31/07/2024
رسول الله ص د لاندې شيانو څخه منع کړې ده،
راځئ چې ځانونه ورڅخه وساتو!
او شئير کول یی صدقه یی جاریه ده،
1 ــ د جنابت په وخت کې خوراک مه کوئ ځکه دا فقر رامنځته کوي.
2ــ ميوه دارې ونې لاندې او لاره کې بولې (متيازې) مه کوئ
3ــ په چپ لاس او تکيه په حالت کې خوراک مه کوئ.
4ــ ښځې دې د جنازې لمانځه ته نه راځي،
5ــ تصوير مه جوړوئ.
6ــ حيوانات ژوندې په اور مه سوزوئ
7ــ چرګ ته کنزلې مه کوئ
8ــ کثافات کور کې مه ساتئ ځکه شيطان همدلته کينې،
9ــ ښځه دې د خاوند د اجازې پرته د کور نه نه اوځي
10ــ ښځه دې د خاوند پرته بل چاته ځان نه سينګاروي.
11ــ غيبت مه کوئ او مه ورته غوږ ږدئ.
12ــ د سرو او سپينو زرو په لوښو کې څښاک او خوراک مه کوئ
13ــ چغلې (شيطانې) مه کوئ.
14ــ شراب مه څښئ او هيڅ قسم کارو بار يې مه کوئ
15ــ د سود ګټه مه خورئ او مه يې تړون ليکئ.
16ــ په مخ وهل مه کوئ
17ــ د بل مسلمان عورت ته مه ګورئ که چا ورته سوچ سره وليدل 70زره ملائکې به پرې لعنت ووايې استغفرالله
18ــ خوراک او څښاک ته پوکى مه کوئ
19ــ په هديره ، لاره ، د اوښانو تړلو ځاى او کعبې د پاسه لمونځ مه کوئ
20 ــ د الله ج پرته په بل شي قسم مه کوئ
21ــ د جمعې په ورځ د خطبې پر وخت خبرې مه کوئ
22ــ د لمر خاته ، لمر پريواته او زوال وخت کې لمونځ مه کوئ
23ــ د واړه اختر ، غټ اختر ، د شک په ورځ او د اشراق په ورځ کې روژه مه نيسئ
24ــ اوبو څښلو په وخت کې په اوبو مه ورڅملئ
25ــ د څښلو اوبو کوهي کې لاړې مه تو کوئ
26ــ مزدور ته چې مو تر څو مزدورې نه وي ټاکلي کار پرې مه کوئ،