14/08/2021
د تسلیت او ډاډګیرنې پيغام ؛
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې د مشرانو جرګې غړی او د هلمند ولايت يو تن مخور مشر انجنير عبدالقادر نورزي له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
مرحوم انجنير عبدالقادر نورزي کلونه کلونه د افغانستان خلکو او په ځانګړي ډول د هلمند د ولسونو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او تل يې هڅه دا وه چې د قومونو ترمنځ يووالی، اتفاق او د يو بل منلو فرهنګ ژوندی وساتي.
زه له خپل اړخه د خدای بښلي انجنیر نورزي کورنۍ، دوستانو او خواخوږو ته د ژورې خواشينۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کوم او مرحوم ته د خدای ج له درباره د جنتالفردوس او وارثانو ته يې د صبر جميل استدعا کوم.
ګل بادشاه مجیدي
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر