Ghazal غزلونه

Ghazal غزلونه پدی صفحه کی به زما او د نورو شاعرانو غزلی تاسو ته وڔاندی شي


ستاسو ورور ام (همدم) education

د خپلواکۍ ۱۰۴ کليزه مو مبارک
18/08/2023

د خپلواکۍ ۱۰۴ کليزه مو مبارک

نـــــــــــوى غزلهشاعر همدمبې روحه جسم څو داغونه مې په زړه پاتې ديڅه رانه اخلې عزراٸيله ما کې څه پاتې دي بې ځايه خياله ...
14/06/2023

نـــــــــــوى غزله

شاعر همدم

بې روحه جسم څو داغونه مې په زړه پاتې دي
څه رانه اخلې عزراٸيله ما کې څه پاتې دي

بې ځايه خياله ما له راز و نيازه مه وړه چېرته
په لمونځ ولاړ يم رکعتونه د لمانځه پاتې دي

وطنه جوړ به شې بې سره بې صاحبه نه يې
په غرو رغو کې د سرتېري پښتانه پاتې دي


په مېلمستيا کې رانه خوري د زړګي ټولې وينې
د يار يادونه را ته زړه کې ميلمانه پاتې دي

په تا پسې د ژړېدلو وس را پاتې نه ده
نه مې د سترګو دريابونو کې اوبه پاتې

د همدم ستړي ارمانونه ستا په سپينه څنګل
هغه چې تا وده کړي لا وده پاتې دي

#غزلونه #شعرونه #شاعران #پښتوغزلې #شاعرهمدم
#کابل #افغانستان

غزل شاعر همدم د ما سره په مينه کې د تا ده هم ثواب راځه چې مينه وکړو هم خرما ده هم ثواب کعبه کور د عاشق ده چې مين ترينه ط...
03/06/2023

غزل شاعر همدم

د ما سره په مينه کې د تا ده هم ثواب
راځه چې مينه وکړو هم خرما ده هم ثواب

کعبه کور د عاشق ده چې مين ترينه طواف کړى
طواف کول له کلى د اشنا ده هم ثواب

ملنګ يم درنه سوال د ديدنونو کړم جانانه
خيرات د ديدن راکه چې په ما ده هم ثواب

يو مينځ کې غمازي کړي بل يې زړونه بېلوي
بېلتون او غماز دواړو ته ښېرا ده هم ثواب

د سترګو ميکدو نه د يو جام د ميني راکه
دپاکو زړونو مينه کې ګناه ده هم ثواب

دا څه عجب ده ښکلى چې ورګرم خداى را ياد کړم
همدمه د يار مخ ته مې نګاه ده هم ثواب

غزل
شاعر : همدم
#شاعر #شعرونه #غزل #پښتوغزلې #شاعران #افغانستان
#کابل #مينه #ثواب #همدم شاعر

خداى نه مې غوښتى د ستا وصال دهٶرته مې کړى  ژړا کې سوال دهلکه بورا وي ناست په ګلونورخسار دې ګل دى،  بورا د خال دهچې کله ن...
30/05/2023

خداى نه مې غوښتى د ستا وصال ده
ٶرته مې کړى ژړا کې سوال ده

لکه بورا وي ناست په ګلونو
رخسار دې ګل دى، بورا د خال ده

چې کله نه وې زړګى مې وران وه
چې راسره يې زړه مې سمبال ده

ځواني تيريږي ظلمونه مه کړه
ځواني تل نه وي اخر زوال ده

تل ماتوې د همدم خوار زړه
مه کوه ظلم چې ډېر وبال ده

#غزل #افغان #وصال #شعرونه #شاعران #همدم غزلى

۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔  غــــــــزل ـــــــ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔  ۔ ۔  ما ډېر خدايږو له خپله ځانه ګران ساتلى ده له ځان ...
23/05/2023

۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ غــــــــزل ـــــــ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

ما ډېر خدايږو له خپله ځانه ګران ساتلى ده
له ځان سره تصوير مې د جانان ساتلى ده

خلاصون ترېنه زما نور تر ابده پورې نشته
د ما زړه يې اوربل کې بنديوان ساتلى ده

که خوري د زړګي وينې خو ستا ياد دى په ما ګران دى
ستا ياد خو مې د خپل ژوند په تاوان ساتلى ده

د تا سره عادت دى ستا د مينې لوبې غواړي
در کړى زړه د څومــره راته وران ساتلى ده

همدم به دې په وصل هغه ګل زلفو کېږدم
تازه چې مې د اوښکو په باران ساتلى ده

غزل تا سره دومره مينه چا کوله څومره چې مينه به د ما کوله ما په هر څه کې ستا رضا غوښتلهتا د بې ننګ رقيب رضا کوله که وم خر...
22/05/2023

غزل
تا سره دومره مينه چا کوله
څومره چې مينه به د ما کوله

ما په هر څه کې ستا رضا غوښتله
تا د بې ننګ رقيب رضا کوله

که وم خراب خو د ستا غم کړى وم
تا مې د حال پورې خندا کوله

سترګې مې سرې وې په نشو خو نه وې
شپې به مې تا پسې ژړا کوله

همدم د قدر کړو د سپينى خولګۍ
تا به په سپينه خوله ښېرا کوله

شاعر : همدم
#غزل #شاعران #شعرونه #مينه #همدم #سندرې

۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔  غزلنيمه شپه ده خداى دپاره ولې نه ٶلى نـــه راځې قــــــراره ولې نه چې يوه لحظه ترې نه شوې بېلېد...
21/05/2023

۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ غزل
نيمه شپه ده خداى دپاره ولې نه
ٶلى نـــه راځې قــــــراره ولې نه

چې يوه لحظه ترې نه شوې بېلېدلى
اوس يې مرې له انتظاره ولې نه

چې ديدن د ستا سترګو پکې نه شي
له دې ژوند به شم بېــزاره ولــې نه

زما روح, زما زړګى, زما نفس ده
زه به مرمــــه بې له يــاره ولې نه

له مودو پس چې جانان د (همدم )راشي
زړه به ږدم ورته په لاره ولې نه

شاعر : ام: (همدم)
غزل: ولې نه راځې قراره

#غزل #شاعر #مينه #افغان #افغانستان #سندرې #همدم #مسافر #وطن #شعرونه #پښتو #شاعران

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ghazal غزلونه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category