Khost C.I.T خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

  • Home
  • Afghanistan
  • Khost
  • Khost C.I.T خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

Khost C.I.T خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست زموږ اداره یوه دولتي ملکي خدمتي اداره ده چې عامو خلکو ت?

بسم الله الرحمن الرحیمد خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شبکې د نوي سایټ د جوړېدو په موخه سروې ترسره شو...
11/06/2026

بسم الله الرحمن الرحیم
د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شبکې د نوي سایټ د جوړېدو په موخه سروې ترسره شوه
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د غبرګولي میاشتې په ۲۱مه نېټه، د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم رئیس مولوي محمد اسحاق نظامي، په خوست کې د آترا ولایتي څانګې مسئول انجنیر عزت الله، او د روشن مخابراتي شبکې د انجینري ټیم له لوري د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ووم مقبلو غره پر سر د روشن مخابراتي شبکې د نوي مخابراتي سایټ د جوړېدو په موخه تخنیکي سروې ترسره شوه.
د یادې سروې موخه په سیمه کې د مخابراتي خدمتونو پراختیا او د مخابراتي پوښښ د کچې لوړول دي. ټاکل شوې ده چې د دغه سایټ د جوړېدو عملي چارې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د څوی، ووم، بدل، شلګر، کاڅکۍ، روغه او نورو نږدې پرتو سیمو اوسېدونکي د 4G انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو له معیاري او غوره پوښښ څخه برخمن شي، چې دا به د سیمې د خلکو د مخابراتي اړتیاوو په پوره کولو او د ارتباطي اسانتیاوو په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.
د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

د هېواد په کچه ۱۳ امارتي ادارو لپاره د اسنادو او مکتوبونو مدیریتي سیسټم د تدریجي تطبیق په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو.
09/06/2026

د هېواد په کچه ۱۳ امارتي ادارو لپاره د اسنادو او مکتوبونو مدیریتي سیسټم د تدریجي تطبیق په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو.

بسم الله الرحمن الرحیمد مخابراتي خدماتو د ښه والي او بیارغونې په برخه کې مهم پرمختګد تېرې اوونۍ د سختو بادونو او باراني ...
09/06/2026

بسم الله الرحمن الرحیم
د مخابراتي خدماتو د ښه والي او بیارغونې په برخه کې مهم پرمختګ
د تېرې اوونۍ د سختو بادونو او باراني طوفانونو له امله د خوني خوړ په سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې ۲۴۷ شمېرې سایټ زیانمن شوی و. د الله تعالی په فضل، د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د رهبرۍ او د انجینرۍ ټیم د نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې یاد سایټ د یوې اوونۍ په موده کې ۱۹/۰۳/۱۴۰۵ نیټه په بشپړ ډول بېرته ورغول شو او خپلو مخابراتي خدمتونو ته یې دوام ورکړ.
همدارنګه، د متون مرکز اړوند د درکوټیو کلي په مربوطاتو کې د سلام مخابراتي شبکې ۲۶۹ شمېرې سایټ هم فعال او د خدمتونو وړاندې کولو لپاره چمتو شو. دواړه سایټونه اوس مهال د 4G انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا لري.
د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ژمن دی چې د هېوادوالو د مخابراتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ او پیاوړې کړي، او د باکیفیته، دوامدارو او عصري مخابراتي خدمتونو په وړاندې کولو سره خپل مسؤلیت په غوره توګه ترسره کړي.
#مخابراتي خدمات

#دپیرودونکورضایت
خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي عبدالاحد فضلي د ولایتي ریاستونو له رییس صاحبانو سره ناسته و...
07/06/2026

