Kandahar.Municipality کندهار ښاروالي

Kandahar.Municipality کندهار ښاروالي راځي دکندهار ښاروالۍ سره د ښار په بيارغوونه کښي برخه واخلئ
(4)

04/06/2026

د کندهار ښاروالۍ پراخ فعاليتونه او د عام اولس نظر

په کندهار ښار کي د سرسبزۍ د ساتني او پالني چاري په منظم ډول رواني ديپنج شنبه ۱۴ / ۳ / ۱۴۰۵ ه ش کالد کندهار ښاروالۍ له لو...
04/06/2026

په کندهار ښار کي د سرسبزۍ د ساتني او پالني چاري په منظم ډول رواني دي
پنج شنبه ۱۴ / ۳ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلابیلو ناحیو کي د ښاري زرغونتیا، سمسورتیا او د چاپیریال د ښکلا په موخه د سرسبزۍ د ساتني او پالني چاري په منظم او دوامداره ډول رواني دي.
دا مهال د کندهار ښاروالۍ د سرسبزۍ آمریت کارکونکي د ښار پر عمومي ګلدانونو، پیاده رونو او عمومي جادو د ایښودل سوو نهالانو، ګلانو، چمنونو او زرغونو ساحو ته د اوبو ورکولو، پالني او ساتني چاري ترسره کوي، ترڅو د ښار ښکلا، پاکوالی او ښاري چاپیریال لا ښه او منظم وساتل سي.
درنو ښاریانو!
د ښار زرغونتیا او سمسورتیا د ټولو ګډ مسؤلیت دی، له همدې امله له تاسو درنو ښاریانو څخه په درنښت غوښتنه کیږي، چي د ښار له عامه شنو ساحو، ایښودل سوو نهالانو، ګلانو او چمنونو ساتنه وکړئ او د هغوی د زیانمنېدو مخه ونیسئ. ستاسو همکاري کولای سي د ښار د ښکلا، پاکوالي او سالم چاپیریال په ساتنه کي مهم رول ولوبوي، ترڅو زموږ ګډ ښار د ژوند، کار او اوسېدو لپاره لا ښکلی، زرغون او مناسب پاته سي.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر

03/06/2026

کندهار ښاروالۍ په لسمه ناحيه کي د مينابرج سړک جوړ او کټي اخيستني ته وسپارئ

02/06/2026

د کندهار ښاروالۍ له فعاليتونو څخه د عام اولس خوښي

د لوی اختر په شپو او ورځو کي د ښار په ټولو ناحیو کي تنظیفاتي چاري په منظم ډول ترسره سوېدوشنبه ۱۱ / ۳ / ۱۴۰۵ ه ش کالد لوی...
01/06/2026

د لوی اختر په شپو او ورځو کي د ښار په ټولو ناحیو کي تنظیفاتي چاري په منظم ډول ترسره سوې
دوشنبه ۱۱ / ۳ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د لوی اختر په شپو او ورځو کي د کندهار ښاروالۍ د تنظیف عمومي مدیریت اړوند تنظیفاتي ټیمونو د یوه منظم پلان له مخي د ښار په ټولو ناحیو کي د کثافاتو د راټولو او انتقالولو چاري په دوامداره او منظم ډول ترسره کړي. د دغو هڅو په پایله کي د تنظیف زحمت کښو کارکونکو له خوا د ښار له بېلابیلو ناحیو څخه ۴۵۴ موټره کثافات چي ټولټال ۴۷۵۲ متره مکعب کیږي راټول او ټاکل سوو ځایونو ته انتقال سوي دي.
همدارنګه د لوی اختر په شپو او ورځو کي د ښار د عمومي سړکانو، واټونو او عامه ځایونو د پاکولو او صفایي چاري هم د تنظیف کارکوونکو له لوري په منظم او دوامداره ډول ترسره سوي دي، ترڅو ښاریانو ته پاک او مناسب ښاري چاپیریال برابر سي.
درنو ښاریانو!
د کندهار ښاروالۍ د تنظیف عمومي مدیریت کارکوونکي د ښار د پاکوالي، ښکلا او سالم چاپیریال د ساتني په موخه شپه او ورځ نه ستړي کېدونکي هڅي کوي، له همدې امله له ټولو درنو ښاریانو څخه په درنښت غوښتنه کیږي چي د ښار د پاک ساتلو، سمسورتیا او ښاري نظم د پیاوړتیا په برخه کي له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ خبرتيا!کندهار ښاروالي ټولو پر شرايطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چي د کندهار صنعتي پارک سړک...
25/05/2026

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ خبرتيا!
کندهار ښاروالي ټولو پر شرايطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چي د کندهار صنعتي پارک سړک د لومړي فاز جوړولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کي ګډون وکړئ. غوښتونکي دي شرطپاڼه په سافټ ډول د کندهار ښاروالۍ د ودانيزو چارو او مشورتي خدماتو د تدارکاتو عمومي مديريت څخه ترلاسه کړي، داوطلبان بايد خپل آفرونه په شرطپاڼه کي د ذکر سوو شرايطو مطابق ترتيب او په سرتړلې توګه يې د آفر پرانيستي مجلس په ورځ د مجلس د دايريدلو تر وخته پوري په تدارکاتو آمريت کي د آفر پرانيستني ټاکل سوي پلاوي ته و سپاري، ناوخته رسيدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړنه دي. د آفر پرانيستني غونډه د ۳۰ / ۳ / ۱۴۰۵ ه ش نېټه د سهار پر ۱۰:۰۰ بجې د تدارکاتو او قراردادونو په آمريت کي دايريږي او د آفر تضمين د بانکي تضمين په ډول مبلغ / ۸۸۱۰۰۰ اته سوه يو اتيا زره افغانۍ دي.

