26/12/2017
په هلمند ولایت کې دټولنیز خوځښت اوشوراګانو دریاست لخوا د دپوهنې دکچې او مهارتونو دلوړاوي اونیز پروګرام لومړی درې ورځنی پړاو پای ته ورسېد
په دې پړاو کې چې د دهلمند ولایت اړوند نادعلي،نهرح سراج،لښکرگاه او ښاري سیمو دښوونځیو شوراګانو مشرانو او غړیو برخه درلوده ،چې په پای کې دیوې ژمنې
(مونږ لاسليک کوونکي تعهد کوو چې د ١٣٩٧ کال د اوري تر مياشتي پورى به کم تر کمه د يوى ولسوالى په خپل اړونده ولايت کى ټول د ښوونځى د عمر ماشومان په ښوونځيو کى شاملوو) سره خپلو سیمو ته د درې ورځنیو لاسته راوړنو او مهارتنو سره ستانه شول.
دوی دټولنیزخوځښت او شوراګانو دریاست سره دپوهنې بې برخې ماشومانو په ښوونځیو کې دبیا شمولیت تعهد وکړو او هرې شورا ژمنه وکړه چې په دې اړه به نه ستړي کېدونکي ګامونه پورته کړي.
ددې درې ورځني ورکشاپ موخه دا وه چې څنګه کولای شو خپله ولسي وګړي ،مشران او دټولنې بېلابېل توکمونه وهڅو څو دخپلو خلکو دستونزو حلولو ډاډ ترلاسه او په ښوونځیو کې دنجونو دشمولیت کچه لوړه کړي.
دیادونې وړ ده چې داپروګرام تېره شنبه دروان لمریز لېږدیز کال دمرغومي یا جدي میاشتې په دویمه نېټه په یاد ولایت کې دښوونځیو شوراګانو د غړیو دمهارتونو لوړولو او د باکیفیته معارف دکوښښونو لپاره پیل شوی، چې د اونۍ ترپایه به په دوه پړاونو کې دوام وکړي
زه د ټولنيز خوځښت او شورگانو رياست په نمايندگي د ټولو شوراگانو څخه مننه کوم،کور مو ودان،د خپل رياست کارکونکو څخه د زړه له تله مننه کوم چي دي دروند مسوليت ته يي غاړه ورکړي ده