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي عبدالاحد فضلي د ولایتي ریاستونو له رییس صاحبانو سره ناسته وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي عبدالاحد فضلي د ولایتي ریاستونو له رییس صاحبانو سره ناسته وکړه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د هېواد د ټولو ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاستونو له رییس صاحبانو سره د دوی په خدمتونو، مخابراتي پوښښ، اړونده ولایتونو کې هېوادوالو ته د ښه چوپړ د برابرولو، پر وخت د ولسونو ستونزو ته د رسېدنې او ولایتي ادارو سره پر وخت د همغږۍ ناسته وکړه.
ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې مخابرات د هېواد یو له مهمو سکټورونو څخه یاد کړ چې په وینا یې د اقتصادي سکټور په وده کې مستقیم رول لري او په اساس یې له اړیکو نیولې بیا تر خدمتونو د وړاندې کولو پورې ډیری چارې پرې آسانه کېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر همداراز ټینګار وکړ چې زمونږ ستاسې د خدمت هدف یوازې باید د الله تعالی رضا وي او خپل ټول وس او توان د خپلو مظلومو او مستحقو هېوادوالو لپاره د ښو خدمتونو په وړاندې کولو تېر کړو او هڅه باید و شي هغه سیمې چې مخابراتي خدمتونو لپاره اشد ضرورت لري تر پوښښ لاندې یې راولو.
ښاغلي وزیر صاحب د خپلې وینا په دوام د ظرفیت لوړونې په موخه د سیمینارونو د جوړېدو او د هېواد د ټکنالوجۍ د سکټور د ودې په تړاو هم ډاډ څرګند کړ.
ورته مهال د وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري هم د ولایتي ریاستونو په لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه او د دوی زحمات یې وستایل، ښاغلي معین صاحب رییس صاحبانو ته سپارښتنه وکړه چې ټول فرامین او قوانین په خپلو کاري ساحو کې باید عملي کړي.
په دغې غونډه کې د ولایتي ریاستونو رییس صاحبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي څخه مننه وکړه چې له دوی سره یې د ولایتي ریاستونو د ستونزو او چارو د غوره ترسره کولو په موخه مهمه ناسته وکړه او لازم هدایات یې ورته وکړل، ولایتي رییس صاحبانو ډاډ څرګند کړ چې خپلې ټولې چارې په اطاعت او ښې هماهنګۍ مخې ته وړي او خپل کاري ګزارشونه به وخت پر وخت د وزارت له مقام سره شریکوي.
////////////
دیدار محترم الحاج ملا عبدالاحد فضلی وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی با رؤسای ریاست‌های ولایتی.
محترم الحاج ملا عبدالاحد فضلی وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی با رؤسای ریاست‌های مخابرات و تکنالوژی معلوماتی تمام ولایات کشور دیدار نموده و پیرامون خدمات آنان، پوشش مخابراتی، فراهم‌ نمودن خدمات بهتر به شهروندان در ولایات، رسیدگی به موقع به مشکلات مردم و هماهنگی با ادارات ولایتی بحث و گفتگو کرد.
محترم وزیر صاحب در این دیدار مخابرات را یکی از سکتورهای مهم کشور یاد نموده گفت که مخابرات و تکنالوژی در رشد سکتور اقتصادی نقش مستقیم دارد که بر اساس آن، از برقراری ارتباط گرفته تا ارائه خدمات و بسیاری امور آسان می‌گردد.
وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی همچنان تأکید نمود که هدف خدمت ما باید تنها رضای خداوند متعال باشد و تمام توان و ظرفیت خود را باید در ارائه خدمات بهتر برای شهروندان مظلوم و مستحق کشور به کار گیریم. همچنین باید تلاش شود مناطقی که به خدمات مخابراتی نیاز شدید دارند تحت پوشش قرار گیرند.
محترم الحاج ملا عبدالاحد فضلی وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی در ادامه سخنانش اطمینان داد که به منظور ارتقای ظرفیت، سمینارهایی برگزار خواهد شد و در رابطه به رشد سکتور تکنالوژی کشور نیز اطمینان داد.
به همین ترتیب، محترم الحاج حافظ محمد امین جان عمری معین مالی و اداری وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی از دستاوردهای ریاست‌های ولایتی ابراز مسرت نمود و زحمات آنان را ستود. محترم معین صاحب به رؤسای ولایتی توصیه کرد که تمام فرامین و قوانین را در ساحات کاری خویش باید عملی سازند.
در این دیدار، رؤسای ریاست‌های ولایتی از محترم الحاج ملا عبدالاحد فضلی وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی بخاطر این نشست مهم که به منظور رسیدگی به مشکلات ریاست‌های ولایتی و بهبود امور آنان برگزار کرده و رهنمایی های لازم را ارائه کردند ابراز قدردانی نمودند.
رؤسای ریاست‌های ولایتی اطمینان دادند که تمام امور خویش را با اطاعت و هماهنگی به پیش برده و گزارش‌های کاری خود را به صورت منظم و بموقع با مقام محترم وزارت شریک خواهند ساخت.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ښاغلي وزیر صاحب د اتصالات مخابراتي شرکت له مسؤلینو سره لیدنه وکړه.
06/06/2026

