14/06/2025
؟
؟
د خوراک په شيانـو کښي د مالګي، بورې او خوږو شيانو سره په خپل ټول عمر کښي احتياط کوه، مالګه او غوړ ډېر کم کړه ولي بوره پر مخ بنده کړه، د بورې څخه ستا په بدن کښي بېرته غوړ جوړيږي
ګازي مشروبات، انرجياني او په بوره خواږه سوي جوسان ستا د صحت دپاره مضر دي هيڅ ګټه نلري دا بند کړه،
سپينه غوښه ډېر کمه کړه د توري غوښي خوراک هم په هفته کى يو ځل کړه، غوښه يخني يا داسي پخه کړه چه غوړ او مالګه يى ډېره کمه وي، د غوښي د خوراک په وخت کښي د ترکاري خوراک او وروسته قدم وهل مه هېروه.
د شپې د 7 بجو وروسته ثقيله غذا مه خوره ځان په تازه مېوه او د ترکارۍ په خوراک عادت کړه، که هيڅ نه کېدل نو په اوبو کښي اېشولې حبوبات وخوره،
د سهار لخوا شه خوراک کوه د غرمې لخوا ناوخته يو موټ وچه مېوه او ماشام فقط ترکاري.
د اوبو چيښل مو يو مهم او لازمي کار وبلۍ همېش ځانونه په ډېرو اوبو چيښلو عادت کړي،
د وچي ډوډۍ خوراک، غوړي وريجي، د ډېري غوړي اشپزي خوراک د ځانو د پاره مه خوښوۍ همېش توصيه کوي چه چه پورته خوراک کم کړل سي يا د غوړو مقدار يى کم کړل سي.
په غوړو کښي سره کړي شيان يا پر اور کباب سوي خواړه د نورو خطرونو سره سره د مرۍ او معدې د سرطانونو يو علت کېدلاى سي.
هميش په ډکه خېټه خوراک مه کوه او کوښښ وکړه چه د دسترخوان څخه تر وخت مخکي ولاړ سې.
صحت مند خلګ هميش سالم دماغ لري، د الله ج شه بندګي کوي د خپل فاميل او دوستانو ترمينځ هميش د يووالي او اتفاق سمبول کرځېدلي وي.
څرګند