20/09/2021
د کابل والي د سکتوري رییسانو سره همغږي غونډه تر سره کړه
دوشنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۳/ ۱۹ سنبله ۱۴۰۰
د کابل والي الحاج ملا محمد شیرین آخند نن دوشنبه د صفر میاشتي ۱۳مه د کابل ولایت د سکتوري رییسانو سره همغږي غونډه تر سره کړه او د دوی ستونزي د حل ترڅنګ د هغوی فعالیتونه يې وارزول او لازم لارښووني وکړي.
لمړی سکتوري رییسانو د اداراتو د کړنو، فعالیتونو او شته ستونزو په اړه خبري اتري وکړي او زیاته يې کړه چې ټول سکتوري ریاستونه د تیر په شآن خپل فعالیتونه تر سره کوي او خلکو ته خدمات وړاندي کوې.
ورپسي د کابل والي الحاج ملامحمدشیرین آخند خبري وکړي او وویل چې ځای د خوشحالي دی چې انقلاب په یوه امن فضا کې تر لاسه شو او اوس مهال په امنیت کې خپل ولس ته خدمت کوو.
ښاغلي آخند زیاته کړه چې ټول ادارات باید د تېر په شأن خپل فعالیتونه او خدمات وړاندي کړي او ولایت مقام به د ستونزو د حل په موخه لازم اقدامات تر سره کړي.