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ښاغلي وزیر صاحب د اتصالات مخابراتي شرکت له مسؤلینو سره لیدنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د اتصالات مخابراتي شرکت له مسؤلینو سره لیدنه وکړه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د اتصالات مخابراتي شرکت له اجرائیوي رییس ښاغلي عبدالله الجزیري سره د مخابراتي سکټور، کیفیت، ټکنالوجۍ او پوښښ په تړاو خبرې وکړې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي ملا عبدالاحد فضلي د ناستې پر مهال د هېواد په مخابراتي سکټور کې د کیفیت پر ښه والي او لرو پرتو سیمو ته یې د مخابراتي پوښښ په پراختیا ټینګار وکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې د وزارت رهبري د سکټور په پرمختګ او پراختیا کې هر راز قانوني همکارۍ ته ژمنتیا لري.
ورته د اتصالات مخابراتي شرکت مسؤلینو د هېواد لرو پرتو سیمو کې د خدمتونو په پراختیا او د کیفیت د ښه والي په برخه کې یې د مزایدې له لارې د ترلاسه شوې فریکونسۍ څخه د ګټې اخیستنې په تړاو معلومات وړاندې کړل او همدا راز یادونه یې وکړه چې اتصالات شرکت افغانستان کې د غوره مخابراتي پوښښ د وړاندې کولو او په څنګ کې یې د ټکنالوجۍ په برخه کې د سهولتونو د رامنځته کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او زیار کاږي څو افغانانو ته د انټرنټ او مکالماتو په برخه کې غوره خدمات وړاندې کړي.
د اتصالات مخابراتي شرکت د مسؤلینو په وینا دوی هڅه کوي افغانستان کې د مخابراتي سایټونو د ارتقاء تر څنګ د افغانستان له طریقه منځنۍ آسیا څخه جنوب آسیا ته د ډېټا ټرانزیټ هم وکړي.
////////
دیدار وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی با مسئولین شرکت مخابراتی اتصالات
محترم الحاج ملا عبدالاحد فضلی وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی با محترم عبدالله الجزیری رئیس اجرائیوی شرکت مخابراتی اتصالات دیدار نموده و در مورد سکتور مخابرات، بهبود کیفیت، تکنالوژی و گسترش پوشش خدمات مخابراتی گفتگو نمود.
در این دیدار، محترم الحاج ملا عبدالاحد فضلی وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی بر بهبود کیفیت در سکتور مخابرات کشور و گسترش پوشش مخابراتی به مناطق دوردست تأکید ورزید و اطمینان داد که رهبری وزارت به هرگونه همکاری قانونی برای پیشرفت و توسعه این سکتور متعهد است.
مسئولان شرکت مخابراتی اتصالات نیز در مورد گسترش خدمات مخابراتی در مناطق دورافتاده کشور و ارتقای کیفیت خدمات، معلومات ارائه نموده و تشریح کردند که چگونه از فریکونسی‌های به‌دست‌آمده از طریق مزایده استفاده خواهند کرد.
آنان خاطرنشان ساختند که شرکت مخابراتی اتصالات متعهد به توسعه پوشش مخابراتی، فراهم‌سازی سهولت‌های بیشتر در عرصه تکنالوژی و ارائه خدمات باکیفیت‌تر به شهروندان کشور بوده و تلاش دارد خدمات اینترنتی و مخابراتی را در سطح افغانستان بیش از پیش بهبود بخشد.
همچنین، مسئولان این شرکت اظهار داشتند که در کنار ارتقای سایت‌های مخابراتی در افغانستان، تلاش می‌کنند زمینه ترانزیت دیتا از آسیای میانه به آسیای جنوبی را از طریق افغانستان فراهم ساخته و نقش کشور را به‌عنوان یک دهلیز مهم ارتباطی و ترانزیتی در منطقه تقویت نمایند.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د تېرې اوونۍ لاسته راوړنې.
06/06/2026

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د تېرې اوونۍ لاسته راوړنې.

د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ کې د ۲ مخابراتي انټنونو د جوړېدو سروې وشوه.
04/06/2026

د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ کې د ۲ مخابراتي انټنونو د جوړېدو سروې وشوه.

د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ کې د ۲ مخابراتي انټنونو د جوړېدو سروې وشوه.
د خوست ولایت محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام د تڼیو ولسوالۍ یو شمېر سیمو کې د مخابراتي انټنونو د جوړېدو په موخه د ولایتي ریاست او تخنیکي ټیمونو له لوري جغرافیوي او تخنیکي سروې ترسره شوه.
د یادې سروې له مخې به تڼیو ولسوالۍ کې د افغان ټلیکام مخابراټي شرکت سلام شبکې د ۲ انټنونو رغنیزې چارې پیل شي چې له مخې به یې د ډبرکلي، پنده‌ خېلو، مانځې، نشپې، تورې تیږې، کوچیانو، حسن ‌کوټ، ورژلې سپیرکۍ، د نیږدې سیمو مخابراتي ستونزې حل شي.
تڼي د خوست ولایت له غرنیو سیمو څخه ده چې د فرضي کرښې په امتداد پرته ولسوالۍ ده چې د طبیعي ښکلاو له مخې ګڼ شمېر سیلانیان هم ورځي او ډېری وخت یې اوسېدونکو او سیلانیانو د مخابراتي ستونزو د حل غوښتنه کوله چې له فتحې وروسته د تڼیو په شمول د خوست ولایت ګڼ شمېر سیمو ته ځانګړې پاملرنه شوې او ډېر شمېر مخابراتي سایټونه پکې نصب شوي چې یوازې تېرو څو اوونیو کې د یاد ولایت مختلفو سیمو کې ۶ مخابراتي انټنونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د ۸ مخابراتي انټنونو سروې هم ترسره شوې ده.
/////////////
سروی برای ایجاد دو آنتن مخابراتی در ولسوالی تڼی ولایت خوست انجام شد
به دوام پوشش خدمات مخابراتی در مناطق محروم ولایت خوست، از سوی ریاست ولایتی و تیم‌های تخنیکی به منظور ساخت آنتن‌های مخابراتی در تعداد مناطق ولسوالی تڼی، سروی جغرافیایی و تخنیکی انجام شد.
بر اساس این سروی، کار ساختمانی دو آنتن شبکهٔ سلام شرکت مخابراتی افغان ‌تلی‌کام در ولسوالی تنی ولایت خوست آغاز خواهد شد که با فعال شدن آن‌ مشکلات مخابراتی باشندگان مناطق دبرکلی، پنده‌خېل، مانځې، نشپې، تورې تیږې، کوچیان، حسن‌ کوټ، ورژلې، سپیرکۍ و ساحات همجوار برطرف می‌گردد.
ولسوالی تڼی یکی از ولسوالی‌های کوهستانی ولایت خوست است که در امتداد خط فرضی موقعیت دارد. این منطقه به دلیل زیبایی‌های طبیعی‌اش، شمار زیادی سیاحان را به خود جذب می‌کند. باشندگان و سیاحان این ولسوالی، بارها خواستار حل مشکلات مخابراتی بودند. پس از فتح، به ولسوالی تڼی و بسیاری از مناطق ولایت خوست توجه ویژه صورت گرفته و تعداد زیادی سایت‌های مخابراتی در آن نصب گردیده است. تنها در چند هفته اخیر، ۶ آنتن مخابراتی در بخش‌های مختلف این ولایت فعال و به بهره ‌برداری سپرده شده و همچنین برای ایجاد هشت آنتن دیگر نیز سروی صورت گرفته است.

