Haji milad rahmati

Haji milad rahmati یوازی وطن ❤️🇦🇫

22/12/2024

د تالـــ،بانو حکومت او د #فساد پر وړاندې دوه ګوني معیارونه

د تالـــ،بانو حکومت د اسـ،ـلامي شریعـ،ـت د تطبــ،یق ادعا کوي، خو د دوی د چارواکو په منځ کې د فساد ښکاره قضیې د دې ادعا پر خلاف دي.
داسې ښکاري چې قانون یوازې د عامو خلکو لپاره عملي کېږي، خو چارواکي له هر ډول حساب ورکولو خوندي دي.

روښانه #قضیې:
1. د بریښنا د وزیر د ورور قضیه:
هغه د اخلاقي فساد په تور لاس په لاس نیول سوی، خو د هر ډول قانوني اقدام پر ځای، موضوع په پټه حل سوه، او هېڅ سزا پرې عملي نه سوه.
2. د حقبین قضیه:
د جرم له تثبیت وروسته هغه نه یوازې چې سزا ونه لیدله، بلکې په عزت سره خوشې سو، چې دا د عدالت پر وړاندې ښکاره بې‌پروايي ده.
3 د سړوبی ولسوالی د بریښنا د مسول ویډیو نوی لیک سوی د هغه نتیجه به هم وګورو.
او داسی نور
د خلکو #نیوکې:
دا ډول پېښې د خلکو په منځ کې د بې‌باورۍ او ناامیدۍ فضا رامنځته کوي.
اولس پوښتنه کوي:
• ولې د تالبــ،ــانو چارواکي له شریعـــ،ــت څخه معاف دي؟
• ولې د عدالت تطبیق یوازې د عوامو لپاره عملي کېږي؟

#پیغام د حکومت لپاره:

که تالـــ،ـــبان غواړي د خپلې واکمنۍ مشروعیت وساتي، نو باید قانون د ټولو لپاره یو شان عملي کړي، که چارواکي وي یا عام خلک. د فساد او اخلاقي سرغړونو ښکاره قضیې په پټه ساتل نه یوازې د دوی ادعاوې بې‌اعتباره کوي، بلکې د اســ،ـــلامي اصولو پر وړاندې ښکاره سرغړونه ده.

#پایله:
حقیقي اسلامـ،ــي عدالت هغه وخت ټینګېږي چې قانون د ټولو لپاره یو رقم وي، او هېڅوک له حساب ورکولو خوندي نه وي. تالبــ،ــانو ته په کار ده چې دا ډول قضیې په شفافیت سره وڅېړي او عاملینو ته سزا ورکړي. دا د خلکو باور تر لاسه کولو یوازینۍ لار ده.
په درنښت کشر بردار ❤️🇦🇫 #کندهار

17/12/2024

د #کندهار مساجدو مــــ،ــــ لا امامان د ورځي لمونځونو پر وخت په حکومتي ریاستونو کي ماموریتونه مخ ته وړي.
د کندهار ښار اوسیدونکي شکایت کوي د مـــــ،ـــلایانو د نشتون په خاطر کوچنی تـــ،ـــالیـ،بان لمونځ ورکوي چي ډیره کله لمونځ کي غلطیاني کوي.
❤️🇦🇫

16/12/2024

ایا اســ،ــلامی او محمدی اخلاق دغه دی چي عالم او دین یوازی تر سوړی او سوری پوری محدود کړی ؟
ایا په رښتیا هم دغه اسلام دی چی تاسو یي تعریف وي ؟
#کندهار❤️🇦🇫

د خداي روی دی دغه دنګی او چنار ځوانی چا پر مــــر،ګ او ګور پیرزو دی .د خدای په خاطر خپل سرټمبګي څخه لاس په سر سي اوس لا ...
16/12/2024

د خداي روی دی دغه دنګی او چنار ځوانی چا پر مــــر،ګ او ګور پیرزو دی .
د خدای په خاطر خپل سرټمبګي څخه لاس په سر سي اوس لا وخت لري .
❤️🇦🇫

13/12/2024

خوږ پیغمبر (ص) ❤️
❤️🇦🇫

Address

Kandahar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Haji milad rahmati posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share