26/02/2020
کرونا او تاریخ :
په 478م کال کي په عراق، حجاز او شام کي ناروغۍ، تبي او د طاعون وبا زیاته سوه ؛ زیات خلک یې ووژل ان په دښتو او ځنګلونو کي وحشي ځناور مړه سول، د کورنیو ځناورو ناروغۍ زیاتي سوې تر دې، چي شیدې او غوښي ورکي سوې.
په دې کال کي داسي بادونه راوالوتل، چي وني یې ماتي کړې، د خلکو باغونه یې ختم کړل او ښارونو کي ټکي ولویدلې، چي ځیني خلک په دې فکر سول چي قیامت پیل سو.
د دې هرڅه سره سره عباسي خلیفه "المقتدي بأمر الله" فرمان صادر کړ، چي د کلیو او ښارونو کوڅه کوڅه کي دي امر بالمعروف او نهي عن المنکر ( په ښو امر له بدو منعه ) پیل سي او د موسیقي الات دي مات کړل سي.
کله، چي د دوئ دا حکمونه په عمل بدل سوه نو الله رحم وکړ او دا ستونزي ختمي سوې.
البداية والنهايةلابن كثير ۱۵۶/۱۲