړ نورو اداری، مالی او انکشافی مسا یلوبحث ترسره اودچارودلاښه اجراء اوتنظیم په موخه سره نظر يات شريک او د کاری ستونزو د حل پخاطرلازمې سپارښتنې وشوې غونډه سهار مهال لس بجی دسرلوړی، ښیرازه اوسمسور افغانستان په دعایه ویلو سره پای ته ورسیده.