11/01/2022
بسم الله الرحمن الرحیم
خبرتیا!
دکندهار ولایت داحصایې او معلوماتو ریاست د دې ولایت ټولو هغو محترمو اوسیدونکو ته خبر ورکوی!
چا چې مخکی د الکترونيکي تذکرو کاغذي فورمې د یاد ریاست د الکترونيکي تذکرو د توزیع دریم مرکز ته سپارلي دی خبر ورکول کیږی چې د خپلو فورمو دجمع آوری درسیدو سره دې یو ځای د الکترونيکي تذکرو د توزیع دریم مرکز ته چې د (۹) ناحیې دعیدګاه په ساحه کې موقعيت لري مراجعه وکړی ترڅو ستاسو د اسنادو دشتون او نه شتون معلومات وسی او په ضمن کی به تاسو ته دجمع آوری نوی رسید درکول سی.