د کندهار ښار په دريمه ناحيه کي يوه کوڅه په اساسي شکل جوړه سوهدوشنبه ۴ / ۳ / ۱۴۰۵ ه ش کالکندهار ښاروالۍ د خپلو دوامدارو ر...
25/05/2026

د کندهار ښار په دريمه ناحيه کي يوه کوڅه په اساسي شکل جوړه سوه
دوشنبه ۴ / ۳ / ۱۴۰۵ ه ش کال
کندهار ښاروالۍ د خپلو دوامدارو رغنیزو او پرمختیایي فعالیتونو په لړ کي د ښار په بېلابیلو ناحیو کي د کوڅو، چریو او سلبونو د جوړولو پروژې عملي کوي.
د همدې لړۍ په دوام، دا ځل د دریمي ناحیې اړوند بای‌پاس سیمه کي یوه کوڅه د چریو په شمول په اساسي او معیاري ډول ورغول سوه.
یاده کوڅه شاوخوا ۴۷۰ متره اوږدوالی او څلور متره پلنوالی لري، چي د ۲۰ ورځو په موده کي د ټاکل سوو تخنیکي او معیاري اصولو له مخي جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.
د دې پروژې د تطبیق پر مهال لسګونو کسانو ته په فني او غیرفني برخو کي د کار زمینه هم برابره سوې وه.
د یادي کوڅې او چرۍ په جوړېدو سره د سیمي اوسېدونکو خوښي څرګنده کړه او د کندهار ښاروالۍ له مسؤلینو څخه ئې د دغو رغنیزو فعالیتونو له امله مننه وکړه.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر

24/05/2026

د تخريب سوو سړکونو په بيا رغوونه د عام اولس خوښي

د یوولسمي ناحیې اړوند عینومېنه کي له هوټلونو او خوړنځایونو څخه د نظافت ساتني په موخه نظارت ترسره سويک شنبه ۳ / ۳ / ۱۴۰۵ ...
24/05/2026

د یوولسمي ناحیې اړوند عینومېنه کي له هوټلونو او خوړنځایونو څخه د نظافت ساتني په موخه نظارت ترسره سو
يک شنبه ۳ / ۳ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکیټونو تنظیم آمریت د محیطي روغتیا او چاپیریال ساتني عمومي مدیریت له لوري د هیوادوالو د روغتیا د خوندیتوب او د روغتیايي اصولو د لا ښه تطبیق په موخه د کندهار ښار د یوولسمي ناحیې اړوند عینومېنه کي له بېلابیلو هوټلونو او خوړنځایونو څخه نظارت ترسره سو.
د یاد نظارت په جریان کي مسؤلینو د هوټلونو او خوړنځایونو له مسؤلینو او کارمندانو ته د نظافت مراعتولو، د خوړو د پاکوالي او د روغتیايي اصولو د عملي کولو په اړه لازمي او جدي سپارښتني وکړې.
همدارنګه هغه هوټلونه او خوړنځایونه په موقتي ډول وتړل سول، چي د پاکوالي، روغتیايي او چاپیریالي اصولو مراعت ته ئې پام نه وو کړی.
د یاد مدیریت مسؤلینو د هوټلونو او خوړنځایونو پر مسؤلینو او کارمندانو ټینګار وکړ، چي د پاکوالي او روغتیا ساتني اصول په جدي توګه مراعت کړي او ښاریانو ته پاک، سالم او معیاري خواړه وړاندي کړي.
د دې ترڅنګ، مسؤلینو په جدي توګه یادونه وکړه چي که چا د نظافت، چاپیریالي او روغتیايي اصولو مراعت ونه کړ، له هغه سره به قانوني او اصولي چلند وسي.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر

کندهار ښار کي د سرسبزۍ د پالني چاري په منظم شکل مخته روانييک شنبه ۳ / ۳ / ۱۴۰۵ ه ش کالد کندهار ښاروالۍ اړوند د سرسبزۍ آم...
24/05/2026

کندهار ښار کي د سرسبزۍ د پالني چاري په منظم شکل مخته رواني
يک شنبه ۳ / ۳ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ اړوند د سرسبزۍ آمریت له لوري د ښار په بېلابیلو ناحیو کي د زرغونتیا د پراختیا، ساتني او پالني چاري په دوامداره او منظم ډول ترسره کیږي.
اوس مهال د یاد آمریت کارکوونکي د ښار پر عمومي جادو، پیاده روونو، ګلدانونو او شنو ساحو کي د ایښودل سوو نهالانو او ګلانو د اوبولو، پالني او ساتني چاري پر مخ وړي، ترڅو د ښار ښکلا، پاکوالی او ښاري چاپیریال لا ښه او منظم وساتل سي.
کندهار ښاروالي هڅه کوي، چي د ښاري زرغونتیا د پراختیا ترڅنګ عامه شنې ساحې په معیاري ډول وساتي او ښاریانو ته سالم او مناسب چاپیریال برابر کړي. د همدې موخي لپاره د ښار په بېلابیلو برخو کي د شنو ساحو د ساتني او پالني چاري په دوامداره توګه تعقیبیږي.
همدارنګه له درنو ښاریانو څخه غوښتنه کیږي، چي د لوی اختر په شپو او ورځو کي د شنو ساحو، ایښودل سوو نهالانو او ګلانو په ساتنه کي له کندهار ښاروالۍ سره همکاري وکړئ، ځکه د ښار ښکلا، پاکوالی او زرغونتیا د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
په درنښت
دکندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر

Address

Kandahar. Afghanistan
Kandahar

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kandahar.Municipality کندهار ښاروالي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category