16/11/2020
د پوهنې وزارت خبرتیا!
د پوهنې وزارت د مشر تابه د پخوانیو پریکړو په تعقیب د ۱۴۰۰ تعلیمي کال د زده کړو د زیانمنیدو او سړې هوا څخه د مخنیوي په موخه لاندې لارښوونې کیږي:
۱- ښوونکي مکلف دي چې د ژمي د رخصتیو نه مخکې زده کونکو ته لارښوونه وکړي چې د رخصتیو پرمهال لوستل شوي درسونه تکرار کړي او د کلنیو آزموینو لپاره چمتو وي. د یادولو وړ ده چې د کلنیو آزموینو لپاره پوښتنې د لوستل شويو درسونو څخه چمتو کیږي.
۲- د پورتنیو موادو په پام کې نیولو سره، د ۱۳۹۹ تعلیمي کال د کلنیو آزموینیو نمرې له ۱۰۰ څخه حسابیږي.
۳- د ټولو سړو سیمو ښوونځي له ۱-۶ ټولګي پورې د ۱۳۹۹ د لیندۍ د لومړی نیټې نه رخصت دي.
۴- د ټولو سړو سیمو ښوونځي له ۷-۱۲ ټولګي پورې د ۱۳۹۹ د لیندۍ د ۱۵ نیټې نه رخصت دي.
۵- د ډیرو سړو سیمو د ټولو ښوونځيو ۱-۱۲ ټولګي پورې د لیندۍ د لومړی نیټې نه رخصت دي.
۶- د کال ورستی آزموینې د ۱۴۰۰ تعلیمي کال په پیل کې اخیستل کیږی.
ټول دولتي، خصوصي، دیني مدرسي، او دارالحفاظونه د پورتني لارښوونې تابع دي او د تطبیق وړ دي.