بسم الله الرحمن الرحیمد ۱۴۰۵ هـ.ل کال د غبرګولي په ۱۲مه نېټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس، مولوي محمد اسحاق نظا...
02/06/2026

بسم الله الرحمن الرحیم
د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د غبرګولي په ۱۲مه نېټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس، مولوي محمد اسحاق نظامي، د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت د ولایتي مسؤول انجنیر وطن‌یار ملنګ او د انجینرۍ له تخنیکي ټیم سره یوځای د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د شمباوات سیمې ته سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې، په هغه ساحه کې چې د سلام مخابراتي شبکې پخوانی (034) مخابراتي سایټ موجود دی، د آټوما (KST093) نوی سایټ پکې شریک او رسماً فعال شو.
همدارنګه، د شمباوات غره پر سر د سلام شبکې د نوي (055) مخابراتي سایټ د جوړېدو او نصب له چارو څخه هم لیدنه او څارنه ترسره شوه. د چارو د لا ښه تنظیم او پر وخت بشپړېدو په موخه، قراردادي شرکت ته د قرارداد له شرایطو سره سم اړینې سپارښتنې او لازمې لارښوونې وړاندې شوې
خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

بسم الله الرحمن الرحیمنن د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د غبرګولي په ۱۱مه، د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس، مولوي محم...
01/06/2026

بسم الله الرحمن الرحیم
نن د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د غبرګولي په ۱۱مه، د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس، مولوي محمد اسحاق نظامي، د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت له ولایتي مسؤول انجنیر وطن‌یار ملنګ او د انجینرۍ له ټیم سره په ګډه د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اړوندو سیمو ته سفر وکړ او هلته یې د دوو نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو په موخه سروې ترسره کړه.
د یادو سایټونو په جوړېدو سره به د ډبرکلي، پنده‌خېلو، مانځې، نشپې، تورې تیږې، کوچیانو، حسن‌کوټ، ورژلې او سپیرکي سیمې، او همدارنګه ورسره نږدې نورې سیمې د مخابراتي پوښښ تر چتر لاندې راشي، او د سیمې اوسېدونکي به له غوره مخابراتي خدمتونو څخه برخمن شي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو څو اونیو کې د سلام مخابراتي شرکت شپږ (۶) سایټونه د ولایت په بېلابېلو سیمو کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د دغو دوو نویو سایټونو په ګډون د اتو (۸) سایټونو سروې هم ترسره شوې ده.
د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

 #زېرۍ خوندوار زیرۍ السلام علیکم ورحمت الله نن عرفات مبارکه ورځ د خوست ولایت مخابراتو ریاست رءیس مولوي محمد اسحاق"نظامي"...
26/05/2026

#زېرۍ خوندوار زیرۍ السلام علیکم ورحمت الله
نن عرفات مبارکه ورځ د خوست ولایت مخابراتو ریاست رءیس مولوي محمد اسحاق"نظامي"، افغان تلي کام مخابراتي شرکت مسؤل انجینر وطن یار"ملنګ"، موسی خیلو والسوالۍ والسوال مولوي عبدالغفور او همدې والسوالۍ امنیه قومندان قاري شرافت د موسی خیلو والسوالې لادور سر سلام شبکه نوی سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارلو.
چې یاد سایټ په فعالیدو سره به (لکه غوزک، کوسین خوله، وچکړای، کاوو خوله، ګبر، زوړ کوټ تر څندې پورې ټولې سیمي)د سلام شبکه د غږیز او انټرنیټې خدماتو څخه برخمنې شي.
یادونې وړ ده چې مخابراتو ریاست تیرو څو اونیو کې دغه سایټ په شمول شپږ(۶)سلام سایټونه(ګربزو والسوالۍ شورنګی، مندوزیو صحرا کلي، او مرکز مربوط کنډيو ډډي کلي، چنې مدیخیل، لکڼ مریخیل، موسی خیل لادور سر) ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست

Address

Khost City Opposite To The Alfath High School خوست ښار الفتح لیسې ته مخامخ
Khost
2501

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khost C.I.T خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Khost C.I.T خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست:

Share