26/08/2020
یوه پلار خپلې لور ته د واده نه څو ساعته مخکې داسې وویل:
لورې! دلته چې دې څه خوړلي او څکلي، هیڅکله یې د خاوند کور کې یادونه مۀ کوه چې پلار کور کې مې ښۀ خوراک درلود او دلته خراب، هر څه چې وخورې وروسته دې هیریږي نو په خوړو بحث مۀ کوه او څه چې مخې ته درتلل خوره یې شکر پرې وباسه!
لورې! لکه څنګه چې دې دا خپل کور ګڼلو او صفت دې کولو همدغسې هغه خپل کور وګڼه او صفت یې کوه، بد یې مۀ وایه بې له شکه چې اوس هغه هم ستا خپل کور دی.
لورې! تا د لسانس تر کچې زده کړې کړي دي مګر خپل تعلیم د خسر په کورنۍ مۀ خرڅوه! هیڅکله هغوی ته داسې څه مه وایه چې زه تر تاسو زیاته پوهیږمه، بې شکه چې هر څوک د خپل کور په کارونو تر نورو ښۀ پوهیږي ځکه چې هره کورنۍ خپل ځانګړي اصول لري.
لورې! د خپل خاوند نه هیڅکله مه خفه کیږه ځکه الله تعالې پر دې کار سخت ناراضه کیږي، که کله خفه هم شوې نو په لومړي ځل پخلا کولو یې بیرته پخلا کیږه او که خاوند دې درنه خفه شو نو بیرته یې حتما پخلا کوه.
لورې! د خاوند نه دې هیڅکله داسې غوښتنه مۀ کوه چې د هغۀ د حیثیت نه لوړه وي، د هغۀ د مجبوریو احساس ولره او تر څو چې د خسر د کورنۍ په ټولو اصولو پوهه شوې نه اوسې د هر کار د مخه ترې پوښتنه کوه.
د هغه کور د خلکو همداسې خیال ساته لکه د دې کور د خلکو خیال دې چې ساتلو ځکه هغه دې هم اوس خپل کور دی.
لورې!! زما نصیحتونه خپل ټیکري پورې کلک وتړه! نه دې ټیکری د سر نه لرې کړې او نه هم دا نصیحتونه!
کاپي