01/06/2026
خوست ښاروالي: ټول باید د شنو ساحو ساتنه او د ونو او بوټو پالنه خپل مسؤلیت وګڼو
دا چې خوست ښاروالۍ هر کال د پسرلي په رارسېدو سره د خپلو درنو ښاریانو په همکارۍ په ګلدانونو، شنو ساحو، تفریحي غونډیو او ګڼو پلو لارو کې د ښکلا او زرغونتیا په موخه بېلابېل زینتي بوټي او ګڼ مېوهلرونکي او غیر مېوهلرونکي نیالګي کېنوي او د ځانګړي پلان له مخې یې د ساتنې او پالنې چارې پر مخ وړي، خو متأسفانه ځینې کسان نه یوازې د دغو عامه شتمنیو په ساتنه کې همکاري نه کوي، بلکې د بېغورۍ او نه پاملرنې له امله یې د زیان او له منځه تلو لامل هم ګرځي.
د خوست ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت یو ځل بیا له ټولو درنو ښاریانو غوښتنه کوي، چې د شنو ساحو په ساتنه کې ورسره همکاري وکړي او خپل ښاري مسؤلیت په ښه ډول ادا کړي.
د جوزا ۱۱مه، ۱۴۰۵